د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۱

افغان کډوال؛ پاکستاني پولیس موږ ته د خپلو مالونو د انتقال اجازه نه راکوي


په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي، پاکستاني پولیس د خپلو مالونو د لېږد اجازه نه ورکوي او نیسي یې.

دوی چې ډیری یې کوچیان دي، پنجشنبې د سپتمبر په ۱۸ مه یې ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو د نیولو له ویرې خپلو کورنیو سره خیبر پښتونخوا ته راوتلي، خو اوس پولیس اجازه نه ورکوي چې دوی خپل مالونه راوباسي.

زما د کور سامان پاتی دی، ورپسې نه شم ورتللی، پنډۍ کې ډېره سختي ده، پولیس ځورول کوي، اوس مونږ ته لار راوښیئ، هلته مو پرېږدي نه چې سامانونه راوړلو، د کورونو کرایې راباندې اوړي، دلته ساړه دي، مونږ څه وکړو
افغان کډوال

یو تن له دغو کډوالو چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل:

"زما د کور سامان پاتی دی، ورپسې نه شم ورتللی، پنډۍ کې ډېره سختي ده، پولیس ځورول کوي، اوس مونږ ته لار راوښیئ، هلته مو پرېږدي نه چې سامانونه راوړلو، د کورونو کرایې راباندې اوړي، دلته ساړه دي، مونږ څه وکړو؟"

یو بل کډوال هم ازادي راډیو ته ورته خبره وکړه:

" زما ولا خپله د کور سامان پاتې دی، حیران یم ورته، که ورځم پولیس مې نیسي په پنجاب کې، مونږ ترې راتښتېدلي یو، په خپلو کالیو پسې نشو تللی، دا به څه کوو. "

په پاکستان کې د افغان کوچیانو یو مشر حاجي دریا خان هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره تایید کړه:

" داسې په سلګونو، داسې په زرګونو، داسې په بلوجستان کې، داسې په کراچۍ کې، داسې په پنجاب سیمو کې، افغانانو باندې چې فشار راغی دوی خپل سر ویستو، خپل عزت یې خوندي کړ، سامانونه د ډېرو خلکو په کرايي کورونو کې پاتې دي، خپلو ځایونو کې ورنه پاتې دي، داسې خلک دي چې بې کسه دي، د هغوی سامانونه پاتې دي وروره. "

د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ تایدوي چې د پاکستان حکومت له خوا پاکستاني پولیسو ته ویل شوي، چې افغانستان خوا که څوک ځي مخه یې مه نیسي خو که بېرته راستنېدو کې وي مه یې پرېږدئ.

زما ولا خپله د کور سامان پاتې دی، حیران یم ورته، که ورځم پولیس مې نیسي په پنجاب کې، مونږ ترې راتښتېدلي یو، په خپلو کالیو پسې نشو تللی، دا به څه کوو
افغان کډوال

نوموړې زیاتوي چې دا کسان کولای شي افغانستان ته ولاړ شي، او بېرته پاسپورټ او ویزې سره خپل د کور سامانونو پسې راشي.

"دوی چې افغانستان ته ولاړ شي، بېرته په پاسپورټ او ویزه راشي خپل سامان وړلای شي، داسې څوک نه پرېږدي چې کراچۍ نه پېښور ته تللی وي بیا بېرته کراچۍ ته راتګ غواړي او له دې ځایه خپل سامان وړي، پولیس ورته په لاره کې ستونزې جوړوي، په دې ډول اجازه نه ورکوي. "

په پاکستان کې د اکتوبر میاشتې له لومړۍ لسیزې ورسته د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ د اړیکو تر ترینګلتیا ورسته د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی چې کوچیان هم په کې شامل دي.

مخکې دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو، چې سند او پنجاب کې د پولیسو د نیولو او ځورولو سره مخ دي، مالونه یې نه خرڅېږي او ان قصبان یې هم نه اخلي.

دوی د پاکستان له حکومت وخت غوښتی و.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې پرېکړه وکړه چې په څو پړاوونو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي له هغه وخته بیا د روان ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۳۰ مې پاکستان لږ ترلږه ۱ عشاریه ۸ میلیونه افغانان خپل وطن ته ستانه کړي دي

XS
SM
MD
LG