د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۳

د کابل په نننيو بريدونو کې ګڼ خلک ټپيان شوي


په هغو بريدونو کې چې نن د کابل په عبدالحق څلورلارې، دهمزنګ او د حبيبيې عالي لېسې ته څېرمه وشول، په نتيجه کې ګڼ خلک ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ازادۍ راډيو ته وويل چې څلورو- پنځو وسلوالو د عبدالحق څلور لارې ته څېرمه په يوه نوې جوړېدونکې ودانۍ کې ځاى پر ځاى شوي او له هغه ځايه يې په حملو لاس پورې کړى و.

د بريد کوونکو له لوري د کابل پر ځينو برخو راکټونه هم توغول شوي دي.

وسلوالو په دهمزنګ او د حبيبيې عالي لېسې ته نژدې هم بريدونه کړي، چې په نتيجه کې د چارواکو په خبره ملکي خلک ټپيان شوي دي.

ولسمشر حامد کرزي دغه بريدونه په کلکه غندلي او په يوه اعلاميه کې يې ويلي:

̋د ترویستانو له خوا د دا ډول بریدونو ترسره کول به هیڅکله هم له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په بهیرکې خنډ رامنځته نه کړي، بلکې د دغو مسوولیتونو د ترلاسه کولو په لاره کې به د افغان امنیتي ځواکونو ژمنه او ملي روحیه لا پیاوړې کړي̋

د جمهوري رياست په اعلاميه کې د دغو بريدونو په مخنيوي کې د افغان ځواکونو هڅې ستايل شوي دي.

ناټو ځواکونو ويلي چې دوى د افغان ځواکونو په ملتيا د طالبانو دغه بريد ته ځواب ويلى.

دغه ځواکونه وايي د وسلوالو ̋يوې وړې ډلې̋ د ايساف پوځي اډې او د امريکا سفارت ته نژدې بريدونه وکړل، چې په دغه بريد کې يې له سپکو وسلو او لاسي بمونو استفاده کوله.

ايساف وايي له هوايي ځواک څخه يې هم مرسته وغوښته.

تلفات:

د افغانستان د روغتيا وزارت يوه مقام وويل چې په دغه بريدونو کې ١ ملکي تنه وژل شوى او ١٦ نور ټپيان دي. په ځينو راپورونو کې د ١ پوليس د وژل کېدو په باب هم ويل شوي دي.

خو رويټرز خبري اژانس په دغو بريدونو کې ٢ ملکيان او ٢ پوليس وژل شوي، ٢٢ تنه نور ټپيان شوي دي.

په ځينو رسنيو کې ويل شوي چې په دغو بريدونو کې ٦ تنه وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

د افغان او نړيوالو ځواکونو د تلفاتو په باب څرګندونې نه دي شوي.

وسلوالو طالبانو د دغو بريدونو مسووليت منلى او ادعا کوي چې ګڼ شمېر افغان او بهرني عسکر يې وژلي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې کېږي چې په ورته وخت کې ولسمشر حامد کرزي له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې له جنګه لاس واخلي.

دغو بريدونو د کابل ښاريان ډېر اندېښمن کړي دي.

په همدې حال کې په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن دغه بريدونه بزدلانه بريدونه وبلل او ويې ويل چې امريکا به له افغان دولت سره په ګډه کار وکړي، چې د دغو بريدونو له مرتکبينو سره څنګه چلند وکړي.

لومړنى خبر:

د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې د عبدالحق په څلور لاره کې وسله والو مخالفینو حمله کړي، چې اوس هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت وایی ، ښايي څلور یا پنځه وسلوال مخالفینو په دغو حملو لاس پورې کړی وي.

ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې تراوسه پورې دوه برید کوونکي او یو پولیس وژل شوي دي:

((زموږ پولیس د پیښی په ځای کی دی،ټوله سیمه د پولیسو لخوا کلابنده ده،پدی هیله چي زموږ پولیس ژر دوی له پښو وغورځوي،او دوی ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي))

راپورونه وایی، چی ددی جګړی له پیل سره سم د همدی سیمی په خوا شا کی لس چادونی شوی

یوبل تازه خبر وایی، چی څو شیبی وړاندی کابل په بله سیمه کی دهمزنګ سره نږدی چاودنه شوي، چی د چاودنی د ډول او تلفاتو په اړه جزیات نشته. .

په عین حال کې دکابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایی، یو ځانمرګي چی غوښتل یی، دکابل په بی بی مهرو سیمه کی د امنیتی ځواکونو په قطعو برید وکړي، نیولی یی دی.

د وسله والو طالبانو ویاندویانو رسنیو ته ددی پيښی مسولیت منلی دي او وایی، چی ددوی ملګری په یوې لوړې ودانۍ کې ځای نیولی او له هغه ځایه د ناټو ځواکونو په قومندانۍ او امریکا سفارت ډزې کوي.
د دغو پېښو د تلفاتو وروستي ارقام لا معلوم نه دي.
XS
SM
MD
LG