د کابل ښار په غربي سیمه کې د یو لوې واټ پر سر، په لوړو او پراخو لوحو د ایران د مذهبي مشر ایت اله خمیني لوی لوی نقاشي شوي عکسونه کېدل کېږي، چې د هغه د یاد شعارونه پرې هم لیکل شوي دي.
د کابل ښار ځیني اوسیدونکي، د دې عکسونو له نصبولو سره مخالفت ښيي او وایي، چې د دې پر ځای چې د ښار په واټونو کې د نورو هېوادونو د مذهبي یا سیاسي شخصیتونو عکسونه وځړیږي، پکار ده چې خپلو شهیدانو او اتلانو ته پاملرنه وشي.
د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکې وایي:
«زما نوم وحید ویاړ دی، موږ خپل قهرمانان لرو، شهیدان لرو چې د وطن او خلکو په خاطر يي قرباني ورکړې، څو ک چې په خپل هېواد کې د پردیو یادونه نمانځي، ښه کار نه کوي.
(زما نوم سمیع اله دی، د دې عسکونو ځړول ثابتوي چې د هېواد ځینې کړۍ د ایران د پراخ نفوذ لاندې دي، د پردیو فرهنګ ته خدمت خپل فرهنګ سره جفا ده»
د کابل ښار عام وګړي له حکومته غواړي چې پر هېواد دې د پردیو د فرهنګي نفوذ مخه ونیسي.
ازادۍ رادیو هڅه وکړه، چې په ځینو واټونو کې د ایت اله خمیني د لویو لویو عکسونو د نصبیدو په هکله د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو نظر ولري، خو له هڅو سره سره چارواکو د نظر له ورکولو ډډه وکړه.
د سیاسي چارو پوهان وایي، په کابل ښار کې د ایران د مذهبي مشر ایت اله خمیني یاد غونډو ته د تیاریو نیول، پر هېواد د ایران د سیاسي او فرهنګي پراخ نفوذ نښې دي، ښاغلی احمد سعیدي وایي:
«د ایران نفوذ له ارګ څخه نیولی تر ډیره ځایه یي ریښې غځولي دي، که دا کار همداسې دوام وکړي، دا مانا لري، د خپلو قوانینو پرځای په هېواد کې د ایران قوانین پلي کړي.»
راپورونه وایي، نه یوازې دا چې د افغانستان پر ځینو کړیو د ایران د فرهنګي نفوذ څرګندې نښې لیدل کېږي بلکې هغه هېواد په افغانستان کې له یو شمېر رسنیو سره چې ځیني رادیوګانې، تلویزیونونه او چاپي رسنۍ په کې شامل دي، مالي مرستې هم کوي.
خو افغان حکومت له دغو ادعا ګانو په هکله څه نه دي ویلي.
راپور: خان محمد سیند