واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، په افغانستان کې د ″هیلو شعاوې″ تر سرلیک لاندې یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلې او د پیل په لیکو کې یې راغلي:
د افغانستان جګړه ډېره درنده او سخته ده. حتی کوم کسان چې د دې جګړې یا ماموریت ملاتړ کوي، هغوی هم باید ومني، چې دا ماموریت د توقع پر خلاف ډېر ورو او سخت حرکت کوي.
ورځپاڼه لیک، د اسامه بن لادن په وژل کیدو او له سیمې یا صحنې څخه د نورو القاعده مشرانو په لیرې کېدو سره هم، د دغه ماموریت اصلي انګېزه د ډېرو لپاره هڅوونکې نه ده.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالات باید خپله حوصله له لاسه ورنه کړي او دا ځکه، امریکا له افغانستان څخه د وتلو ستراتیژي لري او زیات شمېر ناټو عسکر به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له دي هېواد څخه ووځي. هیڅوک باید دا اندیښنه ونه لري، چې په کوم ګرداب کې به بند پاته کیږي.
واشنګټن ټایمز زیاتوي، دا چې د افغانستان ماموریت خپل هدفونه په خپل وخت نه دي تر لاسه کړي؛ د دې لپاره هم ډېر ښه دلایل شته. یو ساده او لومړنی دلیل یې دا دی، چې په افغانستان کې یې قدرت ته د طالبانو د بېرته راتګ مخه نیولې او د افغانانوپه خاورې کې یې د القاعده شبکې پراخ حضور هم بند کړی دی.
د مقالې لیکول ″مایکل اوهانلون″ وایي، کابل ته په وروستي سفر کې یې د امریکایي ځواکونو د مامورت زیات پرمختګونه کتلي دي. خو په افغانستان کې اداري فساد او خویش خورۍ لا هم موجودې دي او علت یې دا دی، چې په بهرنیو مرستو او پوځي قرادادونو باندې پوره څار نشته. په عین حال کې په وروستیو څو کلونو کې د کورنۍ جګړې اندیښنې هم زیاتې شوي دي.
د مقالی لیکوال وایي، له دې ټولو سره سره، په کابل کې له کومو کسانو سره، چې زه غږیدلی یم، د هیله منو کسانو شمېر په کې زیات و.
د ده په وینا، د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکی همکارۍ وروستي تړون افغان هیله من کړي؛ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یعنې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال به د احتمالي کورنیو شخړو او یا د ګاونډیانو ترحم ته یوازې نه پریښودل کیږي.
د ورځپاڼې په باور، د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر بشپړشوی، یعنې درې لکو او دوه پنځوس زرو ته رسیدلی او دا د هیلو بله مثبته علامه ده.
امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان پولیسو ته د ۳۷ میلونو ډالرو د نه رسیدو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي، چې اروپایي اتحادیې د ملګرو ملتونو هغه پروګرام ته د ۳۷ میلونو ډالرو ورکول بند کړي، چې د افغان پولیسو د روزنې چارې پر مخ وړي.
په دې پروګرام کې د اداري فساد او ګډوډیو په اړه څیړنه روانه ده.
اروپایي اتحادیې مخکې دا پیسې بندې کړې وې او ویلې یې وو چې په افغان پولیسو کې باید اصلاحات راشي.
ورځپاڼه لیکي، اروپایي مشرانو دا مهال نوي شرایط وضعه کړي او وایي، تر هغې چې د ملګروملتونو پروګرام د اداري فساد ادعاوې حل نه کړي او دوی ته قناعت ورنه کړي، دا دېرش میلونه ایرو به قید وي.