په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال لپاره د افغانستان او ناټو د ګډ بورډ چارواکي به په دې غونډه کې د هغو سیمو په اړه پراخ بحثونه وکړي، چې تمه ده د دغه بهیر په دویم پړاو کې شامل کړای شي.
په دې غونډه کې، چې د شنبې په ورځ په کابل کې پرانستل شوې د افغان دولت او ناټو د ځینو نورو چارواکو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان هم برخه لري.
د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د کمسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د غونډې په سر کې خبریالانو ته وویل، چې دوی به د یکشنبې تر ورځې افغان ولسمشر ته خپلې وروستۍ سپارښتنې وسپاري.
″زموږ د نننۍ غونډې اساسي هدف دا دی، چې د هغو ولایتونو او ولسوالیو په اړه پراخ بحثونه وشي، چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په دویم پړاو کې شاملیږي.
د یکشنبې په ورځ به افغان ولسمشر ته په دې اړه ځانګړې سپارښتنې وړاندې شي. د امنیتي مسولیتونو د انتقال د دویم پړاو د نیټې اعلان ولسمشر کرزي د پریکړو یوه برخه ده.″
خو ځینې سرچینې وایي، چې افغان ولسمشر به د اسټانبول په سیمه ایز کانفرانس کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د بهیر د دویم پړاو د پیل نیټه او په هغې کې د شاملو ولایتونو نومونه اعلان کړي.
د ۱۷ ولایتونو مسوولین کابل ته رابلل شوي وو:
د انتقال د ګډ بورډ دا غونډه وروسته له هغې پرانستل شوې، چې ددې بورډ غړو له افغان ولسمشر سره هم یوه ناسته درلودله او له هغې مخکې د اوولسو ولایتونو مسوولین کابل ته رابلل شوي وو، څو د دویم پړاو د پیل په اړه د دوی چمتوالې او ستونزې وارزولې شي.
د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر د دویم پړاو لپاره دا تیاری په داسې حال کې روانې دي، چې په افغانستان کې د ناټو چارواکو د دې بهیر لومړې پړاو بریالی بللی.
د ناټو د قومندان په وینا په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د بهیر پیل ځینې مهم فرصتونه رامنځ ته کړي دي.
″دغه بهیر ځینې فرصتونه رامنځ ته کړي، چې یوازې د امنیتي حالاتو د ښه کولو په برخه کې نه دي، بلکې له دې هم زیات مهم دا، چې دغه بهیر زموږ افغان همکارانو ته د حکومتدارۍ، اقتصاد، تعلیم او روغتیایی خدماتو د ښه کولو لپاره هم ښه فرصتونه رامنځ ته کړي.″
په ورته وخت کې د ناټو ملکي استازي هم په دې باور دی، چې په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال لپاره مناسب فرصت رامنځ ته شوی.
د ده په وینا د دې بهیر لومړي پړاو ته وښودله، چې افغان ځواکونه اوس د دې جوګه دي، چې دا مسوولیتونه سمبال کړي.
سایمن ګیس هم دغه بهیر خورا مهم وباله او ویې ویل.
″موږ د امنیتي مسوولیتونو د انتقا بهیر د دې لپاره نه پلې کوو، چې موږ اړ یو دا کار وکړو، بلکې موږ په دې باوري یو، چې موږ افغان ځواکونو ته دا مسوولیت سپارلی شو.
هغه څه چې موږ هڅوي، هغه په تیرو څو کلونو کې زموږ د لاس ته راوړنو ارزونه ده.
که موږ د افغانستان د نن ورځې امنیتي وضع له دوه کاله وړاندې سره پرتله کړو، نو ګورو، چې موږ د افغانستان په زیاتو سیمو کې ډیر ډراماټیک پرمختګ کړې دې.″
په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال مساله د لومړي ځل لپاره د لیزبون په سرمشریزه کې د افغان ولسمشر له خوا مطرح شوه، چې ټولو یې ملاتړ وکړ.
د دې بهیر له مخې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر وروستیو پورې د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
که څه هم ځینې اندیښنې هم موجودې دي، چې ممکن له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یو ځلې بیا افغانستان یوازې شي، خو لویدیځو چارواکو بیا بیا دا ډاډ ورکړی، چې د دغه بهیر بشپړېدل به د دوی ژمنې اغیزمنې نه کړي.
راپور: حمید مهمند

که موږ د افغانستان د نن ورځې امنیتي وضع له دوه کاله وړاندې سره پرتله کړو، نو ګورو، چې موږ د افغانستان په زیاتو سیمو کې ډیر ډراماټیک پرمختګ کړې دې.
سایمن ګېس