د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

١٢٠٠ سرتېرو ته پوځي زده کړه ورکړل شوه


په ګردېز كې د ميشتې ۲۰۳تندر قول اردو له تعليمي مركز څخه (۱۲۰۰) سرتېرې فارغ شول، چې له څومياشتو راهيسې يې نظامي روزنه کېدله.

په دې سرتېرو كې يې شپږ سوه (۶۰۰) سرتېري په خوست او پاتې همدمره په پكتيا كې روزل شوي او د يآدې قول اردو د چارواكو په وينا ډېر ژر به د ملي اردو له ليكو سره يو ځای شي.

د (۲۰۳) تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول او وياند ډګروال ساعت ګل هوتك د سرتېرو د فراغت پر مهال وويل چې دې دولس سوه سرتېرو په پوځي ډګر كې اړينې زده كړې بشپړې كړې دي او نور د دې وړ دي چې له مخکنيو فارغو شويو سرتېرو سره يو ځای خپلو موخو ته ورسېږي.

د نوموړي په وينا په ۲۰۳تندر قول اردو کې نه يوازې دا چې د ملي اردو سرتېرو ته لومړنۍ پوځي زده كړې وركول کېږي، بلكې د دې تر څنګ د سواد زده کړې، كمپيوټري مهارتونو او اداري چارو روزنيزنه هم ورکول کېږي.

بلخوا بيا نوي فارغ شوي سرتېري د روزونکو له چلند څخه خوښ دي او وايي چې ټولې نظامي زده کړې په خورا ښه مهارت ور ښودل شوې.

په ګردېز کې د مېشتې دوه سوه درې تندر قول اردو له تعليمي مركز څخه دغه دولس سوه (۱۲۰۰) سرتېري په داسې مهال فارغېږي چې په دې ورستيو كې د افغان ملي اردو سرتېرو شمېر د پخوا په پرتله زيات شوی.

خو د نظامي چارو د کارپوهانو په نظر افغان ملي اردو له هيواد څخه د دفاع لپاره زياتې ځواكمنتيا ته اړتيا لري او تر ټولو لويه اړتيا يې دا ده چې بايد منظم هوايي ملاتړ کوونکی ځواک په واک کې ولري.

راپور – لمر نيازی
XS
SM
MD
LG