د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۰

د شوروي اتحاد له نسکورېدو ۲ لسیزې تېریږي


د ازادې اروپا راډیو / ازادي راډیو د پخواني شوري اتحاد نسکورېدل او ویش د انلان په یوې ځانګړې پروژه کې لمانځي.

په دې پروژه کې هغه ویډیوګانې، نقشې، پېښې موجودې دي، چې هغه شیبې انځوروي، چې د فساد، د رسنیو ازادي او د ۱۵ هېوادونو اقتصادي ازادۍ څرګندويي کوي، چې د شوري د اتحاد له ماتې وروسته رامنځ ته شوي.

د هغه تاریخي دوران په اړه د ازادې اروپا راډیو /ازادي راډیو ۳۵ داسې ویډیو ګانې موجود دي، چې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو د هغه مهال د کارکوونکو یادونه او خاطرې انځوروي.



د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو خبريال هدرماير د امريکا د ملي امنيت له پخواني سلاکار برنټ سکاوکروف سره د شلو کلونو مخکې وضعيت په باب، يعنې هغه وخت په اړه چې شوروي اتحاد سقوط وکړ، مرکه کړې ده. په پيل کې يې د دغو پېښو باب د جورج، اچ، ډبليو بوش د دريځ او په دې برخه کې د امريکا په اداره کې د اختلافاتو په اړه پوښتنه کړې.


د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو د يوې ځانګړې انلاين پروژې په مرسته د شوروي اتحاد د دړې وړې کېدو ياد تازه کوي، چې ويډيوګانې، نقشې، شېبې او پېښې په کې رانغاړل شوي دي. دغه ويډيوګانې، په پنځلسو هغو هېوادونو کې چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته جوړ شوي، فساد، د رسنيو ازادي او اقتصادي خپلواکي انځوروي. په لومړنۍ وېډیو کې د ″جان اوسولیوان″ له خولې د دې ځانګړې خپرونې په اړه اورو.



20کاله مخکې کله چې په شوروي اتحاد کې بدلونونه راغلل په ازبکستان کې حالت څنګه وو؟

په دې اړه مو له علیشیر صدیقوف د ازادۍ راډیو د ازبکي څانګې له مدیر څخه پوښتلي دي په اړه يي وايي:



ایرنا چالوپا د ۱۹۸۹کال په اړه خپلې خاطرې، په اکراین کې راغلي پیښې د ۲۰کالو دمخه چې د شوروي اتحاده څخه د اوکراین بېلېدو لامل شو په اړه يي وايي:



په ترکمنستان کې څه حال دی؟
اګول جمال یازلي یوا پخوا د ازادۍ راډیو د ترکمني څانګې مسوله وه کله چې په ۱۹۹۱کې شوروي اتحاد راوپرزید د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کي يي زندګي کوله.
نوموړې په هغه وخت کې په ترکمنستان کې محصله وه هغه وايي چې په هغه وخت کې شرایط ورته ښه برابر نه وو په اړه يي وايي:



په تارتارستان کې په څه ډول تصمیم ونیول شو؟

ریم ګیلفانوف د ازادۍ راډیو د تاتار بشقیر د څانګې مدیر د ۸۰مې پیړۍ په پای کې د پریسترویکای گرباچف په اړه وویل، تاتارستان کوښښ کاوو چې خپل پوځي قوت زیات کړي.



په فرهنګي او مذهبي چارو کې تاجکستان

سلیم جان ایوبوف د ازادۍ راډیو د تاجکي څانګې یو تن ګورباچوف په اړه يي وويل، په تاجکستان کې ملي او مذهبي حس هسې په نوم وو.

په کال ۱۹۹۰م د فبروری په میاشت کې یو شمېر تاجکان سړکونو ته راووتل او په لاریونو يي لاس پورې کړ، سلیم جان ایوبوف د هغې دورې په اړه راته وايي:

XS
SM
MD
LG