د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۸

د پاکستان اوسنی حالت د ″پاڼ او پرانګ″ ترمنځ بلل شوی


سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په وینا لیکلي، چې پاکستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

ورځپاڼه د میرمن هلري کلنټن له قوله دا هم لیکلي، چې دوی د پاکستان خپلواکۍ ته درناوې لري، خو د ترهګرو او ترهګرۍ له منځه وړل د امریکا په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا په دې مسالې بحث کړی، چې پاکستان به د امریکا دې غوښتنې ته څه ځواب ووایي.

ورځپاڼې د پاکستان اوسنی حالت د پاڼ او پرانګ ترمنځ بللی او لیکلي، چې یوې خوا ته د امریکا فشار او له بل لوري هغه وسله وال دي، چې د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې جګړه کوي.

ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې افغان او امریکایي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د پاکستان اقدامات ښه په غور سره وڅاري، ځکه د ورځپاڼې په وینا ممکن پاکستان وسله وال داسې هم و نه ځپي، چې دوی ته ستونزې پیدا کړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا دا ځلې د افغانستا او سیمې د حالاتو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې څرګندونې سپینې بللې او لیکلي، چې میرمن کلنټن دا ځلې دا په ډاګه کړه، چې د کوم هیواد استخبارتي اداره د وسله والو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه لیکي، چې میرمن کلنټن له پاکستان څخه په څرګند ډول وغوښتل، چې د حقاني او نورو وسله والو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي او د هغوی پر ضد اقدام وکړي.

د ورځپاڼې په وینا میرمن کلنټن دا هم ویلي، که پاکستان داسې ونه کړي، نو دوی به له غور وروسته په دې اړه د یو وړ اقدام لپاره ګام واخلي.

ورځپاڼې وړاندې امریکا او نړیوالې ټولنې ته دا سپارښتنه هم کړې، چې په پاکستان خپل فشارونه زیات کړي او ان خبره دې تر اقتصادي بندیزونو پورې ورسوي، څو دغه هیواد ریښتنې همکارۍ ته غاړه کیږدي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په حواله لیکلي، چې پاکستان دې افغان وسله والو ته پناه نه ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي، امریکا په دې باورده، چې د ترورستانو پر ضد مبارزه په یو اړخ کې موثره نده او پکار ده، چې پاکستان هم خپله مبارزه ګړندۍ کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنټن په پاکستان کې موجود وسله وال هغه ماران بللي، چې د ګاونډیو د چیچلو لپاره ساتل شوي، خو ددې په وینا دا ماران هر څوک چیچلې شي.
XS
SM
MD
LG