د امریکا د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ یو وار بیا ټنګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر کرښه پر پاکستاني پوستو د ناټو بمباري په هيڅ ډول یو قصدي عمل نه و.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي ویلي، پر پوستو یي د ناټو بمباري پرته له کومه دلیله وه او ممکن مخکې له مخکې د دوي پر خاوره د تیرې په توګه پلان شوي وي.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي، پوځي څیړنې به دا په ډاګه کړي چې د شنبې په ورځ ريښتیا د افغانستان او پاکستان پر پوله څه پېښ شوي او ولې ناټو هیلو کوپټرو د پاکستاني سرتیرو پوستې بمبار کړي.
پینټاګون همدا راز ټینګار کړی دی، چې امریکا هیڅکله داسې نه وه پلان کړې چې پاکستاني پوځیان ووژني.
د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جیورج لیټل د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هغه څه چې د شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله پېښ شول یوه خواشینونکي پېښه وه، موږ په دې پېښه کې د پاکستاني سرتیرو پر وژل کیدو خواشیني یو او خواخوږي ورسره شریکوو.
نوموړي ټینګار وکړ، چې دا په هیڅ ډول او بڼه پر پاکستان باندې د امریکا د متحده ایالاتو د برید څرګندوی نه دی، د جیورج لیټل په وینا داسې خبره سمه نه ده.
د شنبې د ورځې د ناټو د دې برید انګیزه چې ۲۴ پاکستاني سرتیري یي ووژل لا هم روښانه نه ده.
اسلام اباد وايي، چې د دوي پر پوستو د ناټو د دې برید هیڅ دلیل موجود نه واو نه د دوي له خوا د ناټو ځواکونه پارول شوي وو، خو افغان او ناټو ځواکونو بیا د ځینو راپورونو له مخې ویلي چې لومړنۍ ډزې د پاکستاني پوستو څخه شوې.
تر دې مخه هم امریکايي پوځي قومندانانو د پاکستان او افغانستان پر پوله پراته پاکستاني پوځیان په دې ملامته بللي وو چې د خپلو پوستو له شا او خوا څخه د افغانستان خاورې ته د حقانې د شبکې او نورو وسلوالو له خوا د راکټونو په ویشتلو یې سترګې پټې کړې دي.
د سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ یو جنرال اشفاق ندیم ځايي خبریالانو ته وویل دې هوايي بمبارۍ امریکايانو ته د پاکستان د اعتراض د رسولو سره سره دوه ساعته دوام وکړ.
پاکستان ویلي چې پر دې پېښه د اعتراض په توګه به د افغانستان په اړه په بن کې جوړیدونکي نړیوال کانفرانس کې هم برخه وا نه خلي.
د امریکا د دفاع د وزارت یو بل ویاند جان کیربای ویلي د واشینګټن او اسلام اباد اړیکې ريښتیا هم په یو کړکیچن پړاو کې دي خو د نوموړي په وینا واشینګټن په ځانګړي توګه د امریکا پوځ غواړي د پاکستان سره ښې او ټینګې ستراتیژیکي اړیکې وپالي.
له بلې خوا د ناټو یو ویاند ویلي پاکستان په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو سره د همکاریو یوه برخه بیرته پیل کړي ده.
د ناټو دې ویاند کارسټین جکوبسن چې یو جرمني جنرال دی خبریالانو ته ویلي، د سې شنبې په ورځ ناوخته اسلام اباد له ناټو سره د پکتیا په ولایت کې په ګډه کرښه د ډزو د تبادلې د یوې پېښې د مخنیوي په اړه خبرې کړي دي.
د نوموړې په وینا دا ددې نښه ده چې داوړه لورې د شنبې د ورځې له پېښې وروسته د اړیکو د عادي کولو په هڅه کې دي.