د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پراختیا، دغونډې د بحث مرکزي موضوع وه.
د کرنیزو چارو متخصیصینو ویل، افغانستان د کال په هر موسم کې ښه سابه، ګټور کیمیاوي بوټي او ډول ډول لمدې او وچې میوې تولیدولای شي، کیفیت یي هم د نړۍ د ډیرو هېوادونو له محصولاتو ښه دی او په بهر کې یي مینه وال هم ډیر دي خو، دا محصولات بهرنیو مارکیټونو ته پر وخت او لازمو تخنیکي لارو او وسايطو نه رسیږي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر محمداصف رحیمي وویل، په دې علمي ناسته کې به د شته ستونزو د له مینځه وړلو پر لارو چارو خبرې وشي او پروګرامونه به ترتیب شي:
(نا مناسب لبږد او ترانسپورت د دې سبب شوی چې، بیې عواید او د شرکتونو ګټې کمې شي،تولید، مارکیټ او مینه وال شته خو لوژستیک مو نیمګړي دي، چې داعرضه ورسوي،موږ باید د دې ستونزې اواري ته کار وکړو.)
ښاغلي رحیمی زیاته کړه، د هېواد د محصولاتو له صادرولو څخه په مجموع کې بزګر او صادروونکي درې فیصده ګټه اخلي او که چېرې دا محصولات او میوې په معیاري ډول دسته بندي او په مناسبو وسایلو او وسایطو بهرنیو مارکیټونو ته ورسیږي، د ګټې اندازه به یي درې دیرش فیصدو ته پورته شي.
د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پراختیا لپاره یو، ایس، ایډ، یا د امریکا د متحدو ایالاتو نړېوالې پراختیایي ادارې له څو کالو راهیسي له دې وزارت سره یو لړ فني او مالي مرستې پیل کړي او د دې وزارت چارواکي هم وايي چې، دی مرستو د هېواد په کرنیز سیستم او د ظرفیتونو په لوړولو کې د پام وړ بدلون راوستی دی.
د افغانستان لپاره د « یو ، اس ، ایډ ، » د کرنې د برخې ریيس مارک کراتور وویل، دوي په دې لاره کې د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د هېواد په یوویشتو ولایتونو کې یو لړ پروګرامونه پیل کړي او په راتلونکي کې به هم دې مرستو ته دوام ورکړي:
(امریکا په ډیر ویاړ د افغانستان له حکومت سره مشارکت ته غاړه ږدي، ډیر کارونه باید ترسره شي، دا ښکاره خبره ده چې تجارتي زراعت په افغانستان کې داسې یو شی دی چې په بهر کې هم ورته بازار موندل کیدای شي.
زموږ اوسنی ابتکار به تر هغه دوام وکړي چې د افغانستان لپاره یوه نوې او نیکمرغه راتلونکي تضمین کړي.)
مسئولینو وویل، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا د پروګرام له لارې تر اوسه کابو اته زرو بزګرو ته پورونه ورکړل شوي او په پام کې ده چې تر راتلونکو دوه درې کلونو کې د پور اخیستونکو شمېر لس زرو ته پورته شي.
له دې هلوځلوسره سره د هېواد زیاتره بزګر او باغ لرونکي د اوبو، کانالونو، د وسایلو او وساېطو او له دوي سره د دولت د لازمو مرستو له نشتوالي شکایت کوي.
خان محمدسیند،کابل