د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

سحرګل: پر ما ظلم کوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي


سحرګل
سحرګل
میرمن سحرګل، چې اوس مهال د ښځو چارو وزارت په یوه امن خونه کې ساتل کیږي، پر دې د شکنجې د عاملینو لپاره د دردوونکې سزا غوښتنه کوي.

سحرګل وروسته له هغې، چې له بغلان نه راوستل شوه تر دریو میاشتو پورې د وزیر محمد اکبر خان په روغتون کې تر سختې درملنې لاندې وه.

که څه هم اوس یې د بدن ټپونه ښه شوي او ظاهرا ځان ارامه احساسوي، خو په لیدو یې له ورایه ښکاري، چې لا هم له رواني پلوه تر فشار لاندې ده.

دې له افغان دولت نه وغوښتل، چې پر دې ظلم کوونکي باید ډیر ژر مجازات شي.

″زه له دولت څخه غواړم، هغو کسانو چې همداسی ظلم یې کړی جزا دې ورکړي، نوکان دې ترې وباسي، ویښته دې پرې وشکوي، همداسې ظلم یې چې پر ما کړی پر دوی دې هم وکړي.″

میرمن سحرګل دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې خاوند یې، چې پر دې د شکنجې اصلي لامل بلل کیږي لا هم د پولیسو له خوا نه دی نیول شوی.

لویه څارنوالي بیا وایي، چې د سحرګل د خسرګنۍ د هغو غړو دوسیه یې بشپړه کړې، چې تر دې مهاله نیول شوي.

میرمن سحرګل، چې د دې په وینا په ډیر کم عمر کې د پوخ عمر خاوند یو سړي ته په نکاح شوې لومړې ځل دی، چې لږ څه په سکون سره خبرې کوي.

دې ازادۍ راډیو ته په خپله ځآنګړې مرکه کې وویل، چې نه پوهیږي، چې خسرګنۍ یې ولې پر دې ظلم کاوه، خو دې به هغو ناوړه کارونو ته غاړه نه ایښودله، چې د خاوند کورنۍ ترې یې غوښتنه کوله.

دا، چې یوه نانځکه لري او د امن په کور کې یې ځینې خورلڼې هم موندلي دي، خوښه بریښي او نه غواړي د خپل خاوند کور ته بیرته ستنه شي.

خو هغې ته په کتو دا قضاوت ګران بریښي، چې د نانځکې ساتل د عمر تقاضا یې ده او که د روانې ناروغۍ له کبله دا کار کوي.

که څه هم چی سحر ګل د کورني تاوتریخوالي له امله نیمه نیمګړې شوې خو له هغې سره سره لا هم د یوی ځوانی ښځې هیلې په کې ژوندۍ دي او راتلونکي ته په هیلې سره ګوري.

″غواړم چې بهرته ولاړه شم، ښوونځی ووایم، ډاکټره شم خو هغه کور ته که بیا ولاړه شم نو څه به وکړم.″

سحر ګل ممکن سره له دې، چې د کورني تاوتریخوالي له یو ناوړه حالته راوتلې یوه نیک بخته میرمن وي، چې وژغورلې شوه، خو ویل کیږي، چې په افغانستان کې په لسهاو نورې داسې میرمنې شته، چې څوک یې پوښتنه هم نه کوي.

که څه هم چی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی قانون شته او په تیرو لسو کلونو کې د ښځو د حقونو د ورکولو ناری پورته شوی خو تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي هیڅ یوه عامل ته قانوني سزا نه ده ورکړ شوې.
XS
SM
MD
LG