د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

یوسف پښتون: افغانستان د مسلکي کارکوونکو له کموالي سره مخ دی


په ساختماني چارو او د اوبو، برېښنا او کانونو په برخو کې د افغان ولسمشر لوی سلاکار، په دغو برخو کې د مسلکي کسانو کموالی لویه ستونزه بولي.

انجینر یوسف پښتون د دوشنبې په ورخ په کابل کې د افغانستان د زیربناوو یا بنسټونو په اړه په بین المللي ورکشاپ کې وویل، چې افغان کارګر باید د پروژو د عملي کولو لپاره خپلي وړتیاوي لوړي کړي.


د مسلکي خلکو کموالۍ او د سم مدیریت نه موجودیت هغه لاملونه یادیږي، چې په افغانستان کې یې د بنیادي تاسیساتو د پروژو د ښه عملې کېدو مخه نیولې ده.

په ساختماني چارو او دکانونو و انرژۍ په برخو کې د ولسمشر لوی سلاکار انجینر یوسف پښتون د دوشنبې په ورخ په کابل کې د افغانستان د بنسټونو په اړه په یوه ورکشاپ کې وویل، اوس مهال افغانستان د مسلکي کارکوونکو له کموالي سره مخ دی.

“ په عمومي توګه د افغانستان ستونزه پیسې نه دي، د انساني وړتیاوو او په انساني ظرفیتونو کې د پلان جوړوني کموالی راځي، راتلونکې ته پلان جوړونه او د هغو پلانونو رامنځ ته کول شامل دي، چې د عملي کېدو وړ دي.

خو کله چې پروژه عملي کوی، په زرهاوو او په لکونو مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لری، نن که وغواړی د کابل په بازار کې 5 زره کار کوونکې وګماری فکر نه کوم چې پيدا یې کړی.

په داسي حال کې چې یوازي د نوي کابل پروژه له یو نیم څخه تر دوو لکو ساختماني کار کوونکو ته اړتیا لري.”


په عین وخت کې ټاکل سوې چې د اندونیزیا د متخصصینو یوه ډله په افغانستان کې د بنسټونو په اړه د کارکوونکو د وړتیاوو لوړلو په اړه څېړني وکړي.

د اندونیزیا د متخصصینو ډله چې ددغو څېړنو لپاره افغانستان ته راغلې، هیله ښيي، چې په دې برخه کې به یې همکاري د افغانستان د بنسټونو په اړه د وړتیاوو له لوړولو سره مرسته وکړي.

ددې ډلي استازی هنري سموري وايي، چې هیواد به یې له افغانستان سره همکاري وکړي، چې دغه هیواد د بنسټونو په برخه کې د ظرفیتونو له پلوه په خپلو پښو ودریږي:

“ اندونیزیا ژمنه ده، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره ددې هیواد سره د بنسټونو په برخه کې له نړیوالو معیارونو سره برابره همکاري وکړي، موږ له دې هیواد سره خپلي همکارۍ ساتو، چې افغانستان پر خپلو پښو ودریږي.

د اندونیزیا دولت له 2006 کال راهیسي په سلګونو افغانان په 20 برخو کې روزلي دي، چې په دغو برخو کې ښوونه او روزنه، روغتیا، کرنه، ښه حکومت والي او ډیموکراسي شامله ده.”


خو ددې ترڅنګ د چارو څېړونکې بیا پر افغان حکومت انتقاد کوي، چې په تیرو لسو کلونو کې یې د هیواد بنسټونو ته لازم پام نه دی کړی.

دوی وايي چې افغان حکومت باید په دغو کلونو کې د کرني د عصري کولو او د برېښنا د څو بندونو د جوړولو لپاره کار کړی وای.

ځینې کتوونکې اندیښمن دي چې په افغانستان کې د نړیوالو د رول له راکمیدو سره د بنیادي تاسیساتو د پروژو د پرمخ بولو لپاره په افغانستان کې لازم کورني ظرفیتونه نشته، چې باید په دې برخه کې لا ډير کار وشي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG