ولسمشر حامد کرزي وویل، هغه عناصر چې د افغانستان بد غواړي که هغه له هېواده دباندې وي که هر بل ځای ، د دې هېواد د پرمختګ مخه به ونه نیسي.
نوموړي دغه خبره په کابل کې د ادارې او منجمنټ د ملي انستیتیوت څه باندې زرو زده کووونکو ته چې د فراغت اسناد یې ترلاسه کړل، په وینا کې وکړه.
ښاغلي کرزي پر وسلوال طالبانو او نورو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي:
(بیا هم نن پر طالبانو غږ کوم چې دا خاوره ستاسې ددې خاورې بچی يي خرابوه يي مه ددې خاورې د ترقۍ مخه مه نیسﺉ او تاریخ ته نیک نوم پریږدۍ نه بد نوم.)
جمهور رئیس که څه هم وویل، چې د وسلوالو مخالفینو له فعالیتونو سره سره به افغانستان پر مخ روان وي، خو د جګړې د ناوړه عواقبو په اړه یې هم خبرې وکړې.
هغه وویل، په ټول هېواد کې د ماشومانو د واکسین د پروګرام د کامیابۍ له امله ملګرو ملتونو له افغانستان نه مننه کړې خو بیا هم یوازې په دریو ولایتونو کندهار، فراه او هلمند کې د ناامنیو او حملو له امله د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ثبت شوي دي.
نوموړي دغه څرګندونې څو ساعته مخکې له دې وکړې چې وسلوالو طالبانو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د په ځان وژونکو حملو لاس پورې کړ.
ولسمشر د ادارې او منجمنټ د ملي انستیتیوت له فارغانو سره ژمنه وکړه، چې په دولتي ادارو کې د کار د پیدا کولو په برخه کې به یې په کابینې کې بحث کوي:
(د پنجشنې په ورځ د کابیني یو خاص مجلس دی او په دې اړه به خبرې وکړو چې څنګه د افغانستان اداره دغو کیفیتو ته د ترقۍ لپاره ورسیږي.
په راتلونکي کلو کې هم ددې ځوانانو څخه چې په حکومتي ادارو کې کار واخلي بلکې دوي د ترقۍ لپاره نورو ځایو ته هم ولیږو.)
ولسمشر یو ځلي بیا د افغانستان د ملکي خدمتونو د ادارو په غیر سیاسي کېدو ټینګار وکړ.
هغه وویل، د وزیر له مرستیال نه نیولې بیا تر ټیټو پوړونو پورې باید دولتي چارواکي غیر سیاسي وي او د یوې ازموینې له لارې وټاکل شي.
جمهور رئیس حامد کرزی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د سیاسي، قومي او شخصي اړیکو پر اساس د افغانستان په دولتي ادارو کې ګمارنې یوه لویه ستونزه بلل کیږي، چې د مخنیوي لپاره روانو هلو ځلو کومه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.