راپورونه وايي، مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په شمالي وزیرستان کې دوه تنه وسله وال جنګيالي وژلي.
د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې یوه دولتي مسوول د خپل نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې بې پيلوټه الوتکو د یکشنبې په ورځ قضا ماښام د میرعلي په خیصوره نومي سیمه کې دوه تنه وسله وال چې پر یوه موټر سايکل سپاره وو په نخښه کړل او په ټکي یې ووژل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې خیصوره د دې اجنسۍ د دویم لوی ښار میرعلي جنوب لور ته په دوه کیلومترۍ کې واقع کلی دی چې له دې وړاندې هم پرې ورته بریدونه شوي.
دغه چارواکي وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفین بللي خو د هویت په اړه یې بې خبري ښودلې.
بل خوا یوې بلې ځايي سرچینې ازادۍ راډيو ته وویل، چې په وژل شوېو کې یو تن یې د القاعده ډلې او بل یې ځايي وسله وال طالب و.
دغه سرچینه د پېښې د عیني شاهدانو له قوله ادعا کوي چې ځايي کس اعجاز نومیده خو د دویم په اړه یواځې دومره ویل شوي چې بهرني او په القاعده ډلې پورې یې اړه لرله، دا په داسې حال کې ده چې دولتي سرچینو یا په خپله طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
بې پيلوټه الوتکوپه داسې حال کې پر شمالي وزیرستان برید کړی چې امريکایانو په نیویارک کې د ستمبر د یوولسمې پېښې لسمه کاليزه لمانځله.
لس کاله وړاندې پر دې ورځ څو تنو له سپرلیو ډکې دوه الوتکې د امريکا له لوړ پوړيزو ودانیو سره وجنګولې او تر درېیو زرو ډیر خلک یې ووژل.
هغه مهال القاعده ډلې د دې حملو مسوولیت ومانه او په راتلونکي یې پر امريکايي اهدافو د ورته او تر هغه هم د سختو حملو ګواښ وکړ.
تر دې پېښې یواځې څو میاشتې وروسته د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د سختو بریدونو په نتیجه کې په افغانستان کې طالبانو خپله واکمني وبايلله او د القاعده ډلې په زرګونو جنګيالي قبائلي سیمو ته وکوچیدل او ویل کیږي چې ډیری یې په وزیرستانونو کې دیره شول.
که څه هم د پاکستان پوځ د القاعده او پاکستاني طالبانو په لومړني مرکز یعنې جنوبي وزیرستان کې وسله وال عملیات ترسره او په دغه سیمه کې یې د دې ډلو زور مات کړ، خو د لويديځو هېوادونو او رسنیو د راپورونو له مخې اوس مهال دا ډلې په شمالي وزیرستان کې ګڼ شمير مرکزونه لري او لا هم په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو لپاره لوی خطر ګڼل کیږي.
مجيب الرحمان انګار،پيښور