د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

"لا ډیرکار ته اړتیا ده، څو په پاکستان کې د پت په نامه وژنې کمې شي"


پاکستان یو شمېر داسې ګامونه اخیستي، چې د غیرت او ناموس په نوم د زیاتیدونکي وژنو مخه ونیسي، خو وروستی جوړ شوي قوانینو او په دې برخه کې پورته شوي ګامونه ونه شوه کولای چې د تیر کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د ۶۷۵ ښځو ژوند وژغوري.

د پاکستان د بشري حقونو د څار یوه سرلارې ډله وايي، دا شمېر له هغو وژنو زیات دی، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې شوې وې.

د غیرت په نوم د ښځو د وژنو دا زړه بوږنونکی شمېر د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بشري حقونو کمیسون خپور کړی.

دوي په ټول ۲۰۱۰ کال کې داسې ۷۹۱ وژنې ثبت کړې وې او په ۲۰۰۹ کال کې یې د غیرت په نوم د شپږ سوو ښځو وژنه ثبت کړې وه.

د لاهور له ښار څخه د دې کمیسیون یو لوړ پوړي چارواکي ازادۍ راډیو ته ویلي، دا شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی:

((له بده مرغه داسې یو سلسله لیدل کېږي، هغه بد روایات چې په لرې پرتو کلیو، بانډو یا د جاګیردارانو او سردارانو قبایلي سیمو کې وو، اوس هغه روایات له بده مرغه ورو ورو ښارونو ته هم راځي.

په ښارنو کې هم چیرې چې خلک پوهیږي، ښځې په ورځني ژوند او کار کې برخه لري چې ښه خبره ده خو ورسره د ښځو په وړاندې زور زیاتي او تشدد هم په زیاتیدو دی.))

په همدې میاشت کې پاکستان د دې سلسلې د مخنیوي لپار ځینې ګامونه اخیستي، چې په کې د هغو کسانو لپاره سخته سزا ټاکل شوې چې له ښځو سره زور زیاتی کوي او یا د هغوي په وړاندې له تبعیض کار اخلې او یا یې اجباري ودونو ته مجبوروي.

د بشري حقونو فعالانو د دې ګام هرکلۍ کړی، خو وايي لا هم د ښځو د خوندیتوب لپاره ډیر څه پکار دي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون دې غړي زمان خان په دې برخه کې د ځینو ښو پرمختګونو یادونه هم کوي لکه د رسنیو په اړه وايي، چې اوس یې په داسې پېښو راپورونه زیات کړي، چې په خلکو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د عمومي پوهاوي د زیاتوالي لامل کېږي.

همدارنګه پولیس هم تر ډیره اوس د پخوا پر خلاف چې د کورنیو د نوم د ساتلو لپاره به یې داسې دوسیې یوې خواته کولې اوس ډیرې له داسې دوسیو څېړي.

خو سره له دې هم د غیرت په نوم د ښځو وژنې په پاکستان کې په زیاتیدو دي، د زمان خان په وینا دا شمېر چې دوي اعلان کړي ښايي تر دې زیاتې ښځې وژل شوي وي ځکه د پاکستان په ګڼ نفوسه هېواد کې ګڼې داسې پېښې پټې پاتې کېږي او په لرې پرتو سیمو کې نه پرې پولیس خبریږي او نه هم رسنۍ.

د نوموړي په وینا لوی لاملونه یې د خلکو ترمنځ دود شوی کلتور دی چې د ښځو د حقونو منلو ته تیار نه دي.

د داسې پېښو سره د محکمو او پولیسو ناسم چلن د دې پېښو د زیاتیدو یو بل سبب دی او په پاکستان کې د بنسټ پالنې پراختیا هم پرې اغیز کړی او دا ډول پېښې یې زیاتې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې په وژل شوېو شپږ سوه پنځه اویا ښځو کې یو اویا یې هغه نجونې دي چې عمرونه یې له اتلس کلونو کم وو.
XS
SM
MD
LG