د اسامه بن لادن له کور څخه په ترلاسه شويو اسنادو کې څرګندېږي چې د القاعده شبکې مهمو مشرانو د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره نژدې اړيکې او مشارکت درلود.
د پاکستان په ايبټ اباد کې له هغه کور څخه چې د تېر ميلادي کال د مې پر دويمه په کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، په ترلاسه شويو اسنادو کې څرګندېږي چې د القاعده شبکې مهمو مشرانو او د طالبانو د ډلې مشر ملا محمد عمر پر ناټو، افغان حکومت او په پاکستان کې پر ځينو اهدافو د ګډو عملياتو لپاره منظمې مشورې او تماسونه درلودل.
د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼه ليکي:
په دغو اسنادو کې څرګندېږي چې ملا محمد عمر، اسامه بن لادن او ايمن الظواهري په خپلو کې درې اړخيزې خبرې اترې درلودې. ويل کېږي الظواهري د طالبانو تر ماتې وروسته له افغانستان څخه تښتېدلى او په پاکستان کې اوسېږي.
په واشنګټن کې مېشت يوه باخبره کس، چې د اسامه له کور څخه يې د ترلاسه شويو اسنادو په اړه معلومات درلودل، ګارډين ورځپاڼې ته ويلي، دغه اسناد د ښکېلو خواوو ترمنځ د ژور او مهم نژدېوالي دغه راز عقيدوي تړون لوړه کچه څرګندوي.
له تحليل کوونکو او پاليسي جوړوونکو سره د بحث اصلي ټکى دا دى، چې ايا طالبان يوه افغاني اجنډا پرمخ بيايي، يا به بيا القاعده ته خوندي مرکزونه برابر کړي؟ ايا دوى قانع کېدى شي چې له ټروريزم څخه ځانونه جلا کړي؟ ايا دغه نوي معلومات به په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ته د خلکو هيله راکمه نه کړي؟
د ځينو تحليل کوونکو په باور، سره له دې چې ملا محمد عمر له اسامه بن لادن او ايمن الظواهري سره نژدې او ژورې اړيکې ټينګې کړي، خو د طالبانو نور وتلي قوماندانان ښايي له القاعده شبکې سره دغه نژدې مشارکت له ستونزو ډک وګڼي.
د لوېديځ د استخباراتي چارواکو د اټکل له مخې، په افغانستان کې د القاعده شبکې تر ١٠٠ کم فعال کسان پاتې دي، تېر کال ملګرو ملتونو د خپلو نړيوالو بنديزونو په ليست کې القاعده شبکه له طالبانو جلا کړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلنټن او د هغې بريتانوي ساري ډېوېډ کامرون دواړو ويلي چې تر ٢٠١٤م کال يعنې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، په افغانستان کې د ثبات کيلي يو سياسي تفاهم دى چې طالبان هم په کې ونډه ولري.
د اسامه بن لادن له کور څخه په ترلاسه شويو اسنادو کې ښکاري چې اسامه بن لادن په مسقتيم ډول د نايجريا له بوکو حرام ډلې سره هم اړيکې درلودې، دا ډله د تېر کال په ځينو ځانمرګو بريدونو تورنه ده.
ګارډين ورځپاڼه د خپل مطلب په دوام زياتوي:
په دغو اسنادو کې تر ډېره د پراخو او ستراتيژيکو اهدافو يادونه شوې، چې مشخص پروګرامونه په کې لږ ياد شوي.
په ٢٠٠١م کال کې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته د اسامه بن لادن مېرمنې او اولادونه له افغانستان څخه ووتل او د پاکستان کراچۍ ته لاړل.
د ورځپاڼې په حواله، بن لادن په کونړ ولايت کې د څه مودې تر استوګنې وروسته په ٢٠٠٤م کال کې د تل لپاره په پاکستان کې مېشت شو، تر دې چې د ٢٠١١م کال د مې مياشتې پر دويمه د پاکستان په ايبټ اباد کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.