د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

ایا د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان حکومت نسکور شي؟


ګڼو لویدیځو ورځپاڼو په خپلو تازه ګڼو کې په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو د درې اړخیزې غونډې د لاس ته راوړنو په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

یو شمېر ورځپاڼو په دې کنفرانس کې د برخه اخیستونکو مشرانو په خوشبینی خبرې کړي او ځینو نورو بیا هغه ستونزې څه څیړلې چې د دې درې اړخیزې غونډې د پریکړو د عملي کېدو په مخ کې پرتې دي.

ډیلي ټیلګراف:

د انګلستان څخه خپریدونکې ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه یو بله مسله راپورته کړې او وايي، هغه کسان چې په دې وخت کې غواړي په افغانستان کې ښخ شوي بمونه او ماینونه شنډ کړي اصلا د جګړې په لومړنۍ کرښه کې دي.

ورځپاڼه وايي، دا مهال هره ورځ لا ډیر ماینونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اېښودل کېږي او له همدې کبله د دې د شنډولو لپاره تر بل هر وخت اړتیا زیاته ده.

د لیکنې لیکوال وايي، هغه چاودیدونکې مواد چې په ډیر کم لګښت جوړیږي د دې لامل شوي چې یو داسې پوځي ماشین چې څو میلیارده لګښت لري بوخت وساتي.

ورځپاڼې همدا چاودیدونکې مواد د بهرنیو ځواکونو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خطرناک بللې دي.

فارین پالیسي:

د فارین پالیسی خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله خپره کړې ده، چې سرلیک یې دی(ایا د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان حکومت نسکور شي؟)

د دې لیکنې په یو برخه کې فارین پالیسي وايي، ټولو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو دې نهیلي کونکې نتېجې ته متوجې دي.

د لیکنې لیکوال وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغان حکومت نسکوریدل په دې خاطر نه وي چې ګوندې افغان ملي اردو په ښو وسایلو سنبال نه ده، چې خپل مسولیتونه په سمه توګه سر ته ورسوي، بلکې اساسي ستونزه به اقتصادي ستونزه وي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به ورسره افغانستان لاس او ګریوان شي.

د فارین پالیسي خپرونې په وینا دا مهال د افغان دولت د بودیجې یوه لویه برخه د امریکا متحده ایالتونه او نور نړېوال مرسته کونکې برابر وي او د امریکا د مالیه ورکونکو پیسې په افغانستان کې د ښوونځیو، روغتونو په جوړولو او د دولت د وزارتونو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په لګښتونو لګېږي.

خپرونه وايي، که ترهغې پورې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي د دې هېواد اقتصادي بنسټونه ونه رغول شي، نو که د افغانستان پر حکومت دا پیسې بندې شي دا به له پوځي خطر زیات وي او د دولت ادارې به د نړیدو له خطر سره مخ شي.
XS
SM
MD
LG