نړۍ
بشار الاسد: ښه به وای که د سوریې ځواکونو د ترکیې جټ الوتکه نه وای راغورځولای
اسد له ترکې ورځپاڼې جمهوریت سره مرکې کې دغه راز ویلي، دی به اجازه ورنه کړي چې د دوو ګاونډیو هېوادو سره دا وروستی تاوتریخوالی په یوې خلاصې جګړې بدل شي.
جمهو رئیس بشار الاسد ویلي، د سوریې ځواکونو ته د جون په ۲۲ مه د الوتکې له غورځولو وروسته معلومه شوې وه چې دا د ترکیې اکتشافې الوتکه وه.
ده زیاته کړه، په سلو کې سل د الوتکې په غورځیدو خواشینی دی.
د ناتو غړي هېواد ترکیې، د دې پیښې په ځواب کې له سوریې سره د پولې په اوږدو کې خپل پوځي حضور زیات کړی او خبرداری یي ورکړی چې د سوریې د پوځ د هر ډول تیري ځواب به ووایي.
په عین حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو او د مصر د بهرنیو چارو وزیر محمد کامل عمرو د دوشنبې په ورځ د سوریې د بیلابیلو مخالفوډلو په هغې غوندې کې چی د عربي اتحاد تر چتر لاندي په قاهرې کې جوړه شوې وه، د خبرو پر مهال وویل:
“ په سوریې کې به انتقال او بدلون راځي، دا حتمي ده او بالاخره به په سوریې کې یوه نوې اداره او یو ډموکراټیک رژیم رامنځ ته شي”.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د سوریې خلک باید د خپل هیواد د راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر غزې د اسراییلو د بریدونو زیاتوالی؛ د سلګونه کسانو د وژلو راپورونه خپاره شوي

اسراییل پر غزې تړانګې خپل بریدونه لا شدید کړي چې د فلسطینیانو د نورې محاصرې او سلګونو نورو کسانو د وژل کېدو سبب شوي دي.
د جګړې د پراخېدو له کبله واشنګټن ویلي، اسراییل له هغو ژمنو شا ته شوی چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره یې د زیاتو اقداماتو په باب کړې وې.
د اسراییل پوځ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې څه باندې۴۵۰ اهداف ویشتلي دي.
دا له کله چې اوونۍ مخکې لنډمهاله اوربند مات شو، تر ټولو زیات اهداف ګڼل شوي دي.
د غزې اکثریت اوسېدونکي له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي چې له بشري مرستو، په روغتونونو کې د ګڼه ګوڼې له کبله روغتیايي خدماتو، خوړو او څښاک پاکو اوبو بې برخې شوې دي.
ولادمیر پوتین د روسیې د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې بیا ځان کاندیدوي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي چې دی به د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې بیا ځان کاندید کړي.
په پام کې ده، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۴م کال د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس نن د پوتین په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي چې دی به دغو ټاکنو ته ځان کاندید کړي.
ولادمیر پوتین په کرملین کې هغو مراسمو ته دا څرګندونې کړي چې په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې جنګېدلو سرتېرو د درناوي لپاره جوړ شوي وو او دغو سرتېرو ته د روسیې د اتلولۍ طلايي ستوري مډالونه ورکړل شول.
د ازبکستان ولسمشر د جنايي پېښو په تړاو ۳۳۴ بندیان بخښلي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هغه ۳۳۴ بندیان بخښلي چې د جنايي پېښو په تړاو بندیان وو.
میرضیایف د ډسمبر میاشتې د اوومې یا د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب د ۳۱مې کلیزې په مناسبت دغه فرمان لاسلیک کړی دی.
په هغو کسانو کې چې عفوه ورته شوې ۱۸ بهرنیان، ۲۳ ښځې او ۱۵ هغه نارینه شامل دي چې عمرونه یې تر ۶۰ کلونو زیات دی.
۸۸ نور کسان په ممنوعه سازمانونو کې په غړیتوب محکوم شوي وو.
د ازبکستان مستبد مشر میرضیایف وخت ناوخت تر لویو مناسبتونو مخکې د عفوې اعلانونه کوي.
یونان او ترکیې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی

یونان او ترکیې پرون په خپلو اړیکو کې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېرو شپږو کلونو کې د لومړي وار لپاره آتن ته سفر وکړ.
اردوغان د یونان له صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د دواړو لوریو ترمنځ داسې ستونزه نه شته، چې د حل وړ نه وي.
د ترکیې ولسمشر ویلي، دوی په خپلو اړیکو کې نوره پرمختیا او مثبت خوځښت غواړي.
د کډوالۍ، په اژه سمندرګي کې د انرژۍ د اکتشافاتو او ځمکنۍ بشپړتیا پر سر د دواړو لوریو ترمنځ له اوږدې مودې لانجې وې او اردوغان له ۲۰۱۷م کال راوروسته په لومړي ځل اتن ته په رسمي سفر ځي.
اردوغان وړاندې د اژه سمندرګي د حاکمیت د حق په باب د څه باندې سلو کلونو مخکې تړونونو په اړه شک څرګند کړی و.
د ترکیې او یونان جنګي الوتکو وخت ناوخت د دې سمندرګي پر لانجمن هوايي حریم په خپلو کې ځینې لانجې کولې.
امریکا په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالتونو په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول.
د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل، دغه کسان او بنسټونه په یمن کې حوثي یاغیانو ته د ایراني تولیداتو د خرڅلاو له لارې د میلیونونو ډالرو د مالي مرستو د برابرولو مسوولیت لري.
نوي بندیزونه د متحده ایالاتو په قضايي حوزه کې د دې اشخاصو او ادارو ټولې شتمنۍ کنګلوي او په امریکا کې خلک له دوی سره له کاروباره منع کوي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي سلاکار پرون وویل متحده ایالات په دې باور دي چې د ایران سپاه پاسداران اسلامي ځواکونه په یمن کې له حوثي یاغیانو سره د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پلانولو کې مرسته کوي.
ایران په دې کې لاس لرل رد کړي دي.
پوتین له رییسي سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ستاینه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پرون په مسکو کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره په کتنه کې له تهران سره د مسکو د اړیکو ستاینه وکړه.
پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له پیل راهیسې، مسکو له تهران سره د خپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو هڅه کړې ده.
پوتین رییسي ته وویل، د دواړو هېوادونو اړیکې چې د لوېدیځ له خوا پرې سخت بندیزونه لګول شوي، په ښه توګه وده کوي.
له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ژورولو لپاره د روسیې د هڅو د یوې برخې په توګه، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۶مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په یو ورځني سفر هم تللی و.
هغه لومړی په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره وکتل.
وروسته یې په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.
د اسلام اباد محکمې 'منظور پشتین' پولیسو ته سپارلی

د اسلام اباد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا 'پي ټي ایم' مشر منظور پشتین پرون د اوو ورځو په مخه پولیسو ته سپارلی دی.
پولیس به په دې موده کې له پشتین پلټنې کوي.
د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډسمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې نوموړی احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان و.
پر منظور پشتین تور پورې شوی چې د حکومت خلاف خبرې یې کړي او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په اصل کې پولیسو د پشتین په موټر څو ډزې وکړې او څو ځایه یې د هغه د نیولو هڅې کولې.
اوکراین سره د جاپان یو میلیارد ډالره مرسته؛ زیلینسکي ترې مننه کړې او دا مرسته یې اغېزمنه بللې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له جاپانه مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د یو میلیارد ډالرو اضافي مرستو ژمنه کړې ده.
زیلینسکي وویل چې د جاپان مرسته به د دوی لپاره د 'پام وړ اغېزمنه' تمامه شي.
دا یواځې څو ساعته وروسته له هغه پېښ شول چې د امریکا سنا جرګې له اوکراین سره د شاوخوا ۶۰میلیارد ډالرو د مرستې په پار د سپينې ماڼۍ غوښتنه رد کړه.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن له سنا جرګې غوښتي وو چې ژر له اوکراین سره د پوځي مرستو په هدف د سپينې ماڼۍ غوښتنه تصویب کړي ځکه د ده په خبره که د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین برلاسی شي نو د اوکراین ډېرې ځمکې به ونیسي.
اوکراین له روسیې سره د جګړې یو بل اوږد ژمی په مخ کې لري.
د ژمي پر مهال اندېښنه ده چې د اوکراین اکثر تاسیسات له هغې ډلې د تودوخې او برښنا رسولو مرکزونو هدف ګرځي چې له امله یې میلیونونه اوکراینیان له تودوخې او برښنا محرومیږي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین غیر موجه یرغل پیل کړ چې تر دې دمه روان دی.
په جرمني کې د رېلګاډو چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی

په جرمني کې د رېلګاډو چلوونکو له تېرې شپې د ۲۴ ساعتونو لپاره کاري اعتصاب پیل کړی دی.
له دې سره په دغه هېواد کې اوږده سفرونه او د سیمو ترمنځ تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.
دا تر یوې میاشتې لږه موده کېږي چې په جرمني کې د معاشونو پر سر د جنجال له کبله د رېګاډو چلوونکي کاري اعتصاب کوي.
تازه اعتصاب پر ځايي وخت تېره شپه لس بجې نافذ شو چې د نن جمعې ورځې د شپې تر لسو بجو به دوام کوي او اټکل کېږي چې د رېلګاډو په زرګونو سفرونه به لغوه شي.
د رېلګاډو چلوونکي، چې د نومبر میاشتې په نیمايي کې یې هم اعتصاب کړی و، غواړي چې کاري ساعتونو یې کم او امتیازونه یې زیات شي، خو تر اوسه په دې باب خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
پنټاګون: امریکا د غزې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې له سره پیل کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، امریکا د غزې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې له سره پیل کړي دي.
د دې کار هدف د هغو یرغمل شویو کسانو لټول دي چې د افراطي ډلې حماس په توقیف کې دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د لنډمهاله اوربند پر مهال د دغو بې پیلوټه الوتکو الوتنې بندې شوې وې.
د پنټاګون یوې ویاندې لیزا لارنس پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د یرغمل شویو د لټولو لپاره امریکا د غزې پر فضا د دغو الوتکو الوتنې بیا پیل کړي دي.
هغې ویلي چې امریکا د یرغمل شویو د موندنې لپاره د خپل شریک اسراییل مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي.
حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.
د لنډمهاله اوربند پر مهال ځینې یرغمل شوي کسان، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شول.