د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

راپور: د سړک غاړې ماينونه افغان او بهرنيو ځواکونو ته ستر خطر دى


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د تروریزم پر ضد د مبارزې په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی . په دې راپور کې ویل شوي دي چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې ډير تلفات د سړک د غاړې د ماینونو او ځای پرځای شویو بمونو د چادونو له کبله و چې لا هم نړیوالو او افغان ځواکونو ته د خطر سرچینه ده .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۱ م کال کې په افغانستان کې له پنځوسو زیات تروریستي بریدونه شوي دي . په دې راپور کې بیلابیلې هغه پېښې څیړل شوي دي چې جدي تلفات یې اړولي دي .

په دې لړ کې راپور په جلال اباد کې د کابل بانک پرڅانګه برید ، په هرات او کندهار ښارونو کې بریدونه چې ددې ښار ښاروال غلام حیدرحمیدي په کې ووژل شو ،کابل کې پر بریټش کونسل برید ، د امریکا پر سفارت برید، هغه ځان وژونکي حمله چې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني یې وواژه ، د عاشورا د ورځې چاودنه او نور بریدونه چې هر یو یې جدي تلفات اړولي یاد شوي دي .

په راپور کې ویل شوي دي چې د برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته افغان حکومت د داسې پېښو د مخنیوي او لوړپوړو حکومتي چارواکو د خوندیتوب لپاره تدابیر زیات کړي چې په دې لړ کې د پګړۍ تالاشي او د ولسمشرۍ د ماڼۍ شا او خوا اټینګ امنیتي تدابیر یاد شوي دي .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا ، افغانستان د امنیتي وضعې د ښه کیدو او د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره ، د قانون د نفاذ ، ملي، سیمه ایزو او نړیوالو هڅو په برخه کې پراخ ګامونه اخیستي دي . او د بنسټ پالنې پرضد یې د پوهاوي په برخه کې هم اقدام کړی دی .

پر عدلي او قضايي سيسټم ورکشاپ:

راپور وايي د ۲۰۱۱ م کال د ډیسمبر له اتلسمې نیټې تر یو ویشتمې پورې په کابل کې مهم ورکشاپ جوړ شو چې په دې هیواد کې د جزا پر نوي قانون متمرکز و . په دې سیمنار کې په عدلي او قضايي برخه کې موثرې لارښونې وشوې .

راپور وايي ، په افغانستان کې د خلکو د ګرځیدو او سفر په برخه کې افغان حکومتي جدي امنیتي اقدامات کړي دي او د امریکا او نورو مرستندویه هیوادونو په همکارۍ یې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره هم کار کړی دی .

راپور وايي ، امریکا او افغانستان په ګډه د یو شمیر تروریسي قضیو په اړه څېړنې کړي او او د امریکا ځینو ادارو په دې برخه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته د کارمعلومات ورکړي دي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د تروریستي سازمانونو د مالي سرچینو د محدودولو لپاره هم افغان حکومت د خپلو نړیوالو ملاتړو په مرسته ځینې اقدامات کړي دي . څو بنسټ پالي سازمانونه له مالي سرچینو بې برخې کړي .

په وروستيو کې په لکونو نوي ماينونه ښخ شوي
په وروستيو کې په لکونو نوي ماينونه ښخ شوي
په سیمه ایزه برخه کې راپور وايي چې افغانستان له ګاونډي هیواد پاکستان سره د سولې یو ګډ کمیسون جوړ کړی دی او په همدې ډول د افغانستان ، امریکا او پاکستان یوه درې اړخیزه ډله هم جوړه شوې ده .

پر دې سربیره په جنوبي اسیا او ترکیه کې د سیمه ایزو همکاریو کنفرانسونه جوړ شول چې افغانستان په کې مهم رول درلود چې د شمال له ګاونډیو تاجکستان او روسیې سره یې هم ګډې کاري ډلې جوړې کړې.

راپور د بن د دویم کنفرانس یادونه کوي چې په کې سل هیوادونو او نړیوالو سازمانونه برخه لرله او په کې د تروریزم پر ضد پر سیمه ایزې مبارزې ټینګار وشو. افغانستان ددې کنفرانس مشري کوله .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې زیاتوي چې افغانستان له ایساف او نړیوالو شریکانو سره د ظرفیت د پیاوړي کولو ، ښونې او روزنې او د تروریزم ضد مبارزه کې د همکاریو په برخه کې هم موثر ګامونه اخیستي دي .

د ناټو د غړیو او د سیمې د هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه هم د افغانستان لپاره مهمه لاس ته راوړنه وه چې د راپور په وینا د تروریزم ضد مبارزه کې مهم رول لري .

راپور زیات وي چې افغانستان د سخت دریځې د افکارو د پراختیا د مخنیوي لپاره هم یو لړ پروګرامونه په پام کې لري چې د حج او اوقافو او پوهنې له وزارتونو یې غوښتي چې پر مدرسو او جوماتونو څارنه وکړي او په دې برخه کې یو ځانګړی پروګرام عملي کړي .


ولسمشر کرزي د ملي امنیت شورا ته امر کړی چې پر ناثبت شویو مدرسو څارنه زیاته کړي څو په کې سخت دریځي تدریس نه شي .

راپور وايي د سولې او د د ټیټ پوړو او منځنۍ کچې د طالبانو چې د افغانستان اساسي قانون مني ، مدني او د ښځو حقونو ته درناوی کوي او له القاعده سره اړیکې شکوي د جذب او پخلاینې پروګرام هم سخت دریځې کړۍ محدودې کړي دي .
XS
SM
MD
LG