د امريکا پر دوو اسمانڅکو ودانيو له تروريستي بريدونو لس کاله واوښتل، د افغانستان جګړه هم لس کلنه شوه، خو ختمه نه ده.
د افغانستان په شمال بګرام او په جنوب کې د کندهار په پوځي اډه کې چې د طالبانو په وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه ګڼل کېږي، امريکايي پوځيانو د سپټمبر د يوولسمې د نژدې ٣٠٠٠ قربانيانو ياد ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.
د سپټمبر د يوولسمې تر پېښې مياشت وروسته امريکا پر افغانستان بريد وکړ، د طالبانو نظام يې ړنګ کړ، چې القاعده او د دې ډلې مشر اسامه بن لادن ته يې پناه ورکړې وه. خو د فرانسې خبري اژانس وايي، طالبان تر پرځېدو وروسته د خونړيو سخت دريځو کسانو په څېره کې راڅرګند شول.
په جلال اباد کې هم امريکايي سرتېرو په خپله پوځي اډه کې د سپټمبر د يوولسمې ياد تازه کړ، دوى د دې پېښې د قربانيانو لپاره دعا وکړه او د خپل هېواد بيرغ يې د خواشينۍ څرګندولو په هدف نيم ځوړند کړ.
د پوځيانو يوه مشر اندريو سپانو چې د سرتېرو ډلې ته يې د هغو امريکايي عسکرو نومونه لوستل چې د خپل ماموريت پر مهال وژل شوي، وويل:
”پيل له همدې ځايه شوى او پاى به يې هم دغلته وي“. وروسته يې د نړيوالې سوداګرۍ پر مرکز د لومړۍ الوتکې د جنګېدو د پېښې په ياد د څو شېبې خاموشۍ غوښتنه وکړه.
ده دا هم وويل چې ”دې پېښې موږ دلته راوستلو، موږ پر سمه خوا يو، تر هغې وروسته زموږ ژوند د تل لپاره بدل شو چې هېڅکله به هېر نه شي“
هلته په کابل کې د امريکا په سفارت کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الين او د امريکا سفير ريان کراکر د سفارت له لسګونو کارکوونکو او پوځيانو سره د سپټمبر د يوولسمې د لسمې کاليزې په مناسبت غونډه کې ګډون وکړ.
کراکر ومنله چې په امريکا کې خلک د افغانستان له لس کلنې جګړې ستړي دي او دې جګړې د امريکايي عسکرو تلفات هم زيات کړي، چې تر اوسه ١٧٥٠ امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس ليکي، تر اوسه پر دې جګړې د امريکا له لوري ٤٤٤ مليارده ډالره لګښت شوى، د برون پوهنتون د معلوماتو پر اساس، په دې لس کلنه جګړه کې ٣٣ زره او ٨٧٧ خلک وژل شوي، چې په دوى کې بهرني او افغان عسکر، ملکيان او سخت دريځي وسلوال شامل دي.