د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

پاکستان په ٢٠١١م کال کې


بلوڅ وسلوال
بلوڅ وسلوال
۲۰۱۱ میلادي کال،په نړۍ کې ځینې ستر بدلونونه او هغه څه پرځای پريښودل،چې تر دې یو کال وړاندې هم له تصوره وتلي ښکاریدل.

په عربي نړۍ کې له تونس څخه پيل شوی ولسي پاڅون له مصر څخه تر تیریدو لیبیا، سوريې او يمن ته ورسید او د زين العابدين بن علي، حسني مبارک او معمر قذافي د څو لسیزو واکمنۍ په کې پای ته ورسیدې او په ځينو نورو هېوادونو کې دغه کړکېچ لا هم روان دى.

پاکستان په ٢٠١١م کال کې:

پاکستان چې له خپل زیږون راهیسې له سختو او لنډو تنګو سره روږدی شوی، هم په دې کال کې لا پسې سړې او تودې ولیدې.

له هغې ورځې،چې، اسلام اباد په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امريکا په مشرۍ له ناټو ځواکونو سره په اصطلاح ملګری شوی،نو ښه ورځ یې نه ده لیدلې.

له جنوبي وزیرستانه پيل شوی د پاکستاني طالبانو غورځنګ تر لاهور،کراچۍ او ان اسلام اباد پورې خپلې ريښې وغځولې او پر یو شمیر مهمو دولتي تاسیساتو یې حیرانوونکي بریدونه وکړل.

پاکستاني واکمن په افغانستان کې روانه جګړه ددې ټولو ناخوالو او نا امنیو لامل ګڼي،یا په بله معنی ټوله ملامتي پر ناټو او افغان دولت ور اچوي،خو د پيښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر اعجاز خټک بیا د اسلام اباد دوه مخې تګلاره ددې ټولو مسائلو اصلي لامل ګڼي :

(بې له شکه د امريکا په تګلاره کې به هم کمزوریانې وي،خو ښکاره خبره ده چې د پاکستان پالیسي هم روښانه نده او داسې څه وړاندې کوي چې د ستونزې په اواري کې مرسته وکړي یا روانه کشاله اواره کړي.

د پښتو یو مشهور متل دی چې په دوو بیړیړ کې پښې ایښودل مرګ ته غړې وتل دي،ماته خو ددې کیسې پایلې چندیانې ښې نه ښکاري)

لس کاله وړاندې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له لوري د طالبانو د حکومت تر ړنګیدو وروسته داسې ګڼل کیده چې بیا به نه یواځې طالبان بلکې هره بله مخالفه وسله واله ډله په افغانستان کې سر راپورته نکړي؛ځکه چې ولس نور د جنګ جګړو له لاسه تر پوزې رسیدلی و. خو درې کاله لا نه و تیر پاکستان ته په څیرمه ولایاتو کې یوارې بیا طالبانو فعالیتونه پيل او پر کورنیو او بهرنیو وسله والو ځواکونو یې غلچکي بریدونه شروع کړل.

د امريکا په ګډون لویدیځ او ډیری هیوادونه پاکستان په دې جګړه کې پر دوه مخې پالیسي تورنوي او د طالبانو بیا را ټولیدل او منظمیدل د همدې لړۍ یوه کړۍ بولي.

که څه هم پاکستان دغه ډول تورونه په کلکه ردوي او لا هم له طالبانو سره د همکارۍ او لاس لرلو خبرې بې اساسه ګڼي،خو لیکوال،ژورنالیست او ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی بیا وايي،چې له تیرو څو لسیزو راهیسې د اسلام اباد دغه تګلاره چې میم زما ټوله زما ددې لامل شوې چې نه یواځې افغانستان بلکې دوی پخپله هم د اور په لمبو کې سوځي :

(زما په نظر دا د پاکستان یوه لویه خوشفهمي یا هم غلط فهمي ده،چې په افغانستان کې چې هرڅه کیږي نو ددوی په خوښه به کیږي. دوی باید نور له هغه زاړه خوبه راپاڅي چې ګواکې دا هغه پخوانی افغانستان دی چې هلته به ددوی په خوښه خلک واک ته رسیدل،لرې کیدل او خلک به ځورول کیدل.

حقیقت خو دادی چې پاکستان پخپله یو کمزوری هیواد دی او په هره برخه کې د نړیوالو په ځانګړې توګه د امريکا د هرډول مرستو محتاج دی)

د ۲۰۱۲ میلادي کال د لومړي سهار لمر په داسې حال کې راوخوت چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تیر کال تاوتریخوالی لا پر خپل ځای پاتې دی.

پاکستان چې د افغانستان د قضیې یو مهم اړخ بلل کیږي،او د افغان دولت په ګډون نړیوال دې پایلې ته رسیدلي،چې په افغانستان کې د سولې د وره پرانستلو کیلیانې د اسلام اباد د پوځي واکمنو په لاس کې دي،خو دا لا نده روښانه،چې دا هیواد به د خپل ګاونډې د وره په پرانستو کې په اخلاص مرسته وکړي او که بیا به هم خپله زړه تګلاره پر مخ یوسي.
XS
SM
MD
LG