د افغانستان پیژندل شوي سندرغاړې رحیم غمزده نن د پنځه اویا کالو په عمر له فانې دنیا څخه سترګې پټې کړې.
ارواښاد غمزده له پنځوسو کلونو زیاته موده د افغانې موسیقۍ په برخې کي خدمت کړی او په وروستیو دریو کلونو کي د ستونې د سرطان په ناروغۍ اخته و.
نوموړی د درملنې لپاره هند ته هم استول شوی و، خو تېره اوونۍ د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کي بسترې شو او نن په حق ورسید.
د نوموړي جنازه نن ماسپښین د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کي خاورو ته وسپارل شوه.
غمزده په لسګونو سندرې ويلي چې اکثره يې د راډيو ټلويزيون په ارشيف کې خوندي دي، ارواښاد غمزده شاعري هم کوله.
په دې باب راپور په کيڼ اړخ کې واورئ.