د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

په کندهار او هلمند کې د ګوزڼ ١٩ پېښې ثبتې شوي


ناامني، د عامه پوهاوي ټیټوالی، د خلکو نه پاملرنه او د واکسين د رضاکارانو بېغورۍ هغه لاملونه دي چې په سویلی حوزه کې یې د ماشومانو د ګوزڼ، پولیو يا فلج پېښې زیاتې کړې دي.

د کندهار دعامی روغتیا ریيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د شنبی په ورځ په دې ولایت کې د ګوزڼ یا فلج د واکسین د پیل پرمهال وویل چې سږ کال په کندهار او هلمند ولایتونو کی د ماشومانو د فلج ۱۹ پېښې ثبتې شوي چې دا تېرکال په پرتله زیاتوالی ښیي.

د ښاغلی پخلا په خبره د یادو ۱۹ پیښو لس د کندهار په شپږو ولسوالیو او ۹ نورې په هلمند ولایت کې ثبتې شوې دي:

”د ګوزڼ پیښې زیاتي شوي، لس دکندهار په شپږو ولسوالیو شاه ولی کوټ، ډنډ، میوند او پنجوایې کې او نهه پیښې د هلمند ولايت په موسی کلا، سنګین او نهرالسراج ولسواليو کې ثبت شوې دي“

د کندهار د عامې روغتيا ریيس د جنوبي حوزې له ملا امامانو ، قومي مشرانو او ټولو کورنیو وغوښتل چې د پوليو د واکسين په کمپاين کې مرسته وکړي او خپل ماشومان له دې خطرناکی ناروغۍ څخه وژغوری.

په جنوبي حوزه کې د پوليو واکسين د شنبې په ورځ پيل شو چې د درو ورځو په ترڅ کې به له یو مليون څخه زیات د پنځو کلونو څخه دکم عمر ماشومانو واکسين کړي.

محمدصادق رښتینی/کندهار
XS
SM
MD
LG