د يمن روغتيايي او پوځي چارواکي وايي يوې دولتي جنګي الوتکې د دغه هېواد په جنوب کې په تېروتنې پر يوه پوځي ساحه بمباري کړې او لږ تر لږه ٣٠ سرتېري يې وژلي او ګڼ نور ټپيان کړي دي.
چارواکو نن وويل دغه بمباري تېره شپه په ابين ولايت کې له مرکز زنجبار څخه لږ ليرې پر يوه داسې ښوونځي شوې، چې چا ورڅخه استفاده نه کوله او په دې ځاى کې د پوځ د يوې لېوا سرتېري دېره شوي وو.
چارواکي وايي وژل شوي او ټپيان د پوځ د ١١٩مې لېوا سرتېري وو.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس ليکي، له مې مياشتې راهيسې په القاعده ډلې پورې تړلي سخت دريځي وسلوال پر زنجبار کنټرول لري.
چارواکو له اژانس سره د نوم د نه ښوولو په شرط دغه خبرې کړي، ځکه دوى وايي له رسنيو سره د دغو معلوماتو د شريکولو اجازه نه لري. دغو چارواکو وويل، داسې ناتاييد شوي معلومات يې ترلاسه کړي، چې تر بمبارۍ وروسته ډېر ژر دغه ړنګ ښوونځي ته وسلوال وررسېدل او نامعلوم شمېر ټپي کسان يې ووژل.
په داسې حال کې چې پوځ له څو ورځو راهيسې په سيمه کې جګړه پيل کړې، څو زنجبار له سخت دريځو وسلوالو بېرته ونيسي، له سيمې د درنو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي.
اسوشېټېډ پرېس اژانس زياتوي، ١١٩مه لېوا د ولسمشر علي عبدالله صالح د رژيم په وړاندې پاڅېدلې چې د مظاهره چيانو له غورځنګ سره ملګرې شي، دغه مظاهره چيان له واک څخه د صالح ليرې کېدل غواړي. داسې ګومان کېږي دغې لېوا به د امريکا د پوځ قوي ملاتړ هم ترلاسه کړى وي، چې په جنوب کې د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې په اغېزناک ډول وجنګېږي.
په يمن کې دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه خبرتيا خپره کړې او ويلي يې دي، د يمني الاصله انور العولقي وژنه به په نړۍ کې د غچ اخيستنې د تاوتريخوالي خطر وپاروي.
العولقي په يمن کې ووژل شو. دى د القاعدې مهم غړى ګڼل کېده، چې د دې ډلې لپاره يې په تبليغاتو کې مهم رول لوباوه.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، العولقي وژنه به ځينو کسانو او ډلو ته دا انګېزه ورکړي چې د امريکايي اتباعو او يا هم د امريکا د ګټو خلاف راوپارېږي.
عولقي د جمعې په ورځ په يمن کې ووژل شول. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په مې مياشت کې په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته هم ورته يوه خبرتيا خپره کړې وه.