تيرکال د امريکايي قواوو د عملياتو په نتيجه کې د اسامه بن لادن وژل کېدل په لومړي ګام کې په متحده ايالاتو کې د خوشالی او وياړ احساس را ژوندی کړ، خو واشنګتن ډير ژر دې ټکې ته پام واړوه چې، څرنګه د القاعده مشر وکړای شوای چې ډير موده په پاکستان کې پاته شي.
په اسلام اباد کې چارواکې په دې په قهر و چې امريکايي ځواکونو په يو اړخيزه توګه د پاکستان تر حاکميت لاندې سيمي کې عمليات تر سره کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزمنې اړيکې يې نورې هم خرابې کړې.
د دغي پيښې څخه يو کال وروسته لا اوس هم امريکايي مقاماتو ته دا پوښتنه مطرح ده چې، څرنګه امکان لري چې، پاکستاني مقاماتو په خپل هېواد کې د بن لادن د اوسيدلو په اړه معلومات نه درلودل؟ او څرنګه اسلام اباد او پاکستان کولای شي د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ حاکمه فضا له منځه يوسي؟ او په راتلونکې کې يو له بل سره همکاري وکړي، د امريکا د کانګرس استازي ( ايدوارد رويس) روانه مياشت په يوه استماعيه غونډه کې وويل:
“اسامه بن لادين د څلورو کوچنيانو پلار او د دوو ميرمنو خاوند په پاکستان کې په پنځو کورونو کې اوسيدلي و.
د هغه دوه کوچنيان د پاکستان په عامو روغتونو کې وزيږيدل او د پاکستان حکومت د هغه د هستوګنې په اړه هيڅ معلومات نه درلودل”؟
خو امريکاي ديپلوماتان او پوځي مقامات بيا وايي، چې په هر حال داسې شواهد نه دي تر لاسه شوي چې وښيي اسلام اباد له بن لادن سره په پټه اړيکې درلودلې، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت يو مقام ( ډانيل بنجمين ) وويل:
“دا په ريشتيا د پاملرنې وړ ده ! خو تر اوسه داسې شواهد نه شته چې ثابته کړي د پاکستان حکومت د بن لادن د ادرس په اړه اطلاع درلوده.”
د المان خبري اژانس ډي پي ای ليکي:
دا يوازې د بن لادن پر کور د حملې مساله نه ده چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې اړيکې ډيرې کښتي سطحې ته را اوړي.
پروسږکال د جنوري په مياشت کې د پاکستان د لاهور په ښار کې د ( سي اې اې ) د يوه قراردادي له خوا د دوو پاکستانيانو وژل او شپږ مياشتي وړاندې د مهمندو په اجنسي کې د امريکا د بې پيلوټو الوتکو په بريد کې د ۲۴ پاکستاني عسکرو وژنې هم د اسلام اباد او واشنګتن ترمنځ پر اړيکو تاثير وکړ.
دغه بې اعتباري د دې سبب شوه چې پروسږ کال امريکا له پاکستان سره پوځي مرستي وځنډولې.
په واشنګتن کې د اتلانتيک شورا د جنوبي اسيا د مرکز مسؤل شجاع نواز وايي:
"د اړيکو د دومره ډير خرابوالي، يا کښتي سطحي ته راتلل، په حقيقت کې د دغو حوادثو يوه نتيجه وه."
کله چې د پاکستان او افغانستان په ګډ سرحد کې پاکستاني عسکر ووژل شول، نو پاکستان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د اکملاتو لاره وتړل او پرسر حدي سيمه کې يې د امريکايي بې پيلوټو الوتکو د بريدونو په جواب کې له امريکا سره خپله همکاري وځنډوله او د پارلمان څخه يې وغوښتل، چې د راتلونکو اړيکو لپاره يو لارښود جوړ کړي.
د پاکستان د پارلمان غړي په دې اړه د څو اوونيو بحثونو وروسته بالاخره روانه مياشت دي نتيجې ته ورسيدل، چې د اکملاتو لاره پرانيزي، خو افغانستان ته د پاکستان له لارې د وسلو انتقال منع دي.
د پارلمان وکېلانو دا راز وويل، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړيکو د عادي کولو لپاره امريکا بايد د ۲۴ پاکستاني عسکرو د وژنې په خاطر بخښنه وغواړي او پر سرحدي سيميو دي د بې پيلوټو الوتکو حملې بندي کړي، د پاکستان د سياسي چارو کارپوه حسن عسکري وايي:
“ د پاکستان داغوښتنه چې امريکا دې بخښنې وغواړي او د بې پيلوټو الوتکو حملې دي بندي کړي خيالي دي، خو دا غوښتني بايد د امريکا له هغو غوښتنو سره چې له پاکستان څخه يې لري انډول شي”.
تر اوسه امريکايي مقاماتو په دې اړه په څرګنده توګه څه نه دي ويلي، خو تاکېد يې کړي دي چې، دا خبرې به په خصوصي توګه پرمخ ولاړې شي. امريکا همداشان هيله څرګنده کړې ده چې، د اسلام آباد او واشينګتن تر منځ اړيکې بيرته سمي شي.