د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د القاعده ۵غړي په رسمي ډول د سیپټمبر د ۱۱مې پیښې په اړه تورن شول


د سپیټمبر د يولسمې نیټې د بریدونو مشکوک طراح خالد شیخ محمد او د هغه څلور نورو ملګرو ته د چارشنبې په ورځ امر وشو، چې د ګوانتنامو د جنګي جرمونو یو محکمې ته د محاکمې لپاره حاضر شي.

پینټاګون ویلي، پر دوي رسما د تروریزم، وژنو او داسې نورو تورونه پورې شوې دي، چې د مرګ سزا سره یې مخ کولای شي.

د ګوانتنامو د محاکمې رسمی سر پرست، اډمیرال بروس مکډونالډ دا دوسیه، د تروریزم، الوتک تښتونو، توطیې، وژنو، د جګړې له قانون څخه د سرغړاوي او پر ملکي خلکو د بریدونو د ترونو پر بنسټ لوې پوځي محکمې ته راجع کړې ده.

خالد شیخ محمد او څلور نور ملګري یې د ۲۰۰۱ کال د سپیټمبر په یولسمه نیټه د هغو بریدونو پر پلانولو او عملي کولو تورن دي چې په ترڅ کې یې په سپرلیو بار الوتکې وتښتول شوي او په نیویارک، واشینګټن او پینسیلوانیا کې له ودانیو سره ټکر کړی شوې.

له پاکستاني ټبره خالد شیخ محمد سره ددې بریدونو په پلانولو او عملي کولو کې د یمن ولید بن عطاش، بل یمنی رمزي بن الشیبه، پاکستاني ټبره علي عبدالعزیز علي او د سعودي عربستان تبعه مصطفی احمد الهو ساوي تورن دي.

دا پریکړه چې دا پنځه کسان دې په پوځي محکمه کې محاکمه شي په امریکا کې د هغو کلونو کلونو سیاسي او حقوقي بحثونو او ناندرو وروسته کېږي چې له اوږدې مودې راهېسې په دې روان چې ایا د خالد شیخ په څیر کسان چې په تروریزم تورن دي د مجرمانو په توګه په ملکي محکمه کې محاکمه شي او که د جنګي دښمنانو په توګه په پوځي محاکمه کې.

کله چې د چارشنبې په ورځ ددې پریکړې په اړه د سپینې ماڼۍ له ویاند جی کارني څخه وپوښتل شول نوموړي ووویل:
«د سیپټمبر د یولسمې نیټې د بریدونو راهېسې یولس کلونه ووتل، ولسمشر بارک اوباما دې ته ژمن دی څو باوري کړي، هغه کسان چې د امریکا پر متحدو ایالتونو یې بریدونه کړي له عدالت سره مخ کېږي.
د دې کسانو دوسیې وروسته له هغې پوځي محکمې ته راجع کېږي چې د ولسمشر بارک اوباما ادارې د تیر یوکال راهېسې په ملکي محکمه کې ددې تورنو کسانو د محاکمه کولو له هڅو لاس اخیستي.»

د امریکا لوی څارنوال ایریک هولډر په پوځي محکمه کې ددې تورنو کسانو په محاکمه کولو کې د کانګرس غړي ملامته کړي او ویلي یې دي د نیویارک په محکمه کې ددې تورونو کسانو د محاکمې د لګښت د بندلو په پریکړې سره یې د دوی لاسونه تړلی دي.

د امریکا کانګرس همدارنګه امریکا ته د محکمې یا کوم بل دلیل په هدف د ګوانتنامو زندان د بندیانو پر انتقال هم بندیز لګولی دی.
XS
SM
MD
LG