د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

د کابل پر پنځمه امنيتي حوزه بريد وشو


د کابل د پینځمې حوزې د شاو خوا سیمو د خلکو ارامه شپه یو دروند غږ له اندیښنو ډکه کړه. د راپورنو له مخې یو تن چې لاسي بم یې پنځمې حوزې ته ګذار کړ، له سیمې وتښتیده.

که څه هم چې له پیښې وروسته په لومړیو راپورونو کې ویل کیدل، چې څو تنه ځان وژونکي په حمله کې شامل وو، خو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ یواځې یو تن حوزې ته لاسی بم وغورځاوه.

تر دې دمخه رویټرز اژانس د یوه سیمز پولیس له قوله راپور خپور کړی و، چې څلور تنو ځان وژنکو تیر ماښام د کابل په پینځمې امنیتي حوزې حمله کړې وه.

د رویټرز په حواله دا هم ویل شوي وو، چې یو تن حمله کونکي پر خپل بدن تړلو منفجرو موادو ته انفجار ورکړ او نور یې چې سپکې او درنې وسلې ورسره وې له پولیس سره ونښتل.

د کابل د امنیه قومانداني د جنايي تحقیقاتو رییس رویټرز ته ویلي، چې په دې پیښه کې هیڅچا ته زیان نه دی رسیدلی. تر دې مخه د پیښې په ځای کې خلکو ویلي وو، چې لږ تر لږه د دوه چاودونو غږ واریدل شو. خو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند دا خبره ردوی.

وسله والو طالبانو د پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی او وایي، چې یو شېمر ځان وژونکي په دې حمله کې شامل وو.

خو له دې پیښې ساعت وروسته د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند ازادي راډیو ته وویل، چې وضعیت بلکل ارام دی، هر څه کنټرول شوي او د نارامي کومه اندیښنه نشته.

مخکېني معلومات:

افغان چارواکي وايي نن ماښام يوه مشکوک ځان وژونکي د پوليسو پر يوه امنيتي حوزه بريد کړى دى.

د کابل د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي رسنيو ته وويل يوه کس د پوليسو پر پنځمه امنيتي حوزه لاسي بم غورځولى او اوس د کابل د لوېديځ کوټه سنګي سيمه کې دغه حوزه او وضعيت د پوليسو په کنټرول کې دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې چا ته زيان نه دى اوښتى. ځينو چارواکو بيا پر دغې حوزې د وسلوالو له لوري د بريد خبر منلى دى.

وسلوالو طالبانو چې د بريد مسووليت يې منلى ادعا يې کړې چې ګڼو ځان وژونکو پر دې حوزه بريد کړى او په بريد کې ګڼو پوليسو ته چې د شپې د ډوډۍ لپاره راټول شوي وو، تلفات اړول شوي دي.
XS
SM
MD
LG