یو امریکايي سناتور وايي، که چېرې پاکستان د حقانې د شبکې پر ضد اقدام ونه کړي، د امریکا متحده ایالات باید له دې هیواد سره د اړیکو پرې کول ته چمتو واوسي.
د امریکا د متحدو ایالاتونو د پوځي خدمتونو د کمیټې مشر په تونده لهجه د پاکستان په اړه خبرې کړي دي.
کارل لیون وویل، که چېرې پاکستان متحدو ایالاتو دوه انتخاب ورکړي، چې د یو متحد له لاسه ورکول غواړي او که د خپلو سرتیرو وژل غواړي، نو امریکا به لومړی انتخاب غوره کړي، چې د یو متحد له لاسه ورکول دي.
لیون خبرداری ورکړ او ویې ویل، که چېرې اسلام اباد د حقاني شبکه په نخښه نه کړي، نو امریکا دا حق لري، چې پر ضد په خپله اقدام وکړي.
دغه امریکايي سناتور وویل، موږ نه یوازې چې حق لرو، هغه ځواکونه او اډې په نښه کړو، چې په افغانستان کې زموږ پر سرتیرو له پاکستان څخه بریدونه کوي، بلکې موږ حق لرو، هغوی هم نښه کړو، چې دا وسله وال یې په واک کې دي.
د بریدونو نمونه:
ښاغلی لیون د هغه یو برید یادونه وکړه، چې د یوې بې پیلوټه الوتکې څخه شوی او په ترڅ کې یې د حقاني د شبکې یو مهم کس وژل شوی و. د نوموړي په وینا د برید یو نمونه ده او دې ته ورته نور هم کیدای شي.
د امریکا متحده ایالات پر ګڼو نورو بریدونو سربیره د حقانې شبکه په کابل کې د امریکا پر سفارت په وروستي برید کې پر لاس لرلو تورنوي، همدارنګه امریکايي چارواکي وايي، د حقانې شبکې په هغې موټري بم چاودنه کې هم لاس درلود چې په میدان وردګو کې یې اوه اویا امریکايي سرتیري ټپیان کړل.
تر اوسه پورې د امریکا ملکي او پوځي چارواکو څو ځلې پاکستان د حقاني د شبکې په ملاتړ تورن کړی دی.
د امریکا د سنا د پوخي خدمتونو د کمیټې مشر وايي، پاکستان باید د داسې بریدونو د ملاتړ او په کې د لاس لرلو له مسولیتونو اوږې خالي نه کړي.
ټاکل شوې ده، چې کارل لیوین به دا مساله د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته هم یاده کړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هم د جمعې په ورځ په پاکستان کې وه او هلته یې له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې په خپله خاوره کې دې د وسله والو اډې له منځه یوسي.