د حقاني شبکې د یوه نیول شوي مهم قوماندان په اړه یوې لویدیځې خپرونې تحلیلي مقاله خپره کړې ده.
حقاني شبکه د امریکا د ټولو ځواکونو پخواني لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن تورنه کړې ده چې د سپتبمر په یولسمه یې د امریکایي او ناټو پوځیانو پر اډې په میدان وردګ ولایت کې چاودنه کړې چې په دې پیښه کې اووه اویا بهرني سرتیرې ټپیان شول. دغه شبکه همداراز تورنه ده چې د سپتمبر په دیارلسمه یې په کابل کې دامریکا پر سفارت برید کړی دی.
له دې پیښو وروسته د دې شبکې د نیول شوي مهم قوماندان مالي خان په اړه فارن پالیسې خپرونې مقاله خپره کړې ده.
کله ناکله په افغانستان کې د هغو یاغیانو د هویت په اړه چې نیول شوې وي یا وژل شوې وي مبالغه کیږي خو د تلې په نهمه خبره داسې نه وه چې ناټو اعلان وکړ د حقاني شبکې یو مهم مشر یې د مالي خان په نوم نیولی دی.
مالي خان د حقاني شبکې یو مهم غړی و او د ده له نیولو سره به هغه کسان چې ده یې مشري کوله او له ده سره شریک و له جدي ستونزو سره مخامخ شي.
فارن پالیسي خپرونه په دې اړه لیکي، مالي خان د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني او د هغه د زوی سراج الدین حقاني له با اعتباره کسانو څخه و. ده په خپله په عملیاتو کې برخه اخیسته او د یاغیانو د اکمالاتو په تنظیمولو کې یې مرسته کوله.
مالي خان که څه هم د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې اوسیده خو ډير وخت به په خپل کور کې نه و. دی د یاغیانو لپاره له دې اړخه موثر و چې ډير کله به د افغانستان په جنوب کې و.
مالي خان د فارن پالیسي خپرونې په وینا مخکې تر دې پریکړه کوله چې ناټو د ده پرضد څه وکړي او د غبرګولي په میاشت کې ایساف وویل چې د هوایي برید په ترڅ کې یې د مالي خان مرستیال وژلی دی.
د خپرونې په باور مالي خان د دې لپاره د حقاني شبکې لپاره اغیزمن نه و چې دی هم ځدراڼ و، دی د دې لپاره حقاني ته نژدې و چې د کورنۍ غړی یې و. د مالي خان تره د جلال الدین حقاني اوښی دی او د هغه خور د جلال الدین حقاني میرمن ده چې د سراج الدین حقاني مور کیږي.
دغه کورني تړاو مالي خان ته زمینه برابره کړې وه چې په راتلونکې کې د سراج الدین حقاني په ځای د شبکې عمومي قوماندان شي.
په اتیایمو میلادي کلونو کې د شوروي اتحاد د ځواکونو پرضد د جلال الدین حقاني جهاد هغه ته یو اعتبار ورپه برخه کړی، حتی ولسمشر کرزي د مشرانو په غیررسمي شورا کې هغه ته بلنه ورکړې وه.
سراج الدین حقاني بیا له عامو خلکو سره ډیرې اړیکي نه لري او د خپل پلار په څیر اوږده عملي تجربه هم نه لري. د ده لپاره په سیمه کې د مالي خان په څير یو بااعتباره قوماندان ډير مهم و چې په سیمه کې یې له خلکو او خپلو متحدانو سره اړیکي ټينګې ساتلې.
د مالي خان نیول د هغه تر وژلو مهم دي، ځکه چې ناټو ځواکونو او افغان حکومت ته لاره هواروي څو د حقاني شبکې د عملیاتو او هغو کسانو په اړه ښه معلومات ترلاسه کړي چې دغه شبکه تمویلوي.
په افغانستان کې د یاغیانو د هغو قوماندانو په ځای چې ناټو له منځه وړې دي یا نیولې دي نور کسان ټاکل شوې دي او دا کار به د مالي خان په برخه کې هم وشي.