د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۴

نړۍ

روسيي د میزایلو د دفاعي سیستم پر وړاندې خپل پر مخالفت ټینګار کړی

د روسيي ولسمشر د متحده ایالاتو په مشرۍ د میزایلو د دفاعي سیستم پر وړاندې د خپل هېواد پر مخالفت ټینګار کړی دی.

په مکسیکو کې د جي شل هېوادونو سرمشریزې ته په څرګندونو کې ولادمیر پوتین وویل، د دې موضوع د پرمختګ یوازینۍ حل دا دی چې امریکا ،اروپا او روسیه په ګډه توګه دغه دفاعي سیستم ولري.

نوموړي وویل، د امریکا د ولسمشر په توګه د باراک اوباما له بیا انتخاب سره به هم دا لانجه حل نشي.

خو متحده ایالات ټینګار کوي چې په اروپا کې د میزایلو ددفاعي سیستم نصبول د ایران لخوا د بالقوه ګواښ لپاره دی او دا روسيي ته کوم خطر نه متوجه کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان لاریونونه کوي

د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي.

په فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان غواړي نن او سبا لاریونونه وکړي.

دا لاریونونه د هغه حکومت ضد غورځنګ د رامنځته کېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت ترسره کېږي چې یو کال مخکې په فرانسه کې راپورته شو.

د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د تاوتریخوالي او وارنکارۍ په صورت کې به مداخله وکړي.

یوې مخکښې اعتراض کوونکې پریشلا لوډوسکي ویلي د پلازمېنې پاریس په بېلابېلو برخو کې به دا لاریونونه ترسره شي.

په فرانسه کې د زیړ واسکټو اعتراضونه د 2018 میلادي کال په اکټوبر کې د تېلو د مالیې پر لوړېدو په پاریس کې پراخ لاریون پیل شو چې تقریباً 300 زره کسانو په کې ګډون کړی و.

دې اعتراضونو دوام وکړ خو وروسته یې ګډوانوال کم وو.

د ایران په اعتراضونو کې یو کس وژل شوی

د حکومت د دې اعلان پر ضد د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلکو مظاهرې پېل کړې دي.

د رپوټونو پر اساس، په ایران کې د دګاز د نرخ او تېلو د نرخ د لوړېدو پر ضد په اعتراضي مظاهرو کې یوتن وژل شوی دی.

د ایران د سیرجان ولایت والي، پرون د نوامبر په ۱۶مه، ویلي چې د یوه اعتراض کونکي د وژل کېدو شرایط لا نه دی څرګند شوی خو یو شمېر نور وګړي زخمیان شوي دي.

تردې وړاندې له ایرانه په رپوټونو کې وویل شول چې د سیرجان په ښار کې یو شمېر اعتراض کونکو د جمعې په ورځ هڅه کوله چې د تېلو یوې سترې زېرمې ته اور ور واچوي خو امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي هڅه کوله.

د ایران له نورو سیمو مشهد، اهواز او شیراز څخه هم د خلکو د اعتراضونو او د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب خبرونه خپاره شوي دي.

د ایران اقتصاد د امریکا د مالي بندیزونو له امله تر سخت فشار لاندی دی.

په داسې حالت کې بیا د ایران حکومت ویلي چې د تېلو او ګاز نرخ لوړوي.

د حکومت د دې اعلان پر ضد د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلکو مظاهرې پېل کړې دي.

مشکوکو اسلامپالو وسله والو کانګو کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي

د کانګو پوځ د اکټوبر په ۳۰مه، د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په همکارۍ د اسلامپالو وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړل.

مشکوکو اسلامپالو وسله والو د کانګو په ختيځ کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي.

سیمه ییزو چارواکو پرون، د نوامبر په ۱۶مه، وویل چې پېښه د جمعې په ماښام شوې ده.

د کانګو پوځ د اکټوبر په ۳۰مه، د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په همکارۍ د اسلامپالو وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړل.

د رپوټونو پر اساس، له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې د کانګو او یوګاندا ترمنځ په ځنلګي سیمو کې د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم وسله وال ملېشه فعالیت لري.

هغوی تېره اونۍ د پوځ د عملیاتو په ځواب کې پر ملکي وګړو حمله وکړه او ۴۰ تنه یې ووژل.

د کانګو حکومت د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو وسله وال په هغه هېواد کې د سلګونو ملکي وګړو په قتل تورونوي.

پاکستان کې چاودنې درې سرتیري وژلي

ارشیف

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یوې چاودنې درې سرتیري وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ضیا لانګو نن خبریالانو ته وویل، چې د لرې ځایه کنټرولیدونکې دا بم د کوټې ښار په کوچلاغ کې چول شوی دی.

د نوموړې په وینا بم په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و.

د دې پېښې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان بلوچستان ایالت کې پر سخت دریځو اسلامپالو ډلو سربېره بلوڅ بیلتونپالې هم د حکومت ضد فعالیتونه کوي.

د امریکا پخوانۍ سفیرې د ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېروونکي بللي

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیره ماري یوانویچ

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، ماري یوانویچ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېرونکي بللي دي.

ماریا یوانویچ پرون (د نومبر ۱۵مه) د کانګرس د استازو مجلس په خلاصه غونډه کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د امریکا په کانګرس کې د ولسمشر د استیضاح د امکان په اړه د تحقیقاتو لړۍ تېره اونۍ پېل شوه.

په اوکراین کې د امریکا مخکنۍ سفیرې وویل: "زه نه شم ویلی چې ولسمشر څه کول غواړي خو فکر کوم چې هدف یې ویرول دی."

هغې دا خبره د ولسمشر ټرمپ د پروني ټویټ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې ولیکل: "هرځای چې ماري یووانویچ ولاړه شي خرابي پېښېږي، هغې په سومالیا کې کار پېل کړ او وګورئ چې هلته څه پېښ شول؟"

ماري یانوویچ د امریکا یوه پخه دپلوماته ده .

ولسمشر ټرمپ هغه د روان میلادي کال په مې میاشت کې د اوکراین د سفارت له چوکۍ لرې کړه.

اوکراین د داعش ډلې مهم غړی نیولی 

براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی

د اوکراین د امنیت ادارې ویلي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې مهم غړی، براء شیشاني نیولی دی.

براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی.

هغه د اوکراین پلازمېنې، کیف ته نږدې نیول شوی دی.

دا معلومات د اوکراین استخباراتو ادارې پرون پر فېسبوک خپاره کړي دي.

د اوکراین داستخباراتو ادارې په بیان کې ویل شوي چې د براء شیشاني د نیولو لپاره په عملیاتو کې د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې او د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت ګډون درلود.

براء شیشاني د داعش د ډلې د بل مشر عمر الشیشاني چې د امریکا د دفاع وزارت د داعش د جنګ وزیر بلل، مرستیال و .

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې انټرنټ پاڼې پر ضد اقدام وکړ

ارشیف

د روسیې عدلیې وزارت پرون، د (نوامبر ۱۵مه) د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسیې دبرخې انټرنټي پاڼه د بهرنیو اېجنټانو په لست کې واچوله.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې وېب پاڼه د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې فعاله شوه.

د روسیې د عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پارلمان د کورنیو چارو د کمېټې د سلا پر اساس کړې ده.

د روسیې پارلمان په ۲۰۱۷ میلادي کې نوی قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت کولای شي چې بهرنۍ رسنۍ د خارجي اېجنټانو په لست کې شامل کړي او په دې ډول یې په روسیه کې د کار مخنیوی وکړي.

جرمني لسګونه اذربایجاني وګړي بیرته خپل هېواد ته استولي

د ازربایجان د کډوالو دولتي ادارې د جمعې په ورځ وویل، ۶۱ اذري وګړي له جرمني څخه په یوې چارټر شوې الوتکې کې بیرته باکو ته ستانه کړی شوي دي.

تر دې مخکې په جرمني کې د غیرې قانوني کډوالو د موندلو لپاره د پولیسو د چاپو راپورونه ورکړل شوي وو.

ددې ادارې په وینا دا ستنېدنه د اذربایجان او اروپايي ټولنې ترمنځ د بې اسنادو افرادو د بېرته منلو په اړه له شته هوکړې سره سمه ترسره شوې ده.

د اذربایجان د کډوالو دولتي اداره وايي، په ستنو شویو کسانو کې ۲۲ نارینه، ۱۸ ښځې او ۲۱ ماشومان دي.

د جرمني شپیګل مجلې د نومبر په ۱۳مه نېټه راپور ورکړ چې د جرمني پولیسو په یو لړ چاپو کې ګن اذربایجاني وګړي موندلې چې ویل کیږي په قاچاقي توګه جرمني ته وروړل شوي.

د پاکستان په سند ایالت کې د تندر پرېوتو ۲۷ کسان وژلي

ارشیف

د پاکستان په جنوبي صحرايي سیمه کې تېره شپه د سختو بارانونو وریدو او د تندورونو پرېوتو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي.

د سند د ایالتي حکومت ویاند سید غني ویلي، چارواکو په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی او د سند ایالت تهر دښتې ته یې ژغورونکې ډلې استولي دي.

د سید غني په وینا په روغتونونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هغو لسګونو کسانو درملنه شوې چې د تندرونو او په ځینو ځایونو کې د ودانیو د پرېوتو له کبله ټپیان شوې وو.

د ایدهي په نوم د یوه خیریه بنسټ ویاند انور کاظمي ویلي، په داسې حال کې چې ژغورنکي لرې پرتو کلیو ته رسیدلي، د وژل شویو د شمېر د زیاتېدو اندېښنه شته.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تندرونو د پرېوتو او ورپسې په اغېزمنه شوې سیمه کې اورلګېدونو سلګونه څاروي هم وژلي دي.

ګرجستان کې خلکو د پارلمان د پرېکړې پرضد اعتراض وکړ

معترضانو په تېر دوبي کې د انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

زرګونو کسانو پرون د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د پارلمان د هغې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړ چې د انتخاباتو په قانون کې یې د اصلاحاتو وړاندیز رد کړ.

د انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه معترضانو په دوبي کې کړې وه، خو وکیلانو پرون د نومبر په ۱۴مه په اساسي قانون کې د متناسب انتخاباتي سیسټم طرحې ته د اړتیا وړ ۱۱۳ رایې ورنه کړې او په دې توګه یې رد کړه.

د اپوزیسیون پلویان او فعالان وروسته په تبلیسي کې د پارلمان مخې ته راټول شول، د ښار عمومي لاره یې بنده کړه او د حکومت د استعفی او د نویو پارلماني انتخاباتو غوښتنه یې وکړه.

پولیسو قهرجن مظاهره چیان هغه مهال په ربړي ګولیو وویشتل او اوبه یې پرې وشیندلې چې هغوی پارلمان ته د ننوتو هڅه وکړه او په دې ترڅ کې له ۲۴۰ زیات کسان ټپیان شول.

کلیفورنیا کې د ښوونځي دوه زده کوونکي په ډزو ووژل شول

په دې ډزو مشکوک زده کوونکی چې ټپی دی، نیول شوی او ډاکټران وايي چې حالت یې نازک دی.

یوه شپاړس کلن هلک پرون د امریکا متحده ایالتونو په کلیفورنیا کې په یوه لېسه کې دوه زده کوونکي په ډزو ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

چارواکي وايي، دا پېښه پرون په سانتا کلاریتا ښارګوټي کې د درسي ساعت له پیلېدو څو دقیقې مخکې رامنځته شوه.

په دې ډزو مشکوک زده کوونکی چې ټپی دی، نیول شوی او ډاکټران وايي چې حالت یې نازک دی.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او یو ۱۴ کلن هلک چې په دې ډزو کې ټپي شوي وو، وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. دوه نجونې چې یوه یې ۱۵ کلنه او بله ۱۴ کلنه ده او یو ۱۶ کلن هلک په ډزو کې ټپیان شوي دي.

ولادیمیر پوتین: ډونالد ټرمپ سره د لیدو پلان نه لرم

روسیې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته بلنه ورکړې چې راتلونکی مې په نهمه پر فاشیزم د بریا کلیزې په مناسبت مسکو کې په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره د لیدو هېڅ کوم پلان نه لري، خو هیله مند دی چې د امریکا ولسمشر پر فاشیزم د بري کلیزې په مناسبت راتلونکی کال مسکو ته سفر وکړي.

پوتین په یوه خبري غونډه کې د فاشیزم پرضد د امریکا ونډه د پام وړ وبلله او ویې ویل، د مې نهمې بریا د نمانځنې په مناسبت غونډه کې د ټرمپ ګډون مناسب کار دی.

ښاغلي پوتین زیاته کړه: "فکر کوم د هغه هېواد د مشر راتګ به ډېر پرځای او مناسب کار وي چې د نازیزم پرضد جګړه کې یې د پام وړ برخه اخیستې. که څه هم دا زموږ کار نه دی، که د امریکا ولسمشر دلته راشي، موږ به حتما په مسکو کې سره وګورو او خبرې به وکړو."

پوتین په داسې حال کې ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکوي چې له روسیې سره د امریکا او د هغه د متحدانو اړیکې د اوکراین او سوریې د کړکېچونو او یو لړ نورو مسایلو له کبله ترینګلې دي.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل چې پر فاشیزم د بریا د کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره د پوتین د بلنې په اړه غور کوي، خو ده زیاته کړه چې دا مناسبت له یو مهم سیاسي فصل سره هم مهاله دی او ځکه ډاډه نه دی چې ګډون به په کې وکړي.

روسیې د سوریې هغه ښار کې د هلیکوپټرو بېس جوړ کړی چې امریکایان ترې ووتل

آرشیف

روسیې نن د نومبر په ۱۴مه اعلان وکړ چې د سوریې په شمال ختیځ کې یې په هغه ښار کې د هلیکوپټرو بیس جوړ کړی چې تېره میاشت امریکایې سرتېري ترې ووتل. دا ښار قمیشلي نومیږي.

زویزدا ټلویزیوني چینل چې د روسیې د دفاع وزارت اړوند دی، د پوځي هلیکوپټرو انځورونه خپاره کړي چې دغه مرکز ته رسیدلي دي.

دا مرکز د پانڅیر په نوم له ځمکې څخه هوا ته په ویشتونکو توغندویي سیستمونو باندې ساتل کیږي.

په رسېدلو هلیکوپټرو کې دوه ام‌ای-۳۵ ډوله جنګي او یوه ام‌ای-۸ ډوله پوځي ترانسپورتي هلیکوپټره ده.

د دغه ټلویزیون یوه نطاق دا یوه تاریخي شېبه وبلله او ویې ویل: "سر له همدې ورځې به زموږ د هوایې چلند ډلې په دایمي توګه د قمیشلي ښار په هوایې ډګر کې عملیات کوي."

روسیې تر دې وړاندې د سوریې او ترکیې ترمنځ پولو ته نزدې سیمو کې په پوځي هلیکوپټرو ګزمې پیل کړې، ترڅو په سیمه کې روسي پولیس خوندي کړي.

عراق کې حکومت ضد اعتراضونه؛ څلور کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

دا مرګ ژوبله د تحریر څلورلاري ته نژدې په خیلاني سیمه کې رامنځته شوې، هغه ځای چې له اوونیو راهیسې د اعتراضونو شاهد دی.

عراقي چارواکي وایې، په پلازمېنه بغداد کې د امنیتي ځواکونو او حکومت ضد مظاهره کوونکو ترمنځ نښتو کې نن څلور تنه وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

دا خبره روغتیایي او امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط کړې ده.

دا مرګ ژوبله د تحریر څلورلاري ته نژدې په خیلاني سیمه کې رامنځته شوې، هغه ځای چې له اوونیو راهیسې د اعتراضونو شاهد دی.

دغه اعتراضونه تر ډېره په پلازمېنه بغداد او نورو جنوبي شیعه مېشتو سیمو کې شوي دي.

د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه چې لسګونو زرو کسانو دا اعتراضونه پیل کړل، تراوسه لږ تر لږه ۳۲۰ تنه وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

مظاهره کوونکي پر پراخو درغلیو، بیکارۍ او د حکومت له خوا پر کمزورو لومړنیو خدماتو انتقاد لري.

ټرمپ د ترکیې له خوا د روسي اس-۴۰۰ توغندويي دفاعي سیسټم پېرل جدي ستونزه وبلله

ټرمپ او اردوغان په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې، د ترکیې له خوا د روسې "اس ۴۰۰" د توغندیو دفاعي سیستم پیرل یوه جدي ستونزه رامنځته کوي او هیله یې وښوده چې دا ستونزه هواره شي.

ولسمشر ټرمپ پرون (نومبر ۱۳مه) له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د لیدو پر مهال دا موضوع یاده کړه. ښاغلي ټرمپ دا لیدنه ډېره عالي او رغوونکې وبلله.

د ترکیې او امریکا ولسمشران داسې مهال په واشنګټن کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو اړیکي چې پخوا ښې وې، اوس ترینګلې شوې دي.

دا اړیکي هغه مهال لا خرابي شوې چې انقرې د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر وړاندي پراخ پوځي عملیات پیل کړل. امریکا په سوریه کې د کرد ملېشو ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ هغه مهال له خپل ترکي سیال څخه په یوه غیرډیپلوماتیک لیک کې غوښتي وو چې د ډېرې وینې توییدنې مخه ونیسي.

واشنګټن وایې اس ۴۰۰ توغندویې دفاعي سیستم د ناټو د دفاعي وسایلو سره مطابقت نه لري.

د ترکیې ولسمشر هم د اس ۴۰۰ راکټونو د پېرلو موضوع د هواري لپاره له امریکا سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې انقره چمتو ده امریکایې پټرویټ راکټونه هم وپیري، خو که مطلوب شرایط ورته وړاندې شي.

سلواکیا کې د موټرو ټکر کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۲۰ ټپیان دي

ارشیف

د سلواکیا په لوېدیځ کې د یوې بار وړونکې لارۍ او د مسافر وړونکي بس په ټکر کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ نور زخمیان شوي دي.

په سلواکیا کې د اوروژنې ادارې ویاندې کترینا کریزانووا ویلي چې دا پېښه پرون د نومبر په ۱۳مه، د هغه هېواد د پلازمېنې، براتیسلاوا ختيځ لور ته شوې ده.

هغې د سلواکیا سلوېنسکا راډیو ته ویلي، "په دې پېښه کې موږ ته د ۱۳ کسانو د وژل کېدو او د ۲۰ کسانو د زخمي کېدو معلومات رارسېدلي دي، خو ممکن د قربانیانو شمېر تر دې زیات وي."

د پېښې علت او د قربانیانو هویت نه‌دی څرګند شوی.​

د پاکستان اپوزېسیون د حکومت د پرځولو لپاره 'بي' پلان اعلان کړ

پاکستان کې د اپوزېسیون حکومت ضد مظاهره

په پاکستان کې د عمران خان د حکومت مخالفو اعتراض کوونکو پرون (چهارشنبه) اعلان وکړ چې د پلازمېنې اسلام‌اباد په لویه لار کې د دوو اوونیو اعتراضي پلتۍ پای ته رسوي، خو د هېواد نورې لارې بندوي.

دا اعتراضونه د ازادۍ د مارش په نوم د اکټوبر له ۲۷ څخه د کراچۍ له جنوبي ښاره د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن په لارښوونه پیل شول.

دوی د صدراعظم عمران خان حکومت په انتخاباتو کې په درغلۍ او د هېواد د اقتصاد په خرابولو تورنوي، خو حکومت د دوی تورونه ردوي.

پرون مولانا فضل‌الرحمن خپلو پلویانو ته وویل چې خپلو کورونو ته لاړ شي او بي (B) پلان پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې اعتراض کوونکي د پاکستان په لویو لارو کې پلتۍ ووهي او د تګ راتګ مخه ونیسي.

ټرمپ له اردوغان سره ولیدل

(ښی-کیڼ) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ پرون چهارشنبه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي.

په وروستیو کلونو کې د دواړو اړیکې ترینګلې شوې دي.

خو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د رجب طیب اردوغان تود هرکلی وکړ.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په دې کتنه کې به پر دوو مهمو مسئلو چې د واشنګټن او انقرې اړیکې یې کړکېچنې کړې دي، بحث وشي چې یوه‌یې د سوریې په شمال کې د کردانو پر سیمو د ترک ځواکونو حمله او بله‌یې له روسیې د دفاعي سیستمونو اخیستل دي.

ترکیې د روان کال په دوبي کې د روسیې «اس-۴۰۰» توغندويي دفاعي سیستم تر لاسه کړ.

واشنګټن له دې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې د توغندويي ضد دفاعي سیستم له هغو سیستمونو سره اړخ نه‌لګوي چې د ناټو غړي هېوادونه‌یې لري.

روسیه کې یوه محصل پر نورو محصلانو ډزو کې یو تن وژلی درې ټپیان کړي

د روسیې د امور سیمې په مرکز بلاګوفیشچینسک (Blagoveshchensk) ښار کې نن (پنجشنبه) د یوه محصل له لوري په ډزو یو تن ووژل شو او درې نور ژوبل شول.

تاس خبري اژانس او نورې سیمه‌ییزې خبري رسنۍ وايي، ژوبل شوي کسان چې عمرونه‌یې ۱۷، ۱۹ او ۲۰ کلن دي، روغتون ته رسول شوي او د دوو جراحي عملیات شوي دي.

راپورونه وايي، کله چې پولیس امور (Amur) پوهنتون ته ورسېدل، وسله‌وال حمله کوونکي له دوهم پوړ څخه پرې ډزې وکړې.

حمله کوونکی د پولیسو په ځوابي ډزو ووژل شول.

غزه کې د اسرائیلو هوايي برید دوه فلسطینیان وژلي

اسرائیلو پرون د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې یو لوړپوړی قوماندان په غزه کې وواژه.

په غزه کې د اسرائیلو په نویو هوایي بریدونو کې چې نن سهار (نومبر ۱۳مه) شوي، دوه نور فلسطینیان وژل شوي.

په دې سره پر فلسیطنیانو د اسرائیل د دوو ورځنیو بریدونو د تلفاتو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

فلسطیني ملېشو په متقابل اقدام کې نن لا ډېر توغندي پر اسرائیل ویشتلي، خو د اسرائیل له لوري د مرګ ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دا بریدونه وروسته له هغه پیل شوي چې اسرائیلو پرون د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې یو لوړپوړی قوماندان په غزه کې وواژه.

اسرائیل وایي بها ابوالعطا پر اسرائیل د څو بریدونو په پلان کې ښکېل وو او د لا نورو بریدونو نیت‌یې هم درلود.​

شمالي وزیرستان کې چاودنې ۳ پاکستاني پوځیان وژلي

ارشیف

افغان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان قبایلي ولسوالۍ کې چارواکي وايي چې پر پاکستانیو پوځیانو بمي چاودنې دوی ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د سې شنبې په ورځ ناوخته په دې اړه رسنیو ته په ورلېږلي بیان کې ویلي: "په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر بمي چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۳ پوځیان په‌کې وژل شوي او ۱ په‌کې ټپي شوی دی."

بیان کاږي، د پوځیانو پر موټر هغه مهال چاودنه شوې چې په سیمه کې یې ګزمه کوله.

د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، امنیتي ځواکونه تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي، شااوخوا ځایونه‌یې محاصره کړي او تلاشي عملیات‌یې هم کړي دي.

شمالي وزیرستان کې افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې ویل کېږي یو مهال کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو مرکزونه وو چې بیا وروسته په‌کې پاکستاني پوځ پراخ پوځي عملیات وکړل.

په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو پر داسې مهال بریدونه زیات شوي چې د پاکستان پوځ ادعا کوي، په قبایلي سیمو کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال ترهګر او د هغوی مرکزونه له‌منځه وړي دي.

د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د تازه برید مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستی.

د ترکیې او امریکا ولسمشران واشنګټن کې سره ګوري

ارشیف

تمه ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

رجب طیب اردوغان پرون واشنګټن ته ولاړ.

د ترکیې ولسمشر تر دې مخکې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې واشنګټن ته تللی و چې بیا د ده ساتونکو د کردي مظاهره کوونکو پر یوې ډلې د ترکیې د سفیر کور ته نږدې حمله وکړه.

اردوغان په داسې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی چې د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو اړیکې چې له ۷۰ کلونو راهیسې ښې وې، کړکېچن شوې دي.

رجب طیب اردوغان واشنګټن ته تر تګ مخکې د دې سفر په اړه د دوشنبې په ورځ په انقره کې ویلي و چې دا سفر په داسې وخت کې کوي چې د ترکیې او د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې ښې نه‌دي.

کلېنټن د روسیې د نفوذ په اړه د بریتانیا حکومت په وروستۍ پرېکړه انتقاد وکړ

هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت دغه پرېکړه"نه توضيح کېدونکې او شرموونکې" هم وبلله.

د امريکا د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو کانديدې هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت پر وروستۍ پرېکړه انتقاد وکړ.

د بريتانيا حکومت پرېکړه کړې چې د دغه هېواد پر سياستونو د روسيې د نفوذ په اړه پارلماني راپور به نه‌خپروي.

خو هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت دغه پرېکړه "نه توضيح کېدونکې او شرموونکې" وبلله.

مېرمن کلېنټن چې د امريکا د جمهوري رياست د ٢٠١٦م کال په ټاکنو کې بريالۍ نه‌شوه، دا څرګندونې پرون په يوه مرکه کې کړې دي.

هغې ويلي، د بريتانيا ولس اړتيا لري چې د ډسېمبر پر ١٢مه په عمومي ټاکنو کې تر برخې اخيستو مخکې، د پارلمان د استخباراتي او امنيتي کمېټې پر موندنو پوه شي.

د مېرمن کلېنټن دا تبصره په داسې حال کې خپرېږي چې د بريتانيا د اپوزېسيون کارګر ګوند ويلي چې پر دوى دوه انټرنټي حملې شوې دي.

په پام کې وه د بريتانيا د پارلمان راپور د امنيتي ادارو له‌خوا خپور شي، خو د صدراعظم بورېس جانسون دفتر يې په عامه خپرېدل تصويب نه‌کړل.

حکومت ويلي، د ملي امنيت ملحوظاتو ته په پام سره دغه راپور نور وخت اړتيا لري چې تر خپرېدو مخکې بيا وکتل شي.

بلاروس له اروپايي ټولنې سره د نږدې اړيکو غوښتنه وکړه

الکساندر لوکاشينکا له ٢٥ کلونو راهيسې پر بلاروس واکمني کوي.

د بلاروس ولسمشر د خپل هېواد د بشري حقونو د سابقې دفاع وکړه او له اروپايي ټولنې سره‌يې د نږدې اړيکو غوښتنه وکړه.

السکاندر لوکاشينکا دغه څرګندونې پرون په ويانا کې د اتريش له ولسمشر الکساندر وان دي بيلين سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

لوکاشينکا وويل: "په بلاروس کې مو د بشري حقونو په اړه کوم شى نه‌دى خوښ؟، هلته د ژوند حق شته، دا عمده حق دى چې هلته‌يې خلک لري، خلک د کار حق لري، هر انسان بايد په خپل وطن کې د کار د چانس تضمين ولري، که دوى د کار لپاره اتريش، پولنډ يا بل هېواد ته هم ځي (دا حق هم لري)."

دا په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې تر ايټاليا وروسته د اروپايي ټولنې يوه غړي هېواد ته د لوکاشينکا لومړى سفر دى.

انتقاد کوونکي د مستبد ولسمشر لوکاشينکا پر حکومت انتقاد کوي چې د سياسي مخالفت او ازادو مطبوعاتو په برخه کې لږ زغم لري.

الکساندر لوکاشينکا له ٢٥ کلونو راهيسې پر بلاروس واکمني کوي.

د بشري وضعيت د خرابې سابقې او غير منصفانه ټاکنو له کبله د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې پر بلاروس بنديزونه لګولي دي.

خو بلاروس او غرب په وروستيو کې هڅه کړې چې په دغه هېواد کې د روسيې نفوذ کم او خپلې اړيکې ورغوي.

جرمني د اسلامي دولت افراطي ډلې درې شکمن ملاتړي نیولي

شک کېږي چې دغو کسانو پر غير مسلمانانو د بمي حملې لپاره چمتووالى نيوه.

د جرمني چارواکو درې کسان چې ادعا کېږي د اسلامي دولت افراطي ډلې ملاتړي به وي، نيولي دي.

شک کېږي چې دغو کسانو پر غير مسلمانانو د بمي حملې لپاره چمتووالى نيوه.

په فرانکفورت کې څارنوالانو پرون سې شنبه وويل، افنباخ ښار ته څېرمه‌يې درې اپارتمانونه تلاشي کړي او دغه درې سړي يې نيولي دي.

چارواکي وايي په نيول شويو کسانو کې ٢٤ کلن جرمنی وګړی هم شامل دى او ده داسې مواد ترلاسه کړي وو چې د منفجره وسايلو په جوړولو کې کارول کېږي.

دغه کس د دې تر څنګ په انټرنټ کې د وسلو په اړه هم وب‌سايټونه کتلي وو.

د هغه دوه نور مشکوک ملګري د ترکيې تابعيت لري چې يو يې ٢٢ کلن او بل ٢١ کلن دى.

د فرانکفورت څارنوالې ناديې نيسن ویلي، د يوه جدي خطر مخه پر وخت ونيول شوه.

د هغې په خبره دغو مشکوکو کسانو ظاهراً په راين ماين سيمه کې کومه حمله پلان کړې وه، ترڅو ممکنه ده ګڼ کسان چې د دوى په باور بې‌عقيدې دي، ووژني.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG