د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

"ټول افغانستان کې د نوید په نوم پوځي عملیات پیل شول"


د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د نوید په نوم د پوځي عملیاتو ډیر تمرکز به د هېواد په سرحدي سیمو وي، څو د وسله والو مخالفینو د فعالیت مخنیوی وشي.

د دفاع وزارت ویاند وايي، دغه عملیات چې د 18 میاشتو لپاره پلان شوي، ټول افغان ځواکونه په کې ونډه لري، خو لارښوونه او مشري یې د ملي پوځ له خوا کېږي.

جنرال ظاهر عظمي د چهار شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، له سیمو څخه د وسله والو مخالفینو ایستل او افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو د بهیر د زمینې برابرول د دغو عملیاتو له هدفونو څخه دي:

“عملیات د 18 میاشتو لپاره پلان شوي، چې سر له ننه په ټول هېواد کې پیلیږي، د عملیاتو هدف د حکومت دارۍ او امنیت په برخه کې چې موږ لاسته راوړني درلودې، د ډیرو سیمو پاکوالۍ او د پاکو سوو سیمو امنیت ساتل او په کلو کې د سولي او امنیت پرمختګ دی.

د لویو لارو امنیت ساتل، په ځانګړي ډول د مهمو لوجیسټکې او اکمالاتي لارو، د امنیت سپارلو بهیر ته اسانتیاوي برابرول او همدارنګه ډیر تمرکز د سرحدونو پر ساتلو او تګ راتګ باندې دی.”

ده ونه ویل، چې په دغو پوځي عملیاتو کې په څومره شمېر کې افغان سرتیري برخه لري.

د دفاع وزارت وایي، چې د نوید عملیاتو تر څنګ اوس مهال د افغانستان په بېلا بیلو ولایتونو کې 13 نور عملیات هم د افغان ځواکونو په مشرۍ روان دي.

ظاهرعظیمي وویل، په هېواد کې د ځانګړو پوځي عملیاتو د افغاني کېدلو راهیسي افغان پوځ 119 عملیات په بېلابېلو سیمو کې کړي دي.

ده وویل، چې په دغو عملیاتو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو او بهرنیو ترهګرو شبکو یو شمېر قومندانان او نور کسان وژل شوي او نیول شوي دي:

“له هغه وخت چې زموږ او د امریکا متحده ایالتونو تر منځ تړون لاسلیک شو او د ځانګړو عملیاتو مسوولیت د افغانستان ملي اردو ته وسپارل شو، تر اوسه د ملي اردو په مشرتوب 119 ځانګړي عملیات شوي.

یو شمېر ولسوالان، قوماندانان، یو شمېر ماین جوړوونکې، د القاعده او د ازبکستان د اسلامي تحریک ځیني غړي وژل شوي، ټپي شوي او یا نیول شوي دي.”

په افغانستان کې د ځانګړو پوځي عملیاتو د افغاني کېدلو هوکړه لیک د روان کال د وري میاشتي په لومړیو کې د افغانستان د دفاع د وزیر جنرال عبدالرحیم وردک او د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن له خوا لاسلیک شو.

ځانګړي پوځي عملیات چې پخوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا کېدل افغان حکومت د دغو عملیاتو د افغاني کېدلو غوښتنه وکړه او له امریکا سره د سټراټیژیک تړون د لاسلیکولو یو شرط بللی وو.

د افغان حکومت او امریکا ترمنځ پر دې موضوع هوکړي د دواړو هیوادونو تر منځ د سټراټیژیک تړون له لاسلیک سره هم مرسته وکړه.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG