د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۵۹

افغانستان

ولسمشرکرزی: د افغانستان د ثبات د ودې په برخه کې دې نورې هڅې هم وشي

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د امن او ثبات د ټینګښت او اقتصادي ودې په برخه کې نورې هڅې کړي.

ښاغلي کرزي د اسیا د زړه کنفرانس ته چې پرون په کابل کې جوړ شو، په وینا کې وویل چې په اقتصادي او امنیتي برخو کې نوره همکاري به سیمه له تروریزم، بنسټ پالنې او تشدد څخه وژغوري.

افغان ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر به په هېواد کې د سولې په هڅو کې د سعودي عربستان او پاکستان د زیاتو مرستو د جلب په مقصد په نژدې راتلونکې کې دې دوو هېوادو ته ولاړ شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بخنښې نړیوال سازمان په افغانستان کې د معترضو ښځو د مجازاتو بندېدا غوښتې

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند انځور

د بخښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د هغه څه د بندېدو غوښتنه کړې چې د معترضو ښځو مجازات ښودل شوي دي.

دغه بنسټ پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته، معترضې ښځې د طالبانو د ظالمانه تګلارو له کبله په زوره ترۍ تم شوي، شکنجه شوي او بد چلند ورسره شوی دی.

په دوام کې ویل شويچې په دغو ښځو کې د بشري حقونو څلور مدافعانې پریسا ازاده، ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي شاملې دي چې د سپټمبر او نومبر میاشتو ترمنځ د طالبانو له خوا نیول شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، دغه څلور مېرمنې د توقیف پر مهال مدافع وکیل نه لري، په منظم ډول له خپلو کورنیو سره نه شي کتلی او شکنجه شوي، یا هم بد چلند ورسره شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې د بشري حقونو دغه مدافعانې سمدلاسه او له قید یا شرط پرته خوشې شي.

طالبانو د دغو څلورو فعالانو د نیولو خبر تایید یا رد کړی نه دی.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پرون وویل چې د خپلسرو نیونو د عواقبو په اړه سخته اندېښنه لري.

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له هند سره سیالي لري

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله

ټاکل شوې د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د کابل پر وخت د سهار لس بجې، د هندوستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

د افغانستان ټیم، چې تېره چهارشنبه متحده عرب اماراتو ته رسېدلې، د اسيايي جام سیالیو لپاره یې تمرینات کړي دي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په الف ګروپ کې شامل دی.

هغه زیاته کړه: "په دغو سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې دي چې په هغوی کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سریلانکا دایمي غړي دي. درې نور د کوالیفای له مخې ګروپ ته راغلي چې په هغوی کې خپله متحده عرب امارات، نیپال او جاپان شامل دي. افغانستان په اې ګروپ کې له پاکستان، هندوستان او نیپال سره ځای لري."

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به خپله دویمه سیالي راروانه یکشنبه د نیپال او سې شنبه د پاکستان په وړاندې وکړي.

که افغان لوبډله په خپل ګروپ کې دوې سیالۍ وګټي، د دغو مسابقو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.

یوناما د طالبانو لخوا د معترضو ښځو د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د طالبانو لخوا د معترضو ښځو د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د سپټمبر له نولسمې نېټې راهیسې د ښځو د حقونو څلور تنه فعالانې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

بیان زیاتوي چې چارواکي باید د دې مېرمنو د روغتیا، له خپلو کورنیو سره د لیدنې او قانوني استازولۍ حقونه خوندي کړي.

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د نظر او بیان آزادۍ ته د بشري حقونو له نړیوال تعهد سره سم درناوی وکړي.

راپورونه وايي چې څلور تنه فعالانې منیژه صدیقي، ژولیا پارسي، ندا پرواني او پریسا ازاده د طالبانو په بند کې دي، خو طالبانو تراوسه د دې مېرمنو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

دراني له وېسټ سره د افغانستان پر بېلابېلو مسئلو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ چې د سیمې څلورو هېوادونو ته یې سفر پیل کړی، نن په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

اصف دراني پر خپله ایکسپاڼه له ټام وېسټ سره د کتنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې دواړو خواوو د افغانستان پر بېلابېلو مسئلو خبرې کړي دي.

دراني همداراز ویلي چې ده او ټام وېسټ د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر زیاتېدا تینګار وکړ.

تر ده مخکې روانه اوونۍ دوه نور امریکايي چارواکي اسلام اباد ته لاړل چې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو په اړه خبرې وکړي چې ټاکل شوې ده امریکا ته ولېږدول شي.

وېسټ نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي وو چې سیمې ته یې د دوشنبې په ورځ سفر پيل کړی دی او د دې لس ورځني سفر په لړ کې به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته ولاړ شي.

ملګري ملتونه: پاکستان باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړي

له پاکستان ایستل شوي افغان کډوال په تورخم کې د ثبت او راجستر پر مهال. November 12, 2023
له پاکستان ایستل شوي افغان کډوال په تورخم کې د ثبت او راجستر پر مهال. November 12, 2023

ملګرو ملتونو په پاکستان کې د تروریزم د خطر او د کډوالو د حضور د نامستند ارتباط پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو متخصصانو پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې دوی په پاکستان کې د روان ۲۰۲۳ له پیله د کورونو د خاوندانو له لوري په زوره د افغانانو د ایستلو، د ماشومانو په شمول د افغانانو د نیونو او ایستلو راپورونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغو دوولس متخصصانو همداراز ویلي، دوی تاییدوي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو ته پناه ورکړې، خو باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړل شي.

د افغانستان په ۲۳۰ ولسوالیو کې ۴۵۰ نوي انتنونه جوړېږي

په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه
په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه

افغان ټیلکام شرکت وايي، د افغانستان په ۲۳۰ ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د پیاوړتیا لپاره ۴۵۰ نوي انتنونه یا برجونه جوړوي.

د دغو مخابراتي برجونو پر جوړولو به، چې په اتلس ولایتونو کې جوړېږي، یو اعشاریه ۸۹ میلیارد افغانۍ ولګول شي.

ډېر افغانان د مخابراتي شبکو د کیفیت له خرابوالي او د ټیلفوني مکالمو او انټرنېټ د بیې له لوړوالي شکایت کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د افغانستان د مخابراتي شبکو ډېر انتنونه الوځول شوي چې له کبله یې مخابراتي شبکو ډېر مالي تاوان کړی دی.

د نیوز ورځپاڼې ادعا: سراج‌الدین حقاني په غیرقانوني ډول د پاکستان پاسپورټ اخیستی

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني

پاکستانۍ ورځپاڼه، نیوز ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د اوسني سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په شمول لسګونه زره افغانانو په غیرقانوني ډول د پاکستان پاسپورټونه اخیستي دي.

نیوز نن په یوه راپور کې کښلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي چې له ۳۰ زره تر ۴۰ زره افغانانو د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې پاکستاني پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

ورځپاڼې، بې له دې چې د کوم چارواکي نوم وښيي، لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ورته ویلي سراج الدین حقاني هم په هغو افغانانو کې شامل دی چې تر وروستیو کلونو پورې یې په پاکستاني پاسپورټ سفرونه کول.

ورځپاڼه وايي، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره سراج الدین حقاني ته د ۵ کلونو لپاره د پاکستان پاسپورټ صادر شوی و او دوه پاکستاني مامورین، چې حقاني ته یې پاسپورټ ورکړی و، نیول شوي دي.

آیسلنډ افغانستان سره ۴۰ میلیونه آیسلنډي کرونا مرسته اعلان کړه

د آیسلنډ بیرع
د آیسلنډ بیرع

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د تنظیم د چارو ادارې، اوچا نن وویل، آیسلنډ د افغانستان لپاره د بشري مرستې له بسپنې سره د ۴۰ میلیونه آیسلنډي کرونا مرسته اعلان کړې ده.

اوچا همداراز وویل چې آیسلنډ د دې پیسو ترڅنګ له ۲۰۲۰ څخه تراوسه پورې د افغانستان د بشري مرستو بسپنې ته ۱۷۵ میلیون کرونا مرسته کړې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې اروپايي اتحادیې د افغانانو په خاطر د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف ته د ۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر ویلي چې ۲۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

آصف درانی: نیږدې ۴ نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د اکتوبر له پیله تراوسه پورې نژدې څلور نیم لکه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د نومبر تر لومړۍ پورې له دغه هېواده ووځي، ګنې په زور به یې وباسي.

اصف دراني پرون (چهارشنبې) په اسلام اباد کې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل، هغو کسانو ته ویل شوي چې له پاکستانه ووځي چې په پاکستان کې«غیرقانوني» اوسیدل او د مهاجرو حیثیت یې نه درلود.

ده په عین حال کې وویل چې په پاکستان کې ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اسناد لرونکي افغانان اوسي چې یو میلیون او ۴۰۰ زره یې کډوال دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په شمول ځینو چارواکو ویلي چې په بل پړاو کې به اسناد لرونکي کډوال هم له خپلې خاورې وباسي.

ریچارډ بینیټ له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د اندېښنې وړ وباله

د افغان کډوالو د پلټنې لپاره د پاکستاني ځواکونو د کور په کور عملیاتو یوه څنډه
د افغان کډوالو د پلټنې لپاره د پاکستاني ځواکونو د کور په کور عملیاتو یوه څنډه

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اندېښنه ښکاره کړه.

ښاغلي بینیټ پرون چهارشنبې په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دی او نور کارپوهان له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو د ساتنې لپاره حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې دوی له دغو افغان کډوالو سره د پاکستان اوسني چلند او په زوره یې افغانستان ته د استولو اړوند خطرونو ته اندېښمن دي.

بینیټ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نوموړي پرون په جنیواکې د ملګروملتونو له یو شمېر نورو کارپوهانو او ځانګړو راپور ورکونکو سره په غونډه کې له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر مسلې خبرې وکړې.

دوی خبرداری ورکړچې یو شمېر افغان کډوال به چې له پاکستانه په زوره ایستل کیږي اوافغانستان ته استول کیږي، په هغه هېواد کې د بشري حقونو له ګڼو خطرونو مخامخ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG