له ولسي جرګې څخه ايستل شوې وکيله سيمين بارکزۍ وايي، غذايي اعتصاب به يې تر هغو روان وي، چې عدالت نه وي عملي شوى.
هغې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې لاس په کار شي.
مېرمن سيمين بارکزۍ او ٨ تنه نور وکيلان د انتخاباتو خپلواک کميسيون له لوري په اګست مياشت کې له ولسي جرګې د درغليو په تور وايستل شول او پر ځاى يې ٩ تنه نور وکيلان ولسي جرګې ته معرفي شول. نن اتمه ده چې مېرمن بارکزۍ د نه خوړلو اعتصاب کړى.
له اوسنۍ ولسي جرګې څخه د ايستل شوې وکيلې سيمين بارکزۍ د لوږې له اعتصاب څخه د اوو ورځو له تېرېدو وروسته ښايي د هغې پښتورګي يا بډوډي کار پرېږدي. د درېيو ماشومانو دغې مور ويلي، تر هغو چې بېرته په ولسي جرګه کې پر خپل مقام ونه ټاکل شي، دغه اعتصاب به يې روان وي.
٣٢ کلنه سيمين بارکزۍ د هرات ولايت ده، په تېره سپټمبر کې د انتخاباتو له لارې د ولسي جرګې د وکيلې په توګه وټاکل شوه، خو په اګست کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون سيمين او د ولسي جرګې ٨ نور برحاله وکيلان بې صلاحيته او پر ځاى يې ٩ تنه نور ولسي جرګې ته معرفي کړل.
ګڼو کسانو له ولسي جرګې د دغو وکيلانو اخراج په کلکه وغانده، پخوانۍ خبريالې او د سينګار متخصصې بارکزۍ قسم کړى چې که اړتيا وه، تر مرګه پورې به يې اعتصاب روان وي.
مېرمن سيمين بارکزۍ د جمعې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې له دغه اعتصاب پرته يې بله لار نه درلوده:
”له دې پرته مې بله لار نه درلوده، نن مې له دې طريقه خپل ږغ اوچت کړ. غواړم فرياد وکړم، خپل مظلوميت هغو کسانو ته چې زما په څېر په سياست او نورو برخو کې قرباني کېږي، څرګند کړم“
د مېرمن بارکزۍ له اعتصاب څخه اووه ورځې تېرې شوي او نن يې اتمه ده، هغه په بدن ډېره کمزورې شوې، ږغ يې رېږدي، شونډې يې وچې او رنګ يې الوتى دى.
هغې له نړيوالې ټولنې، د ډيموکراسۍ او د ښځو د حقونو له مدافعينو وغوښتل چې د دې مسئلې په حل کې مرسته وکړي.
مېرمن بارکزۍ اته ورځې مخکې د ولسي جرګې په وړاندې خيمه ودروله او د لوږې اعتصاب يې پيل کړ.
له نورو چارواکو علاوه د بشر حقونو د خپلواک کميسيون مشرې سيما سمر هم له بارکزۍ سره وکتل او ژمنه يې وکړه، چې له خپل شخصي او مسلکي نفوذ څخه په استفادې به د دې قضيې په حل کې مرسته وکړي.
د رويټرز اژانس په باور د ولسي جرګې له انتخاباتو کال وروسته د مېرمن بارکزۍ د لوږې اعتصاب د دې کمزورې او لانجمنې ولسي جرګې لپاره تازه چلينج دى.
اژانس ليکي، له درغليو ډک دغه انتخابات تېرکال په وږي يا سنبلې مياشت کې وشول، خو د نتايجو پر سر د ولسمشر حامد کرزي او وکيلانو ترمنځ تر اوږدې لانجې او کړکېچ وروسته د جرګې پرانيستنه وځنډول شوه.
د انتخاباتي درغليو د څېړلو لپاره د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه ځانګړې محکمه جوړه شوه، محکمې د خپلو څېړنو تر بشپړېدو وروسته له ولسي جرګې څخه د ٦٢ وکيلانو د ايستلو اعلان وکړ، خو کله چې ولسمشر حامد کرزي د وروستۍ پرېکړې صلاحيت بېرته د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته وسپاره، دغه کميسيون د ٩ وکيلانو د ايستلو او جرګې ته د ٩ نويو وکيلانو د ورتلو پرېکړه اعلان کړه.