د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۸

روسيه: زرګونو کسانو د ولسي جرګې د انتخاباتو پر نتايجو اعتراض وکړ


په زرونو کسان نن په مسکو کې ښار کې راټول شول او د روسیې د ولسې جرګې یا دوما د وروستیو انتخاباتو د نتیجو پر ضد یي اعتراض وکړ.

پدي مظاهرې کې د روسیې د مالیې چارو پخواني وزیر او د صدراعظم ولادمیر پوتین متحد الکسیې کودرین هم حیرانوونکې وینا وکړه.

کودرین په سخروف میدان کی راټولو شویو شاوخوا ۴۰ زرو کسانو ته په وینا کې وویل، د ولسې جرګې لپاره باید نوي انتخابات وشي او د انتخاباتو د کمیسیون رئیس ولادمیر چوروف باید له دندې لیرې شي.

د روسیې په بیلا بیلو ښارونو کی مظاهره کوونکو د چوروف د لیري کیدو غوښتنه کوله او وایي، د انتخاباتو کمیسیون باید داسي یو څوک په دي دندې وټاکې چې خلک پري باور ولرې.

کودرین وویل، د روسیې د جمهورې ریاست له انتخابات مخکي چې د راتلونکې مارچ میاشت کې به ترسره شي، د انتخاباتو لپاره باید نوی قانون تصویب شي او چارواکي باید له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړې.

د روسیې د صدراعظم پخواني مرستیال بوریس نیمتسوف هم راټولو شویو خلکو ته وینا وکړه او په ولادمییر پوتین یي لفظې حمله وکړه:

“غل باید په کریملن کې نه وي. د پوتین د انتخاباتو مسول فلم جوړونکی ستانیسلاف ګوفوروخین له دي خبرې سره سل په سلو کې موافق دی. له پوتین پرته خوښ نوی کال ولرۍ. روسیه به آزاده شي”.

په مظاهرې کې د کریملن سختو منتقدینو الکسي ناوالنې اوبوریس اکونین هم ویناوې وکړې او احتمال لري پخوانی جمهور رئیس میخائیل ګورباچیف هم په مظاهرې کې راڅرګند شی او وینا وکړې.

د روسیې په سنت پیترز برګ ښار کې هم شاوخوا یو زر او پنځه سوه کسان راټول شوې دې.
د روسیې په نورو ښارونو کی هم ورته لاریونونه او مظاهرې شوې دي.
XS
SM
MD
LG