د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

امريکا:د ولسمشر کرزي مخالفت له طالبانو سره توافق زيانمن کړ


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د لوړ رتبه امریکايي مقاماتو په حواله ویلي، چې د افغانستان د سولې د پروسې د هڅو په لړ کې دوى تیره میاشت د طالبانو له استازو سره یوه ازمېښتي توافق ته ورسېدل، خو د افغان ولسمشر د مخالفت له امله دا بهیر په ټپه ودرید.

ورځپاڼې ته امریکايي او لویدیځومقاماتو چې د موضوع د حساسیت له امله يې نه غوښتل نومونه يې ذکر شي ،ویلي طالب استازي او امریکايي مقامات په دې سلا شوي وو، چې له ګوانتنامو زندان څخه به د طالبانو پینځه زندانیان خوشې او په قطر کې به چیرته چې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستو خبره کیږي، نظر بند ساتل کیږي.

د مقالي لیکونکی وايي، د یوه کال هڅو وروسته نزدې وه، چې دواړه خواوې د سولې په اړه واقعي خبرو باندې سلا شي خو دا پروسه وروسته تر دې ودریده چې افغان ولسمشر ورسره مخالفت وښود.

یوه لوړ رتبه امریکايي مقام ویلي، دا مهال هر څه په ټپه دریدلي، خو د هغه په وینا تمه ده چې د نوي میلادي کال په پیل سره له طالبانو سره بیا تماس ټینګ شي.

واشنګټن پوست ته یوه بل امریکايي چارواکي ویلي موږ د یوه خارق العاده موافقې په تمه نه یو ،د هغه په وینا متحده ایالات د افغانستان ښه راتلونکی غواړي او همدې ته په کتنه د روغې جوړې پر پروسې جدي کار روان دی.

بل لوري ته امریکايي قومندانان بیا وايي چې خبرو اترو ته د طالبانو لیوالتیا د هغوى پر ضد د نړیوالو ځواکونو د وروستیو کامیابیو نتیجه ده.

امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي طالب مشران به ښايي په دې باور وي چې سیاسي حل به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هغوى راتلونکې خوندي کړي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال الن تیره اوونۍ وویل، چې تر کومې پورې د ده قومندانانو خپله ارزیابي نوي بشپړه کړې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو څرنګوالي به روښانه نشي.

خو نوموړي وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت د بڼې د تغیر پریکړه لا دمخه شوې او په تدریجي ډول د بهرنیو ځواکونو محاربوي ماموریت په رونیز بدلیږي.

امریکايي مقاماتو واشنګټن پوسټ ته ویلي موږ باور لرو چې روغه جوړه د روانو هڅو مهمه او اساسي برخه ده ،هغوى ویلي باور لري چې له مناسبو کسانو چې کولی اعتماد رامنځته کړي ،خبري کوي .

واشنګټن پوست ته امریکايي چارواکو ویلي مونږ پویهږو چې له طالبانو څه غواړو:

د نړېوال تروریزم غندنه،د افغانستان له دیموکراسۍ څخه ملاتړ او له افغان حکومت سره د خبرو اترو پیلول.

ددغه امریکايي مقام په وینا طالبان له ګوانتنامو څخه د خپلو پینځو بندیانو خوشي کیدل او په قطر کې دفتر غواړي .

امریکايي مقامات وايي په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستو هدف له افغان حکومت سره د خبرو په خاطر دی نه د پروپاګند او یا استخدام لپاره، دا به د افغان دولت بدیل دولت نه وي بلکه دا د افغانستان د راتلونکې لپاره دی.
XS
SM
MD
LG