د بلوچستان په مستونګ سيمه كې وسلوالو د شعيه زيارت كوونكيو پر يوۀ بس ډزې كړې، نهه ويشت تنه يې وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان كړي دي. د دې وسلوال بريد مسووليت د لښكري جنګوي په نامه وسلوالې ډلې منلى دى. شعيه لږكيو د دې بريد په خلاف درې ورځنى ماتم اعلان كړى.
د سه شنبې په ماښام كوټې ښار ته نيژدې جنوب لوري ته په څلوېښت كيلوميټرۍ كې د مستونګ په سيمه كې نامالومو وسلوالو پر يوۀ مسافربس ډزې وكړې او شپږويشت تنه يې پكې ځاى پر ځاى و وژل.
د مستونګ سيمې يو حكومتي چارواكى شاه نواز وايي په دې بس كې پينځه څلوېښت تنه سپاره وو چي د بلوچستان د سرحدي ښار تفتان له لارې ايران ته روان وو، چي د مستونګ په لكپاس نومي ځاى كې وسلوالو بس ودراوه او له څلورو اړخونو يې ډزې پيل كړې:
((دا بس د تفتان پر لور روان چي مساپر پكې سپاره وو، وسلوالو را كښته كړي، شپږويشت تنه يې ځاى پر ځاى وژلي او شپږ نور يې ټپيان كړي چي موږ روغتون ته انتقال كړل))
د مستونګ سيمې يو بل دولتي مسوول سعيد عمراني وايي وسلوالو لومړى له څلورو اړخونو پر بس ډزې وكړې او وروسته بس ته ور وختل او هملته يې پر شعيه زيارت كوونكيو- چي ايران ته روان وو- ډزې وكړې او په سمدستي توګه د پېښې له ځايه و تښتېدل. وايي دا پېښه د لېويز پوليسو تر كنټرول لاندې سيمه كې شوې ده، نو آيا وسلوال بيا څنګه د پېښې له ځايه تښتېدلي دي، نوموړى وايي:
((موږ پر مهمو داخلي لارو امنيتي پوستې جوړې كړې دي، هلته سيمو ته د وران كارو كسانو پر را ننوتلو نظر ساتو، موږ به پلټنه كوو، دا ډېر بده پېښه ده چي دومره زيات بېګناه خلك پكې و وژل شول، موږ به پوره هڅه كوو چي د دې پېښې عاملينو ته ځان و رسوو))
د بس چلوونكى د پېښې له ځايه روغ رمټ وتلى، هغه وايي وسلوالو په بس كې سپاره كسان را كښته كړل، په كتار كې يې ودرول او بيا يې په ډزو و وژل:
((يو موټر مخامخ راغى، كسان پكې سپاره وو، زموږ د بس په مخ كې يې ودراوه، چي ومو كتل د دوى په لاسونو كې لانچرونه او كلاشينكوفونه وو، ټول كسان يې په زوره را كښته كړل، ځينو كسانو وځغستل، پر ټولو يې ډزې پيل كړې او ويې وژل او دوى بيرته د كوټې خواته را ستانه شول چي اته يا لس كسان وو))
ځينې عيني شاهدين وايي تر پېښې وروسته چي د سيمې ايمبولانس موټر را ورسېد او په پېښه كې وژل شوي او ټپي كسان يې روغتون ته انتقالول نو وسلوالو پر هغه ايمبولانس هم ډزې وكړې او درې نور كسان يې و وژل چي په دې توګه د وژل شويو كسانو شمېر نهه ويشت تنو ته ورسېد.
د بلوچستان د داخله چارو حكومتي مسوول نصيب الله بازى وايي دغو زيارت كوونكيو حكومت له خپل سفره نه دى خبر كړى:
((له بده مرغه د خرابو امنيتي حالاتو موږ پلان لرو چي كله هم زيارت كوونكي د ايران پر لور حركت كوي، دوى به د بلوچستان د داخله چارو دفتر پر وخت خبروي، چي هغوى يې له كوټې څخه د مستونګ پر لاره تر نوشك او چاغي سيمو تېر كړي او له هغه ځايه به يې هم تر كوټې بدرګه كوي، خو دغو زيارت كوونكيو نه د كوټې دولتي چارواكيو ته او نه د داخله چارو دفتر ته خبر وركړى دى))
وژل كسان ټول له هزاره قوم سره تړاو لري. تر دې پېښې وروسته د وژل كسانو خپل خپلوان او د هزاره قوم ګڼ شمېر كسان د قهر او غوسې په حالت كې لارو كوڅو ته را ووتل، سړكونه يې د احتجاج په توګه وتړل او اورونه يې پكې بل كړل. يو تن چي د كورنۍ غړي يې وژل شوي وايي:
((موږ ټول كال يواځې جنازې پورته كړې، حكومت څه حكومت دى، دا خو ډېر بې مسووليته حكومت دى، دا خو ټول غله، لوټماران، غداران او منافقين په حكومت كې سره را ټول شوي دي))
پر شعيه زيارت كوونكيو د ډزو مسووليت د لښكر جنګوي په نامه يوې سني وسلوالې ډلې منلى دى.
په كوټه كې اكثرو ملتپالو ګوندونو د شعيه زيارت كوونكيو وژنه په كلكه غندلې او له حكومته يې غوښتنه كړې چي د دغو كسانو په وژنو كې لاس لرونكي كسان دي ژر تر ژره ونيسي او جزا دي يې و رسوي. همدارنګه هزاره ډيموكراټيك، مجلس وحدة المسلمين، د عزارو شورا او د شعيه علماوو د شورا په نامه د شعيه مسلمانانو بېلابېلو مذهبي او سياسي ډلو دا پېښه په كلكه غندلې او درې ورځنى ماتم يې اعلان كړى دى.
راپور:- باركوال مياخېل- كوټه