د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

امريکا له شمالي لارو پر خپلو اکمالاتو د مياشتې ٤٠٠ مليونه دالره لګوي


وروسته له هغې چې د تیر نوامبر په میاشت کې پاکستان په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لپاره خپله ترانزیتي لار وتړله، امریکا خپلو ځواکونو ته له نورو لارو پر اکمالاتو شپږچنده پیسې ورکوي .

پاکستان خپلې اکمالاتي لارې تر هغه وروسته وتړلې چې د تیر میلادي کال د نوامبر په میاشت کې د ناټو په هوايي برید کې د پاکستان په خاوره کې څلورویشت پاکستاني امنیتي ځواکونه ووژل شول . تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا لارې به بیرته کله خلاصې شي .

د هغو ارقامو له مخې چې د امریکا د دفاع وزارت اسوشیتېد پرېس ته سپارلي، متحد ایالات هره میاشت یو سلو څلور میلونه ډالره د افغانستان د شمالي ګاونډیو هیوادونو له لارې خپلو ځواکونوته پر تدارکاتو لګوي . دا پیسې د هغو په پرتله چې امریکا د پاکستان په لاره افغانستان ته پر اکمالاتو لګولې، تقریبا نوي مليون ډالره ډېرې دي .

سره له دې چې امریکایي مقامات پخوا په دې قانع شوي وو چې له نورو لارو ورته د اکمالاتو رسول ګران تمامیږي او ډیر وخت هم نیسي خو دا لومړى ځل دی چې پر نویو لارو یې پر خپلو اکمالاتو د لګښت په اړه دقیق ارقام بیان کړي دي .

امریکايي مقاماتو د پنجشنبي په ورځ وویل د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د لانجو دوام او هم دې حقیقت ته په پام سره چې پاکستان د خپلو مواصلاتي لارو د خلاصون په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، داسې ښکاري چې دا پیسې به په راتلونکي کې هم د څه وخت لپاره پر اکمالاتو لګوي.

د تېر نوامبر تر پېښې لا دمخه چې څلورویشت پاکستاني عسکر په کې ووژل شول امریکا د خپلو اکمالاتو یو په درېیمه برخه د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقالوله .

امریکا د دوزه یوولسم میلادی کال له پیښو وروسته څه باندې شل ملیارده ډالره له پاکستان سره مرسته وکړه . په دې مرستو کې ملکي او پوځي مرستې شاملې وې. خو د تیر کال په ترڅ کې د پاکستان په خاوره کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو په ګډون د څو پیښو له امله د پاکستان او امریکا اړیکې خړې پړې شوې.

پاکستاني مشرانو په خپله خاوره کې د ناټو د بې پیلوټه الوتکو له بمباریو شکایتونه کول او د پاکستان د صبر کاسه هله نسکوره شوه چې د تیر نوامبر په میاشت کې یې څلورویشت عسکر د ناټو ځواکونو په هوايي حملې کې ووژل شول او دې مسلی د پاکستان د غضب اور نور هم تیز کړاو د دواړو هیوادونو اړیکې لا خرابي شوي .

تر دې حملې وروسته پاکستان له شمسي هډې څخه په بلوچستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو امر صادر کړ .

د تیر یوه کال په ترڅ کې امریکا په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د اکمالاتو لپاره ډېره اتکا پر شمالي لارو وکړه .

امریکایي مقاماتو دا هم ویلي چې که پاکستان د خپلو مواصلاتي لارو بندولو ته دوام ورکړي او یا هم داسې شرایط وړاندې کړي، چې د منلو وړ نه وي نو امریکا به په کامله توګه پر بدیلو لارو اتکا وکړي .

د امریکایي مقاماتو په اند که پاکستان د امریکایي ځواکونو پرمخ بیرته خپله ترانزیتي لار پرانیزي ښایې خپل فیس او حق العبور زیات کاندي.

نو د دې لپاره چې د داسې لګښتونو څخه مخنیوی وشي نو ښه به دا وي چې له بدیلو لارو کار واخلي.

تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې د پاکستان په خاوره کې همدا مواصلاتي لارې د افغانستان په جګړو کې د پاکستان او امریکا د همکاریو مهم جز و او که چرته دا لارې نه وي نو د دې دواړو هېوادنو تر منځ اړیکې به له اوس نه هم خرابې شي .

د امریکا لوی درستیز تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره له خپل پاکستاني سیال جنرال اشفاق کیاني سره په تليفون کې خبرې وکړې او د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د تیر نوامبر تر پیښې وروسته له پاکستاني مشرانو سره له سره خبرې نه دي کړي .
XS
SM
MD
LG