د کرملین یو لوړ رتبه چارواکي د جمعې په ورځ وویل، له کړو ژمنو سره- سره ناټو له افغانستانه د مخدرو موادو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې له روسیې سره همکارۍ څخه ډډه کوي.
روسي چارواکي وايي ناټو په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو د ورانولو لپاره څرخي الوتکې او نور امکانات لري او له دې امکاناتو باید کار واخلي.
ویکتور ایوانوف چې د مخدرو موادو د قاچاق د کنترول لپاره د روسیې د فډرالي خدمتونو مشر دی وایی په دې برخه کې مثبته همکاري نه ده شوې.
په رسمي توګه د همکارۍ خبرې کیږي خودا خبرې له هغه څه سره چې موږ یې په عمل کې وینو ډیر فرق لري. ایوانوف انترفکس خبري اژانس ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، ناټو له څه باندې یوه کال راهیسې په بروکسل کې په خپل مرکزي دفتر کې د روسیې ارتباطي چارواکو ته د اجازې ورکول رد کړي خو په عین حال کې د مخدره موادو د قاچاق د کنټرول په برخه کې له مسکو سره د لا ډیرو همکاریو خبرې کوي.
ایوانوف وايي په اکتوبر میاشت کې په اروپا کې د ناټو د قوماندان ادمیرل جیمس جې ستاوریدیس او د روسیي د هیئت خبرې له تر سره کیدو څه کم یوه اوونۍ دمخه د بروکسل له خوا لغو شوې.
ایوانوف وايي موږ خبرو ته تیار وو. دا مسئله ډیره جدي ده او له پامه نه شي غورځول کېداى.
کرملين د دوه زرمې لسیزې له نیمایې راهیسي د ناټو او امریکایی استخباراتي ادارې ته د مخدرو موادو د تجارت او په افغانستان او شاوخوا هیوادونو کې د شورشي وسله والو د موجودیت په اړه معلومات ورکړي دي. دا استخباراتي معلومات اساساً په ټوله مرکزي اسیا کې د روسي جاسوسانو له خوا راټولیږي.
روسیه اروپا ته په غیرقانوني توګه د مخدره موادو د انتقال عمده لار ده. د یوه اټکل له مخې هرکال یو لک روسي اتباع د مخدره موادو د اعتیاد له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې مړینو ډیره برخه له افغانستانه دې هیواد ته د وړل شویو هیروئینو په ارتباط کیږي .
روسیي چارواکي په پرله پسې توګه ناټو په دې تورنوي چې د کرملین د استخباراتي معلوماتو په اړه چې له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق او په دې هیواد کې د مخدره موادو د تولیدي لابراتوارونو د ځایونو په هکله یې دوى ته ورکوي، کوم اقدام نه کوي .
ایوانوف وايي ناټو څرخي الوتکې لري او په افغانستان کې د جټ الوتکو د حملې صلاحیت هم ورسره دی نو زه غواړم دا ووایم چې ولی له ډیرې مودې راهیسې دوى کوم څه نه ترسره کوي؟
په بروکسل کې د ناټو چارواکي وايي، یو سخت کمپاین او په افغانستان کې د لسګونو زرو افغان بزګرو د هغو کروندو ورانول چې په کې کوکنار کرل شوي دي کولی شي د ناټو هغه هلې ځلې چې د طالبانو په مشرۍ د رواني شخړو د کنترول په برخه کې یې کوې زیانمني کړي .