د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

زهره وند له پخوا نه په افغانستان کې نفاق ته لمن وهلې


یو شمېرعام افغانان او کتونکي په دې نظر دي چې د افغانستان لپاره دې د ایران نوی سفیر« ابوالفضل زهره وند» له هېواده وایستل شي.

دوي وایي، زهره وند هغه څیره ده چې له پخوا راهیسي یي په افغانستان کې نفاق او لمسونو ته لمن وهلې ده.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د سې شنبې په ورځ وویل،د ایران نوی سفیر د دیپلوماتیکو اصولو څخه سرغړونه کوي او پکار ده چې په هېواد کې د ده د ماموریت له دوام سره موافقه ونشي، د مشرانو جرګې غړی خالقداد بلاغي وایي:

«زهره وند د افغانستان د جهاد په دوران کې هم ښه بګراوند نه درلود، خلک یي جنګ او نفاق ته لمسول، دی د ایران استازیتوب ته مناسب شخص نه دی او د دې صلاحیت نه لري چې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.»

ځینو رسینو د زهره وند په هکله لیکلي، چې دی له یوزرو درې سوه یو اویایم لمریز کال څخه تر شپږ اویایم کال پورې په مزار شریف کې د ایران سرکنسل و او د خپل ماموریت په دوران کې یي، ځیني ډلې جنګ ته لمسولې او د وسلو او پیسو مرستې یي ورسره کولې.

رسنیو لیکلي چې زهره وند ډیر ځلي د افغانستان، پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په مخنیوي کې برخه اخیستې ده.

ابوالفضل زهره وند، په داسې وخت کې په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه په دنده ګمارل شوې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو سند هم لاسلیک شوې.

نوموړي دغه سند د ایران او د سیمي د هېوادونو په ګټه نه ګڼي او څو ځلي یي ورسره مخالفت ښودلی دی.

زهره وند د افغان او امریکایي مشرانو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند له لاسلیک نه یوه ورځ مخکې د مشرانو جرګې له رٍيیس فضل الهادي مسلمیار سره په کتنه کې، ګواښ وکړ، چې که دا سند لاسلیک شي، نو ایران به ټول افغان کډوال را وشړي.

د سیاسي چارو ځیني افغان پوهان وایي، د ایران د سفیر څرګندونې د نړېوالو دپیلوماتیکو نورمونو خلاف دي او افغان حکومت یي باید پر وړاندې دومره سینه ونه کړي چې د هېواد حاکمیت ته پوښتنې راجع شي.

د سیاسی چارو کار پوه ستار سعادت وایي:

«افغانستان د ایران پر وړاندې له حده زیاته حوصله کوي او دا د هېواد حاکمیت ته زیان رسوي، زهره وند پخوا هم د افغانستان له ثبات سره مخالف و او اوس بیا د دې لپاره رالیږل شوی چې په دې هېواد کې بې ثباتي را وپاروي.»

ځیني افغانان وایي، ایران له امریکا سره پخوانی دښمني لري او د یو ګاونډي او مسلمان هېواد په توګه ورته نه ښایي چې د خپلې دښمنی په خاطر پر افغانستان زور واچوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوید لودین هم د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې د ایران د سفیر څرګندونی د نړېوالو دیپلو ماتیکو اصولو خلاف ګڼلی دي، خو افغان حکومت تل ویلي چې له امریکا سره یي دوستي د ګاونډیو هېوادونو په زیان نه ده او هیڅ یوه هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې، د افغانستان له خاورې ایران ته زیان ورسوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG