د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې لسمه کليزه


د افغانستان د بشري حقونو لوګو
د افغانستان د بشري حقونو لوګو
سبا د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۶۳ کلیزه ده. د دې ورځې تر لمانځنې مخکې د متحدوایالاتو د بهرنیو اړیکو شورا، د نړیوالې حکومتدارۍ د سیسټم نړیوال انستیتیوت او نورو نړیوالو ټولنو د نظرپوښتنو له لارې هڅه کړې ده چې په اوسني عصر کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې څخه د ملاتړ کچه معلومه کړي.

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مهم ټکي:

ـ خلک حق لري چې د حکومتونو په اړه انتقادي نظریات په آزادۍ سره څرګند کړي.
- خلک د سوله ییزو مظاهرو حق لري.

ـ رسنۍ باید د حکومتونو له کنټرول څخه آزاد فعالیت وکړي.

- له خلکو سره باید د هغوی دین، جنسیت، نژاد او قوم ته له پام پرته چلند وشي.

- حکومت د خپلو خلکو د بنسټیزو اړتیاوو د برابرولو او له هغې ډلې د صحي خدماتو، خوړو او زده کړې مسوولیت لري.

- د حکومت د صلاحیت بنسټ باید د خلکو غوښتنې وي او حکومت باید د آزادو انتخاباتو له لارې واک ته ورسېږي.

د دې نظرپوښتنو له مخې د نړۍ په بېلابېلو برخو او له هغې ډلې په هغو هېوادونو کې چې استبدادي رژیمونه په کې واکمن دي اکثر خلک د دې اعلامیې له لومړنیو اساساتو څخه ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG