د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

روسیه او تاجکستان د یوې پوځي هډې د قرارداد د تمدید لپاره موافق شوي


روسیې او تاجکستان په اصولو کې د نورو نهه څلویښت کلونو لپاره د یوې پوځي هډې لپاره ماسکو د اجارې له تمدید سره موافقه کړې ده.

دا خبره د سې شنبې په ورځ رویترز خبري اژانس د روسیې او تاجکستان د چارواکو له قوله خپره کړې ده.

روسیې، چې د پخواني شوروي د لویې واکمني په وخت کې تقریبا د منځني اسیا پر نیمايي برخې نفوذ درلود، د ناټو له دې پلان سره چې غواړي په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي نو بیا یې په دې یاغي سیمې کې د خپل پوځي حضور لپاره هڅې پیل کړي.

روسیه چې په نولسمه پیړۍ کې تر منځني اسیا غځیدلې وه اوس د اسلام پالو وسله والو له پرمختګ او د ګاونډیو هېوادو په لاره له افغانستان څخه د مخدرو موادو د انتقال په اړه اندیښه لري.

د یادې شوې پوځي هډې اوسنۍ اجاره ټاکل شوې ده، چې د دوه زره څوارلسم میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه ختمه شي او ماسکو
دوشنبې، د نوې اجارې په چارو کې پر رو پرمختګ ملامتوله.

د تاجکستان یو لوړ رتبه مقام د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط رویترز خبري اژانس ته ویلي، چې د روسیې او تاجکستان د دفاع وزارتونه د نوې اجارې په اړه موافقې ته رسیدلي دي.

هغه ویلي، موږ له روسيې سره د نهه څلویښت نور کلونو لپاره مشروطه موافقه کړې او یو لړ شرایط مو ایښي چی روسیه به دې هېواد ته د وسلو د لیږد او د بیو له کمولو سره د تاجکستان په مسلح کولو کی مرسته کوي.

بله خوا د روسیې خبري اژانسونو د روسیې د مځکینو ځواکونو د قوماندان الکساندر چرکین په حواله ویلي، چې ده هم دا خبره تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې شپږ زره روسيي عسکر به د تاجکستان په هډې کې چې له دې هېواده بهر د روسیې لویه پوځې هډه ده پاتي کیږي.

د تاجکستان د بهرینو چارو د وزارت چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل د روسیې د مځکنیو ځواکونو دقوماندان الکساندر چرکین خبری بی اساسه دي.

تاجکستان چې اوه نیم میلیونه نفوس لري د پخواني شوروي هېوادونو تر ټولو فقیر هېواد دی. تقریبا یو میلیون تاجکان له خپل هېواده بهر کار کوي چې ډیر یې په روسیې کې په کار لګیا دي او په دې توګه د خپل خراب اقتصادي وضعیت سره مرسته کوي.

روسیې په تاجکستان کې خپل عسکر ځای پرځای کړي وو څو د دې هېواد د سیکولار حکومت ملاتړ وکړي چې د نولس سوه دوه نویم تر اوه نویم کلونو پوري یې له اسلام پالو جګړه مارو سره په کورنۍ جګړه کی ښکل وو او د امام علي رحمان جمهوری نظام یې پیاوړي کاوه. تاجکی سیاسي کتونکی ظریف عبدالیف وايي زه په دې بارو یم چې امام علی رحمان هیڅکله په ښکاره د دوه سوه یو لومړۍ ۲۰۱ هډې سره مخالفت نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG