د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

په درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سولې پر موضوع بحث وشو


د افغانستان، پاکستان او امرېکا درې اړخيزه غونډه نن په اسلام آباد کې جوړه شوه. په غونډه کې په افغانستان کې د امنيتي ستونزو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د اړوندو مسایلو په اړه بحث وشو.

د افغانستان، پاکستان او متحدوایالاتو استازو نن په اسلام آباد کې له خپلې غونډې وروسته وویل، دوی به د هغو افغان طالبانو لپاره چې د افغان حکومت د سولې په اعلان شوي بهیر کې د ګډون لېوال وي د یوې مصوونې لارې د موندلو لپاره پر لاروچارو غور وکړي.

نننۍ کتنه د افغانستان، پاکستاني او امریکا د درې اړخیزو غونډو په لړ کې شپږمه غونډه وه. د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنیوچارو وزارت معین جاويد لودین، د پاکستاني هیات مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس جېلاني او د امریکايي لوري مشري د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي مارک ګراسمن کوله.

د درې اړخیزې غونډې ګډونوالو که څه هم په دې اړه د کوم کره ضمانت یادونه ونه کړه؛ خو په ګډه مطبوعاتي غونډه کې یې د یوې طرحې د جوړولو لپاره د کارپوهانو یوې ډلې ته د دندې سپارلو ژمنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوېدلودین وویل، موږ باید هغه کسان چې د سولې خبرو ته لېوال دي، په هرځای کې چې وي پیدا کړو، هغو ته باید له هغه ځایه د وتلو مصوونه لار او داسې محیط برابر کړو؛ چې د اعتماد او مصوونیت احساس وکړي او ډاډه شي؛ چې له ناوړه عواقبو پرته د سولې په بهیر کې ګډون کولای شي:

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جلیل عباس جېلاني له سولې سره لېوالو طالبانو ته د یوې مصوونې لارې برابرول او په دې اړه د څېړنو لپاره د کارپوهانو یوې ډلې ته د دندې سپارل یو ملموس او په زړه پورې وړاندیز وباله.

د افغانستان، پاکستان او متحدوایالاتو په درې اړخیزه غونډه کې خپل هېواد ته په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو د ستنولو مساله هم یاده شوه.

د افغان پلاوي مشر جاوېد لودین په تېرو څو لسیزو کې د افغان کډوالو د کوربه توب په خاطر د پاکستان مننه وکړه؛ خو دا یادونه یې هم وکړه، چې خپلو کورونو ته د دومره شمېر کډوالو یوځای ستنېدل به یو ستونزمن کار وي.
XS
SM
MD
LG