په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند وايي، چې د بن کنفرانس د افغانستان د حکومت له خوا رابلل کیږي او تمه لري چې د پاکستان په ګډون ټول هغه لوري پکې برخه واخلي چې ور ته رابلل کیږي.
ښاغلي ډامنک مډلي دغه خبره د سې شنبې وروسته له هغې وکړه چې د بن په کنفرانس کې د پاکستان د حکومت له خوا د نه ګډون د پریکړې په اړه راپورونه خپاره شول.
نوموړي چې په کابل کې یي د خبریالانو پوښتنې ځوابولې په دې اړه وویل:
(په مشخصه توګه موږ هیله لرو، چې پاکستان به د افغانستان د حکومت په بلنه د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي.
په دې کې د افغانستان په تیرو لسو کلونو خبرې کیږي، سیمه یېزو مسایلو ته په کې کتنه کیږي او له افغانستان څخه د نړېوالې ټولنې دوامداره ملاتړ په کې ښکاره کیږي، همدا راز په سیمه کې د سولې مسئله په کې ده، دا یو ډیر مهم کنفرانس دی. )
راپورونه د پاکستان د یوه چارواکي له قوله چې نوم یي نه دی اخیستل شوی ویلي، چې د ډیسمبر په پنځمه د افغانستان په اړه د بن په دویم کنفرانس کې د نه ګډون پریکړه د سې شبنې په ورځ د پاکستان کابینې وکړه.
پاکستان تر دې مخکې په مومندو اجنسۍ کې د ناټو ځواکونو د شنبې د ورځې د هوايي حملې په غبرګون کې همداراز په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو ته د پاکستان له لارې د اکمالاتو د بندولو پریکړه هم کړې وه.
په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند کرسټن جیکوبسن هم په یاد خبري کنفرانس کې تایید کړه چې د پاکستان له لارې د ځمکې له لارې د اکمالاتو دواړه لارې بندې شوي دي.
د هغه اشاره د تورخم او چمن لارو ته وه او زیاته یې کړه، ناټو ځواکونو له کراچۍ نه اکمالات بند کړي دي.
خو د ناټو ځواکونو ویاند ټنیګار وکړ چې اوسنی کشکمش په سیمه کې د یاغیانو په ګټه دی او باید ښکیلې خواوې خپل روابط بیرته عادي کړي:
(دا د ښکیلو ټولو لوریو په ګټه دی چې څومره ژر کیدای شي، نورمال حالت ته راوګرځي. که هغه د درې اړخیزو خبرو په برخه کې وي، پر سرحدي سیمو کې عملیات او د لوجستیک په ګډون په نورو ټولو برخو کې. )
د کونړ د یو شمیر قومي مشرانو د ادعا په اړه چې وايي، د پاکستان په نښه شوې امنیتي پوستې څو کاله مخکې د افغانستان په خاوره کې جوړې شوې وې چې له امله یې سیمه یېزو خلکو جګړه هم ورسره کړې وه، جیکوبسن وویل، د ډیورڼډ کرښه او تعبیر یې سل په سلو کې ښکاره نه دی.
د هغه په وینا په اکثرو ځایونو کې له کرښې نه د تعبیر توپیر آن له یوه کیلومتر نه هم زیات دی.
خو د ناټو ځواکونو ویاند وویل، هغه عملیات چې له هوايي ځواکونو نه یې مرسته غوښتې وه، د افغان کوماندو او ایتلافي ځواکونو له خوا د افغانستان په خاوره کې ترسره کیدل.
نوموړي وویل، دا مسایل او د پيښې نور جزیات به د تحقیقاتو په ترڅ کې چې پیل شوي دي، څرګند شي.