د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۸

په پنجاب کې د ګازو د ډبې چاودنې ۱۶ تنه و وژل


د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د ګازو د ډبې چاودنې د يوې فابريکې ودانۍ نړولې چې شاوخوا شپېته تنه تر لاندې شوي، تر اوسه پورې د شپاړسو تنو مړي ځنې را اېستل شوي او ديارلس ژوندي ژغورل شوي او احتمال شته، چې نور خلک لا هم تر خځلو لاندې وي. په مړيو او ټپيانو کې اکثره ښځې او ماشومان دي.

د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې پر ملتان سړک باندې د دوشنبې په ورځ د يوې فابريکې په درې منزله ودانۍ کې د ګازو ډبه وچاودله او يوه زوروره چاودنه يې وکړه، چې د فابريکې د ودانۍ يوه لويه برخه يې ونړوله او له مځکې يې سره يې هواره کړه او ورسره څنګ ته يې د څو کورونو بامونه هم را و نړول.

په فابريکه کې کارکوونکي په لسګونو کسان تر خاورو لاندې شوي دي چې ژغورونکې ډلې يې له برايي شپې راهيسې د را ايستلو لپاره لاس په کار شوې دي او تر اوسه پورې يې د شپاړسو تنو مړي را ايستلي او ديارلس تنه يې ژوندي ژغورلي دي.

د ژغورونکې ډلې مشر رضوان احمد وايي، تر خځلو لاندې شوي اکثره ماشومان او ښځې دي:

"موږ چې دلته د کارګرو د حاضرۍ کتابچه تر لاسه کړې، په هغۀ حساب سره دوشپېته کسان دلته موجود وو، چې اوولس ښځې او پينځه څلوېښت ماشومان وو، کله چې ودانۍ را نړېدلې ځينې کسان د امکان په صورت کې وتلي هم دي، موږ نه پوهېږو چې له دوشپېتو تنو به څومره وتلي وي، خو په نورو پسې مو پلټنه لا دوام لري"

د ژغورونکې ډلې مشر وايي، فابريکه په يوه ګڼ مېشتې سيمه کې وه او ورغلې لاره هم ډېره تنګه ده، له همدې امله د ژغورنې په چارو کې هم له ستونزو سره مخامخ دي، خو تر خاورو خځلو لاندې د ټپيانو او مړيو د را ايستلو لپاره يې کارکوونکي له تېرو شلو ساعتونو راهيسې په کار بوخت دي، وايي، کېداى شي، چې تر خاورو خځلو لاندې پاته خلکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى وي.

پوليس وايي، د فابريکې د خاوندانو په خلاف يې دوسيه درج کړې ده، ځکه چې وايي دا فابريکه يې - چې د پسونو لپاره پيچکارۍ په کې جوړېدلې- درې ځله مخکې هم له دې امله بنده کړې وه، چې ودانۍ يې ډېره زړه وه او له احتمالي خطر سره مخامخ وه.

د دې پېښې په خلاف د پنجاب د کارګرو اتحاديې نن د سې شنبې په ورځ په لاهور کې احتاجي مظاهره وکړه.

د کارګرو د اتحاديې مشر فاروق طارق وايي، دا فابريکه څو ځله بنده شوې وه، خو بيا هم د شتمنو خلکو په زور پرانيستل شوه او د بېوزلو کارګرو ژوند يې واخيست:

"په پنجاب کې د شرکتونو واکمني چلېږي، شتمنو او فيوډالانو ته بشپړ واک ورکړل شوى دى، دا فابريکه څلور ځله بنده شوه، خو بيا يې هم څښتن ته د پرانيستلو اجازه ورکړل شوه، دلته ماشومانو او ښځو کار کاوه خو پوره پيسې نه ورکول کېدلې."

د پنجاب اعلى وزير شهباز شريف د دې پېښې د پلټنو لپاره يوه درې ډله ټاکلې ده، د يادونې وړ ده چې په همدې لاهور ښار کې دوې اوونۍ وړاندې د زړونو د ناروغانو په يوۀ دولتي روغتون کې له بې کيفيته او جعلي درملو څخه شاوخوا ١١٥ تنه مړۀ شول، چې د پاکستان مرکزي پارلمان او سترې محکمې پرې اندېښنه وښووله. د پنجاب اعلى وزير د هغې پېښې د پلټنو لپاره هم يو کمېسون ټاکلى دى.

ځينې سياسي څېړونکي نيوکه کوي چې په پاکستان کې تر هرې پېښې وروسته کمېسونونه ټاکل کېږي، خو نه يې نتايج را برسېره کېږي او نه يې مجرمينو ته سزا ورکول کېږي.

راپور: بارکوال مياخېل - پاکستان
XS
SM
MD
LG