د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د کابل ښار د پاک او سمسور ساتلولو په موخه د عامه پوهاوي یو کمپاین پیل شو


کابل ښاروال محمد یونس نو اندېش
کابل ښاروال محمد یونس نو اندېش
په دې کمپاین کې ښاروالۍ دعامه پوهاوي وسایل مجلې، معلوماتي پاڼې، کتابونه دکابل ښار۲۲ ښوونځیو په ځینو ماشومانو وویشلې.

په همدې حال کې ښاروالۍ له کابل ښاریانو وغوښتل چې دښار په پاک ساتنه او سمسورتیا کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.


کابل ښاروالۍ د ښارد پاک ساتنې او سمسورتیا دا کمپاین د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې په مالي مرسته پیل کړی دی.

دغې ادارې خپل کمپاین د کابل ښار په ځینو ښوونځیو کې پرزده کوونکو باندې د کتابونو، مجلواومعلوماتي پاڼو په ویشلو سره پیل کړي.

کابل ښاروال محمد یونس نواندیش د سې شنبې په ورځ د دې کمپاین د پرانستلو په ورځ ازادۍ راډیوته وویل؛ چې ښاروالۍ دغه پروګرام په ښاریانو کې د ښاري فرهنګ د ځواکمن کولو په هدف پلان کړی.

″په دغه شکل زه ډاډمن یم، کله چې ماشومان خپل کتاب کورته یوسي، هغه پیغام چې په دې کتاب باندې لیکل شوی، دی یې لولي، بلکې لویانوته هم لیږدوي، زه فکر کوم چې دغه پروګرام به د ښاري فرهنګ د پراختیا اوځواکمن کېدولپاره زیات ګټه ور وي.″

‌په هم دې حال کې یوشمېر کابل ښاریان د ښاروالۍ دغه اقدام ستایي ،خو وايي چې یادې ښاروالۍ دڅوکالو په اوږدوکې داسې د پام وړ کار ندې کړی، چې د کابل ښارپه پاک ساتنه کې مرسته وکړي.

یوشمېر کابل ښاریانو ازادي راډیو ته وویل:

″دوه کاله کیږي، چې کابل ښاروال د ښار د سرسبزه کولو چغې وهي، ولې ښار د پخوا په پرتله څو وارې خراب شوی دی، یوځای جوړه وي بل یې خرابیږي هیڅ به جوړ نه شي ځکه خلک مرسته نه کوي.

هرڅو چې دخپل کور مخه پاکه کړي کثافات بې ځایه وانه چوي ،خپل ټول کور اوهمدارنګه دباندې سړک غاړې پاکې کړي ښار خپله پاک دی.″


‌کابل ښار دټول افغانستان په کچه یو ګڼ میشتې ښار دي، چې اوس مهال پکې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي ژوند کوي.

د نفوس زیاتې او د ښار صفایی ته د جدي پاملرنې نه موجودیت ددې سبب شوې، چې ددې ښار هوا او چاپیریال تر دې حده ککړ شي، چې ان د روغتیایی ادارو له خوا یی په اړه خبردارې ورکړلې شو.
XS
SM
MD
LG