د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

یوویشت استادانو د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړل


یو ویشت تنه استادان چې د ماسټرۍ سند یې ترلاسه کړی دی.
یو ویشت تنه استادان چې د ماسټرۍ سند یې ترلاسه کړی دی.

په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د علمي او مسلکي کدرونو د روزلو په لړ کې، د سې شنبې په ورځ یوویشت تنو استادانو ته له ماسټرۍ څخه د فراغت سندونه ورکړل سول. د لوړو زده کړو د موسسو د استادانو د ماسټرۍ دا پروګرام د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې په مالي لګښت بشپړ شوی دی.

د لوړو زده کړو د موسیسو لپاره د علمي کدرونو د روزني دا پروګرام په داسې حال کې بشپړ شوی، چې د لوړو زدکړو وزارت په دې موسسو کې د علمي کدرونو پر زیاتولو ټینګار کوي.

د افغانستان د لوړو زد کړو وزارت علمي مرستیال عثمان بابري د سې شنبې په ورځ د ماسټرۍ د دې پروګرام برخه والو ته د سندونو د ورکولو په مراسیمو کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ټولو استادانو لپاره د علمي روزنې پروګرامونه په پلان کې لري.

ښاغلي بابري وویل، که څه هم په تیرو کلونو کې په دې برخه کې پرمختګونه شوي، خو دوی به د مسلکي کدرونو د روزنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

“په وروستیو درې کلونو کې زموږ د علمي کدرونو چې لسانس لري اندازه یې شا او خوا ۹ فیصده راکښته شوې، ۵۷ فیصده علمي کدرونه اوس هم لسانس دي.

زموږ نظر دا دی، چې زموږ ټول استادان لږ تر لږه باید ماسټري ولري او دا پروګرام روان دی.”

دغه وزارت ادعا کوي، چې په تیرو لسو کلونو کې نژدۍ څلور زره کسان په علمي او مسلکي ډول روزل شوي او همدا اوس په بهرنیو هیوادونو کې ۴۵۰ استادان د ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو بوخت دي.

څلورسوه نور استادان د ماسټري په زده کړو بوخت دي:

د دې ترڅنګ دا وزارت وایي، چې په هیواد کې دننه هم شا او خوا ۴۰۰ نور استادان د ماسټرۍ زد کړه کوي.

د مرکز او لسو نورو ولایتونو دغو استادانو ته په کابل کې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له خوا د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام پیل شوی و، چې په کې یوویشتو استادانو برخه اخستې وه.

د (USAID) مرستیالي میرمن بروک اېشام د افغانستان د لوړو زده کړو او پوهنیز سیسټم د غښتلتیا لپاره د ماسټرۍ دغه دریمه دوره پروګرام ډیر مهم وبلله.

“د امریکا نړیواله پراختیايي اداره خوښه ده، چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتونونو د مشرانو سره یې همکاري کړې ده او ځوانانو ته یې د لوړو زده کړو اسانتیاوې په تیرو شپږو کلونو کې برابرې کړې دي.

موږ د ښوونې او روزنې د پوهنځیو او د افغانستان د پوهنيز سیسټم د غښتلي کولو هڅې کړي دي.”

په افغانستان کې د علمي او مسلکي کدرونو کمښت د دې سبب شوی، چي په شخصي او دولتي علمي موسسو کې د زده کړو پر نه معیاري کېدو انتقادونه وشي.

افغان حکومت په وروستیو څو کلونو کې هڅې پیل کړي، چې د علمي استادانو شمېر ډیر کړي او د همدې لپاره یې سلګونه تنه له افغانستانه دباندې د ماسټرۍ او نورو لوړو زده کړو لپاره لیږلي او ډیرو نورو ته یې په داخل کې اسانتیاوي برابري کړي.

خو د چارو څېړونکې حکومت ته سپارښتنه کوي، چې د لیرو او نا امنو ولایتونو استادانو ته هم باید پام وشي، چې اوس ورته نه دی شوی.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG