د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۴۱

نړۍ

د ازبکستان د حکومت د اپوزسیون مشران په پراګ کې غونډه کوي

د ازبکستان د حکومت د اپوزسیون مشران د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې غونډه کوي. دوی دا مساله څیړي چې څرنګه کیدای شي چې په ازبکستان کې د اسلام کریموف واکمني پای ته ورسوي.

له نولس سوه یونویم میلادي کال راهیسې چې ازبکستان خپلواکي اخیستې ده اسلام کریموف ولسمشر دی.

د پراګ په غونډه کې د اپوزسیون مخکښ مشر محمد صالح هم برخه اخیستې ده.

دی له نولس سوه درې نویم میلادي کال راهیسې له ازبکستانه بهر په جلاوطني کې ژوند کوي. دی په دوه زره لومړي میلادي کال کې په پراګ کې ونیول شو بیا چې کله چکي چارواکي وپوهیدل چې پر هغه لګیدلي تورونه بې بنسټه دي، هغه یې خوشي کړ.

تیرکال د ازبکستان اپوزسیون ډلو د جرمني په مرکز برلین کې غونډه کړې وه.

د ازادۍ راډیو د خبریال په وینا د ازبکستان خلک د عرب پسرلي هڅولي دي.

د عرپ پسرلي د سوله ییز پاڅون کې په مصر او تونس کې د مظاهرو له لارې حکومتونه بدل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یونان او ترکیې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی

د عکس ښي لور ته د یونان صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د عکس ښي لور ته د یونان صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

یونان او ترکیې پرون په خپلو اړیکو کې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېرو شپږو کلونو کې د لومړي وار لپاره آتن ته سفر وکړ.

اردوغان د یونان له صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د دواړو لوریو ترمنځ داسې ستونزه نه شته، چې د حل وړ نه وي.

د ترکیې ولسمشر ویلي، دوی په خپلو اړیکو کې نوره پرمختیا او مثبت خوځښت غواړي.

د کډوالۍ، په اژه سمندرګي کې د انرژۍ د اکتشافاتو او ځمکنۍ بشپړتیا پر سر د دواړو لوریو ترمنځ له اوږدې مودې لانجې وې او اردوغان له ۲۰۱۷م کال راوروسته په لومړي ځل اتن ته په رسمي سفر ځي.

اردوغان وړاندې د اژه سمندرګي د حاکمیت د حق په باب د څه باندې سلو کلونو مخکې تړونونو په اړه شک څرګند کړی و.

د ترکیې او یونان جنګي الوتکو وخت ناوخت د دې سمندرګي پر لانجمن هوايي حریم په خپلو کې ځینې لانجې کولې.

امریکا په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت
د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا متحده ایالتونو په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل، دغه کسان او بنسټونه په یمن کې حوثي یاغیانو ته د ایراني تولیداتو د خرڅلاو له لارې د میلیونونو ډالرو د مالي مرستو د برابرولو مسوولیت لري.

نوي بندیزونه د متحده ایالاتو په قضايي حوزه کې د دې اشخاصو او ادارو ټولې شتمنۍ کنګلوي او په امریکا کې خلک له دوی سره له کاروباره منع کوي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي سلاکار پرون وویل متحده ایالات په دې باور دي چې د ایران سپاه پاسداران اسلامي ځواکونه په یمن کې له حوثي یاغیانو سره د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پلانولو کې مرسته کوي.

ایران په دې کې لاس لرل رد کړي دي.

پوتین له رییسي سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ستاینه کړې

د عکس ښي لور ته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر د روغبړ پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پرون په مسکو کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره په کتنه کې له تهران سره د مسکو د اړیکو ستاینه وکړه.

پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له پیل راهیسې، مسکو له تهران سره د خپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو هڅه کړې ده.

پوتین رییسي ته وویل، د دواړو هېوادونو اړیکې چې د لوېدیځ له خوا پرې سخت بندیزونه لګول شوي، په ښه توګه وده کوي.

له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ژورولو لپاره د روسیې د هڅو د یوې برخې په توګه، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۶مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په یو ورځني سفر هم تللی و.

هغه لومړی په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره وکتل.

وروسته یې په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

د اسلام اباد محکمې 'منظور پشتین' پولیسو ته سپارلی

منظور پشتین له دې مخکې په پېښور کې هم نیول شوی و. January 27, 2020
منظور پشتین له دې مخکې په پېښور کې هم نیول شوی و. January 27, 2020

د اسلام اباد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا 'پي ټي ایم' مشر منظور پشتین پرون د اوو ورځو په مخه پولیسو ته سپارلی دی.

پولیس به په دې موده کې له پشتین پلټنې کوي.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډسمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې نوموړی احتجاجي پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان و.

پر منظور پشتین تور پورې شوی چې د حکومت خلاف خبرې یې کړي او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په اصل کې پولیسو د پشتین په موټر څو ډزې وکړې او څو ځایه یې د هغه د نیولو هڅې کولې.

اوکراین سره د جاپان یو میلیارد ډالره مرسته؛ زیلینسکي ترې مننه کړې او دا مرسته یې اغېزمنه بللې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له جاپانه مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د یو میلیارد ډالرو اضافي مرستو ژمنه کړې ده.

زیلینسکي وویل چې د جاپان مرسته به د دوی لپاره د 'پام وړ اغېزمنه' تمامه شي.

دا یواځې څو ساعته وروسته له هغه پېښ شول چې د امریکا سنا جرګې له اوکراین سره د شاوخوا ۶۰میلیارد ډالرو د مرستې په پار د سپينې ماڼۍ غوښتنه رد کړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن له سنا جرګې غوښتي وو چې ژر له اوکراین سره د پوځي مرستو په هدف د سپينې ماڼۍ غوښتنه تصویب کړي ځکه د ده په خبره که د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین برلاسی شي نو د اوکراین ډېرې ځمکې به ونیسي.

اوکراین له روسیې سره د جګړې یو بل اوږد ژمی په مخ کې لري.

د ژمي پر مهال اندېښنه ده چې د اوکراین اکثر تاسیسات له هغې ډلې د تودوخې او برښنا رسولو مرکزونو هدف ګرځي چې له امله یې میلیونونه اوکراینیان له تودوخې او برښنا محرومیږي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین غیر موجه یرغل پیل کړ چې تر دې دمه روان دی.

په جرمني کې د رېلګاډو چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی

ارشیف: په جرمني کې رېلګاډو یو تمځی
ارشیف: په جرمني کې رېلګاډو یو تمځی

په جرمني کې د رېلګاډو چلوونکو له تېرې شپې د ۲۴ ساعتونو لپاره کاري اعتصاب پیل کړی دی.

له دې سره په دغه هېواد کې اوږده سفرونه او د سیمو ترمنځ تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.

دا تر یوې میاشتې لږه موده کېږي چې په جرمني کې د معاشونو پر سر د جنجال له کبله د رېګاډو چلوونکي کاري اعتصاب کوي.

تازه اعتصاب پر ځايي وخت تېره شپه لس بجې نافذ شو چې د نن جمعې ورځې د شپې تر لسو بجو به دوام کوي او اټکل کېږي چې د رېلګاډو په زرګونو سفرونه به لغوه شي.

د رېلګاډو چلوونکي، چې د نومبر میاشتې په نیمايي کې یې هم اعتصاب کړی و، غواړي چې کاري ساعتونو یې کم او امتیازونه یې زیات شي، خو تر اوسه په دې باب خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

پنټاګون: امریکا د غزې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې له سره پیل کړي

ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، امریکا د غزې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې له سره پیل کړي دي.

د دې کار هدف د هغو یرغمل شویو کسانو لټول دي چې د افراطي ډلې حماس په توقیف کې دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د لنډمهاله اوربند پر مهال د دغو بې پیلوټه الوتکو الوتنې بندې شوې وې.

د پنټاګون یوې ویاندې لیزا لارنس پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د یرغمل شویو د لټولو لپاره امریکا د غزې پر فضا د دغو الوتکو الوتنې بیا پیل کړي دي.

هغې ویلي چې امریکا د یرغمل شویو د موندنې لپاره د خپل شریک اسراییل مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.

د لنډمهاله اوربند پر مهال ځینې یرغمل شوي کسان، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شول.

بریتانیا د بیا مېشتولو له حقه ځینو محروم شویو پخوانیو افغان ځواکونو سره مرسته کوي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون ژمنه وکړه چې د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو له ځینو هغو غړو سره به مرسته وکړي چې په بریتانیا کې د بیا مېشتولو له حق محروم شوي دي.

د بریتانیا د فورسیس ډاټ نیټ په نوم بریتانوۍ خپرونې پرون راپور ورکړی چې د افغانستان د پخواني ځانګړي ځواک، د شاوخوا سلو تقاضاکوونکو درخواستونه رد شوي دي.

کامرون ویلي، په ځانګړي ډول به د دغو پخوانیو افغان پوځیانو مواردو ته کتنه وکړي چې وګوري له هغوی سره د مرستې لپاره څه کولی شي.

په راپور کې ویل شوي چې ګومان کېږي د دغو افغان پوځیانو قطعات د برتانوي ځواکونو له ایجاد، روزل شوي او تمویل شوي وو.

د چین او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۱۸.۲میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د روسیې او چین بیرغونه
د روسیې او چین بیرغونه

د چین د ګمرکونو د پرونیو معلوماتو له مخې له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې د چین او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۱۸ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

له دې سره هغه هدف تر ټاکلي وخت یو کال مخکې ترلاسه شوی چې دواړو هېوادونو په ۲۰۱۹م کال کې ټاکلی و.

چین او روسیې په ۲۰۱۹م کال کې موافقه وکړه چې خپل تجارت به په ۲۰۱۸م کال کې له ۱۰۷ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۴م کال کې ۲۰۰ میلیارد ډالرو ته زیاتوي.

د چین د ګمرکونو د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو کې یوولسو میاشتو کې د دوه اړخیز تجارت ارزښت د ۲۰۲۲م کال د ټول کال پرتله زیات شوی او دې ته زمینه برابره شوه چې چین او روسیه په ۲۰۲۳م کال کې د دوه اړخیز تجارت د نوي ریکارډ شاهد وي.

چین چې د نړۍ په سطحه دویم لوی اقتصادي ځواک دی، د روسیې لپاره چې په اوکراین کې د جګړې له کبله د لوېدیځ له بندیزونو سره مخامخه ده، د اقتصادي ژغورنې د یوازېنۍ لارې په توګه څرګند شوی دی.

د غزې اوسېدونکي: د اسراییلو پوځ په رفح دوه ځلې هوايي برید وکړ

په غزه د اسراییلو د بمباریو یو انځور
په غزه د اسراییلو د بمباریو یو انځور

د غزې اوسېدونکي وايي، د اسراییلو پوځ تېره شپه د دې تړانګې په جنوبي ښار رفح دوه ځلې هوايي برید وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د کلابندې غزې په ټول قلمرو کې هېڅ خوندي ځای هم نه دی پاتې.

د غزې د دوهم لوی ښار خان یونس په مرکز کې هم د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

اسراییلي ځواکونو د غزې په جنوبي برخه کې هوايي حملې او ځمکني عملیات پراخ کړي چې په نتیجه کې یې لسګونه زره فلسطینیان بې‌ځایه شوي او په دې سیمه کې بشري حالت چې پخوا هم ډېر ښه نه و، نور هم ترینګلی شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG