په کوټه کې افغان کميشنر وايي کېداى شي په پاکستان کې د افغان کډوالو د راجسټرېشن کارټونه- چې د روان کال په پاى کې يې موده ختمېږي- تمديد شي، ځکه وايي له پاکستانه د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو بهير تر پخوا ډېر ټکنى شوي او ډېرى افغانان چې د يواين ايچ سي ار له خوا افغانستان ته ستانه شي، بيرته پاکستان ته را کډه کېږي.
له پاکستانه د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو بهير په ٢٠٠٢م کال کې پيل شوى چې په کوټه کې د افغان کميشنرۍ د اندازې له مخې تر اوسه پورې يو ميليون افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي او شاوخوا يو اعشاريه درې ميليونه افغانان لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.
په کوټه کې افغان کميشنر عبدالصبور کاکړ وايي، د افغان کډوالو افغانستان ته د ستنېدو بهير تر پخوا ډېر ټکنى شوى او په تېرو درېوو کلونو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت نه دى راغلى:
"په تېرو درېوو کلونو کې د مهاجرينو شمېر هيڅ کم سوى نه دى، موږ هيله درلوده چي د بياستنېدو په بهير کې به د افغان کډوالو شمېر کم سي خو په بلوچستان کې درې لکه پينځه څلوېښت زره راجسټر سوي افغانان چي په ٢٠٠٩م کال کې وو نن هم هغومره دي"
د يو اين ايچ سي آر د رسمي شمېر له مخې په تېرو څو کلونو کې ډېر لږ افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي، د ځينو سرچينو په وينا په دغو افغانانو کې هم ډېرى يې چي له يو اين ايچ سي آر څخه د بياستنېدو مرسته تر لاسه کړي، تر څو ورځو وروسته بيرته پاکستان ته را ستانه شي، له افغان کميشنر عبدالصبور کاکړه مي وپوښتل آيا دا خبره څومره واقعيت لري:
"دا خبره حقيقت ده، داسې خلک سته هغوى د يونيم سل ډالرو مرستې لپاره ولاړ سي خو په بل موټر کې بيرته را ستانه سي، په دې اړه موږ ته رپوټ را رسېدلى، خو هغه خلک دا مرسته تر لاسه کوي چي راجسټرېشن کارټ لرو، نو د دوى تر ستنېدو وروسته موږ د دوى په اړه امنيتي ادارو او نادرا ته مالومات سپارو چي د دوى کارډونه باطل (منسوخ) کړي او که دوى بيرته په غيرقانوني توګه بيرته را ستنېږي امنيتي ادارې يې بايد په ضد ګام واخلي"
ټاکل شوې ده چي د روان مېلادي کال په پاى کې به په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شويو راجسټرېشن کارټونو موده پاى ته ورسېږي، خو دا چي لا هم ګڼ شمېر افغانان په پاکستان کې مېشت دي او اماده نه دي چي خپل هېواد ته ستانه شي، نو آيا د راجسټرېشن کارټونو موده به يې زياته شي که څنګه، افغان کميشنر وايي په دې اړه د يو اين ايچ سي آر او د پاکستان د حکومت تر منځ خبرې پيل شوې دي او احتمال شته چي موده يې وغزول شي:
"زه فکر کوم ښايي اړوند حکومتونه پر دې پرېکړه فکر وکړي او پر دې باندې مخکې له مخکې خبرې پيل سوي دي، د بيا ستنېدو په بهير کې خو يو ميليون افغانان تر اوسه ستانه سوي دي، اوس يې شمېر لږ دى، کوم چي پاته دي يا کاروبارونه لري يا يې نيم کور په پاکستان نيم په افغانستان کې وي يا هغه افغانان دي چي په خپلو ولايتونو لکه هلمند، زابل او پکتيا کې چي لا بشپړ امنيت نه سته، هغه مجبوره دي چي دلته پاته سي"
سره له دې چي د پاکستان حکومت هم په وار وار ويلي چي افغان کډوال نور بايد خپل هېواد ته ستانه شي، خو په پاکستان کې مېشت اکثره افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو لپاره زړۀ نه ښه کوي، هغه افغان چي کار روزګار يې برابر دى او يو څه شتمني لري وايي نه شي کولاى چي خپل کاروبارونه پرېږدي او هغه افغانان چي بېوزلي او په خوارۍ مزدورۍ بوخت دي، وايي په افغانستان کې هم نه مځکې لري، نه ښکاره کار روزګار او امنيتي ستونځو يې هم پر سر کې وطن ته د ستنېدو مخه نيولې ده.
د يادونې وړ ده چي په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ يا يو اين ايچ سي آر مشر نيل رايټ د تېرې فبرورۍ په مياشت کې په کوټه کې له خبريالانو سره په خبرو کې هيله مندي ښوولې وه چي په افغانستان کې امنيتي حالات مخ پر ښه کېدو دي او تمه ده چي تر ٢٠١٣م کاله پورې به په افغانستان کې د روانو پرمختيايي کارونو په نتيجه کې له پاکستان افغان کډوال کډوال ور ستانه شي او پخپل هېواد کې به ورته د کار زمينه برابره شي.
بارکوال مياخېل- کوټه