د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

پاکستاني طالبانو په کونړ او نورستان کې د خلکو وهل ټکول پيل کړي


افغان پولیس وايي چې پاکستاني طالبانو د افغانستان په ختیځ کې په خپل سبک د اسلامي مقرراتو د تطبیقولو لپاره خلکو ته د سزا ورکولو، وهلو او ځورولو لړۍ پیل کړې ده.

د راپورونو له مخې د تحریک طالبان په سلګونو غړي او مشران کونړ او نورستان ولایتونو ته اوښتي او هلته په خپل سبک اسلامي مقررات تطبیقوي.

د نورستان پولیس وايي چې پاکستاني سخت دریځو د خپلو کورنیو غړي هم کامدېش ته وراړولي. د نورستان دا ولسوالي د افغان حکومت له کنټروله وتلې ده.

سیمه ییز افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په برګيمټال ولسوالۍ کې افغانان مجبوروي چې خپل کورونه د پاکستاني طالبانو کورنیو ته پرېږدي.
XS
SM
MD
LG