د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۳

ایران اوپاکستان هڅه کوي چې ستراتيژیک سند تصویب نشي


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه
د ملي شورا یوشمېرغړي تاییدوي، چې په کابل کې د ایران او پاکستان سفارتونه هڅه کوي؛ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د تصویبولو مخه ونیسي.

د ملي شورا دغو غړو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له هغو غړو سره په کابل کې د ایران او پاکستان د سفارتونو د کار کوونکو لیده کاته رد نه کړل؛ چې د دوی په خبره په یوه ډول له دې هیوادونو سره اړیکې لري.

د ولسې جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون غړې شکریې بارکزۍ د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې پاکستان او ایران کمزوری او اړ افغانستان غواړي، دې په ملي شورا کې د ایران اوپاکستان د ګټو د خوندي کوونکو موجودیت تایید کړ:

"زه د هغه ملت په هکله افسوس کوم، چې یوشمېر جاسوس وکیلان او سناټوران یې ملي شورا ته لیږلي دي.

مهمه خبره دا ده، چې د افغانستان د خلکو استازي نه باید د پردیو د استخباراتي کړیو او سفارتونو وسیله وي؛ چې هغوی وتوانیږي د دوی له لارې خپلوهغو اهدافو ته ورسیږي، چې د افغانستان پرمختګ، هویت، خپلواکي او ثبات تر پوښتنې لاندې راولي."

میرمن بارکزۍ وویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه سربیره پردې چې د دې هیواد په ګټه ده د سیمې امنیت اوثبات هم خوندي کوي.

د مشرانو جرګې یوشمېر غړي هم وایي، چې تهران او اسلام آباد کوښښ کوي، چې په ملي شورا کې د خپل نفوذ له لارې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند پرضد افکارتحریک کړي.

د دې جرګې غړي هدایت الله رهایي څرګنده کړه، چې ایران او پاکستان هیڅکله په افغانستان کې ثبات اوپرمختګ نه غواړي.

د ولسې جرګې غړی اسدالله سعادتي هم د دې جرګې د ځینو نورو غړو په څیر نظر لري او وایي، چې ایران اوپاکستان د افغانستان اوامریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند پرضد له مخکې نه اقدامات پیل کړي دي:

"د ګاونډیو هیوادونو کورنۍ او بهرنۍ کړۍ له هرې لارې هڅه کوي؛ چې دا سند خپل قانوني پړاونه طي نه کړي.

موږ نه شو کولای چې په ملي شورا کې د بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو له نفوذ څخه انکار وکړو.

په همدې دلیل هیله لرو، چې ملي شورا په دې اړه ډیر ژر پریکړه وکړي، ځکه چې د افغانستان برخلیک دې سند پورې تړاو لري."

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه د روان میلادي کال د مې د میاشتې په لومړۍ نیټه د ولسمشر کرزي او جمهور رییس اوباما له خوا په کابل کې لاسلیک شوه؛ خو عملي کول یې د افغانستان د ملي شورا تصویب او د ولسمشر کرزي توشیح ته اړتیا لري.

سره له دې چې په دې ستراتیژیک سند کې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو مساله نه راغلې خو بیاهم اسلام آباد او تهران په دې اړه غبرګون ښودلی.

حتی په کابل کې د ایران سفیر څه موده مخکې د مشرانو جرګې رییس ته خبرداری ورکړی و؛ که چېرې دا سند تصویب شي، نو دوی به یې پرضد جدي غبرګون وښیي.
XS
SM
MD
LG